دسمعي دلیلوقسمونه اوددوی مربوطه احکام :
مستفتي : سيداحمدکندهار
شيخ الحديث والتفسير علامه أبوالفضل صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، الله مو موفق او بريمند لره ، ستاسي له خدماتو څخه ډير خوښ يم او خدای دی ستاسی دينی ستړوياوي په خپل دربار کښی قبولي وګرځوي .
عاليقدره ! پوښتنه مي داده چي دقطعیت اونه قطعیت په اعتبارشرعي سمعي دلیلونه څوقسمه دي ،مننه
الجواب ومنه الصوب ، نحمده ونصلي علي رسوله الکريم .
شرعي او سمعي دليلونه د قطعيت او ظنيت په اعتبار پر څلور قسمه دي :
(۱) : قطعِيّ الثبوت والدلالة ، يعني چي ثبوت او دلالت پر معنی يې دواړه قطعي او يقيني وي ، لکه د قرآنکريم قطعي ایاتونه ، او لکه هغه متواتر حديثونه چي معنی يې قطعي وي .
(۲) : قطعيّ الثبوت ظني الدلالة ، يعني هغه چي ثبوت يې قطعي او يقيني وي خو پر خپله معنی باندي يې دلالت يقيني نه وي بلکي ظني او احتمالي وي ، لکه د قرآنکريم هغه اياتونه چي په هغو کښي تأويلات سويوي .
(۳) : ظني الثبوت قطعي الدلالة ، يعني چي د هغه ثبوت ظني وي ليکن دلالت پر معنی يې قطعي او يقيني وي ، لکه هغه حديثونه چي متواتر نه وي أحَاد وي او معنی يې قطعي او يقيني وي .
(۴) : ظني الثبوت ظني الدلالة ، يعني هغه چي ثبوت او دلالت يې دواړه ظني او غير يقيني وي ، لکه هغه خبر واحد حديثونه چي مفهوم او معنی يې ظني وي .
پورتني څلور قسمه دلايل د احکامو په ثابتولو کښي هم سره مختلف دي ، پدې ډول چي په اول قسم دليلو سره فرضوالئ او حراموالئ د يو شي ثابتيږي ، او په دوهم او دريم قسم دليلو سره د يو شي وجوب او کراهت تَحْريميْ ثابتيږي ، او په څلرم قسم دليل سره د يو شي سنتوالئ يا مستحبوالئ ثابتيږي .
دلته په يوه بله خبره هم ځان پوهول پکار دي هغه دا چي کله کله د مجتهد په نزد يو ظني دليل دونه قوت پيدا کړي چي قطعي او يقيني دليل ته قريب سي ، نو پداسي دليل سره که يو شئ ثابت سو هغه ته فرضِ عَمَلي ويل کيږي ؛ ځکه چي له داسي شي سره د فرض په ډول معامله کيږي چي عملي کول يې ضرور او واجب دي ، دارنګه دغسي شي ته واجب هم ويل کيږي په اعتبار ددې چي دليل او مُثبِت يې ظني او غير يقيني دئ ، دغه قسم فرض تر واجب قوي او ترفرضو کښته درجه لري .
(الشامي ج۱ ص ۸۸) .