د فرض قطعي ،فرض عَملي او د واجب فرق :
مستفتي : بشِراغا/ابوظبی
د قدروړ ، اسلام پوه علامه محمد معين الدين أبوالفضل صاحب او د بينوا پاڼي ټولو کارکونکو ته نيکي پيرزويني او سلامونه وړاندي کوم هيله ده چي قبول سي ، ځما سوال له تاسي محترم څخه دادئ چي دفرض قطعي اودفرض عملي اوواجب په منځ کښي څه فرق دئ ستاسودجواب په هيله.
الجواب ومنه الصواب ، نحمده ونصلي علی رسوله الکريم.
فرض قطعي هغه ته ويل کيږي چي هم د عمل په اعتبار او هم د عقيدې او علم په اعتبار فرض وي ، يعني په پريښوولو سره يې فساد دعمل راځي او منکر يې کافر ګرځي .
او فرض عَملي هغه دئ چي جواز او روايښت يې په فوت او قضا کيدو سره ختميږي ، لکه مسح د څلرمي د سر ، دا د واجب په دوو قسمو کښي هغه قوي قسم دئ او دعَمل په لحاظ فرض دئ خو نه د علم او اعتقادپه اعتبار ، يعني د فرض عملي په پريښوولو سره فساد د عمل راځي خو منکر او غير معتقد يې کافر نه بلل کيږي .
او واجب هغه دئ چي نه د عمل په اعتبار فرض وي او نه د علم او اعتقاد په لحاظ ، لکه ويل د سورت فاتحې په لمانځه کښي چي په ترک سره ئې پرمخ باطل والَي دعمل نه راځي
(الشامي ج۱ ص ۷ ۲۵ ) .