په جغتو كې دقومي مشرانو اوعالمانوغونډه وشوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 6030

دخبریدو نیټه : 2006-03-08

عبدالودود پښتونځار
 دروان كال دحوت پر ۱۴ مه، دميدان وردګوولايت په جغتو ولسوالۍ كې د محلي قومي مشرانو اوعالمانوله خواغونډه وشوه.په غونډه كې نوموړوقومي مشرانواوعالمانودامنيت په ټينګښت ، دكوكنارو په نه كرلو اودافغانستان په اوسنۍ وضعې خبرې وكړې. دميدان وردګوولايت له چارواكوڅخه ېې دپرمختياي چاروپه ترسره كولو خوښي څرګنده كړه. اودځينوپرمختياي پروژوپه پيل كولوكې ېې ترې هيله وكړه. په اخر كې ټولوپه گډه يو پرېكړه ليك لاسليك كړ چې دلته ېې مهم ټكي راخلم:
 ۱. څرنګه چې دقانونمندۍ، انتخاباتي حكومت اوداساسي قانون په درلودلوسره دولايت چارې دزړه سواندي شخصيت عبدالجبار نعيمي له خوا په پوره نوښت اوبدلون سره په چټكۍ سره په مخ روانې دي.نو له دې امله دجغتوولسوالۍ ددوى له پراخه پروګرامونوڅخه برخمن كېدل غواړي.په لومړي سر كې دمعارف دپراختيا په اړه زياته توجه غواړو.
 ۲. جغتو،ولسوالۍ كې دملي پيوستون دپروګرامونو دتطبيق منظوري غواړو.
 ۳. دزراعتي انكشافي پروګرامونو په اړه دبندونو دجوړولو او د كاريېزونو دپاكوالي په برخه كې دكومك غوښتوونكي يو.
 ۴. دميدان وردګوولايت له چارواكوسره مونږ ټول علماء، سپين ږيرې، ځوانان، ديوډاډمن امنيت په راوستلوكې ژمن يو هيچاته به حق ورنكړو چې امنيت ګډوډ كړي.
 ۵. دميدان وردګوولايت والي صاحب څخه ډېر خوښ يو چې زمونږ دولايت پرمختيا كې ېې ډېرې هلې ځلې كړي، ددوى دهمدغوهڅودرناوى او قدرداني كوو اوپه راتلونكي كې ترې دنوروډېرو هڅوهيله كوو.
 ۶.دميدان وردګوولايت مقام اونړيوالې ټولنې ته دكوكنارودنه كرلو اطمنان وركوو. او په دې لارو كې ترې دهمكاريو غوښتونكي يو.