امريکا : خندنۍ موسکا، خونړۍ امسا!؟ (دريمه برخه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 6092
پروفيسوركابلي والا - هندوستان
دخبریدو نیټه : 2006-03-12

پروفيسر کابلي والا - هندوستان

امريكا :

خندنۍ موسكا ، خونړۍ امسا؟

لمړۍ برخه ،  دوهمه برخه ، درېيمه برخه ، څلورمه برخه ، پنځمه برخه ، شپږمه برخه ، اوومه برخه ، اتمه برخه ،

+پكه دادي لابله سپكه !

+ اوس به څه چل كيږي ؟

  + خوموږ ړانده يو چې .... !

د۲۰۰۶ كال دمارچ په لومړيوكې دامريكا يرغلګر مشر دغله په شان پرته له دې چې نړيوال پرې خبرشي دڅرګندو ديپلوماتيكواصولو خلاف  افغانستان ، هغه هيوادته چې هلته تګ هم اوس امريكايي ولسمشر په خپلو اتلوليوكې شميرې ورسيد. بوش چې كله دبګرام په هوايي ډګركې له الوتكي په وارخطايي سره كښته شواوشاوخواته يې وكتل ، په لومړي واركتويې  يوې اوبلې خواته هلته لرې  خونړيو سترګو له اوچتواوسپيڅلو څوكو بل څه ونه ليدل ، كاته يې رالنډكړل چې شاوخواته يې له خپلوخونړيو برچه پكو پوځيانو ټانكونواوالوتكو پرته نورڅه نه وو، له هغه ځايه دكابل دښارپه لور په ځانګړې چورلكه كې چې دسلګونو هوايي اوځمكنيوځواكونو له خوا بدرګه كېده  دافغانستان دپلازمينې په مركزارګ كې (هلته چې هرڅوك ورننوتى نومرګ خامخا وريادشوى دى)  چې له ګلخاني څخه يې سل ګامه واټن نه درلود پلي شو. له څوګړيو وروسته معلومه شوه چې دى دامريكا د ولسمشر په نامه ديوه غله او ډاكو په شان يوناڅاپه راڅرګند شو، څه اړينې خبرې يې چې ښاغلي كرزي ته درلودې اويايې نه درلودي ، دهغودتاييد له پاره يې مخكې له مخكې سناريو چې په لسودقيقوكې بايدوويله شي جوړه كړې وه .چې هغه هم ظاهرآ پرايران اوپاكستان باندې دڅرګند فشار ګواښونه وو.په دې چې څوورځي مخكي پاكستاني لاس پوڅې جنرال ښاغلي كرزې ته په پاكستان كې دلاسونې په اړه په سياسي ژبه په غيرمستقيمه توګه داترغوږ ورتيره كړې وه چې دالاپي شاپي پريږده چې ګواكي دلاسوهنې ځواب به لاسوهنه وي په دې چې  :

(ملنګه ځان ته دعاوكړه _ چې دغويي څرمن دڅټ وسولاونه )

دادنړۍ سترزور ځواكى مشرو چې خالي لاس وران افغانستان ته چې ده په خپله وران كړى وراغى  او هيڅ يې هم له ځان سره دغه هيواد ته نه درلودل اوټول څه يې داوو چې موږ به افغانستان يوازې پرې نه ږدو ...

 

 په داسي حال كې چې  تردغه حال چې نه خپلواكي لري اونه هم دځان واك اونه يې څوك دآبادۍ په فكركې دي  خوښه داده چې په دغه يوازيتوب كې پاتې شي ،ځكه اوس كرار كرار خلك په رښتيا پوهيږي اوپه دې باوري كيږي چې  له خيره مودې توبه دشر مخه مودرونيسئ  

پوښتنه داده چې اوس به څه چل كيږي ؟ ښاغلي كرزې  خو وويل چې دغه سړي (بوش) په خپلواكۍ   ، دغه اوهغه ... كې له موږ سره مرسته وكړه ...  اودې يې خپل هرڅه وباله ، خو په همدغه ورځ بي بې سي راديو پښتوخپرونې له دريوكسو كابل ښاريانوسره مركې وكړې : يوه وويل چې : دبوش راتګ ښه دى ، خوزموږ هيله ده دادى ، چې دى بايد له موږ سره  يوازې په دغه برخه كې مرسته وكړي چې موږ بايد دخپل واك اودخپل برخليك خاوند وو.

دويم وويل ، چې موږ بايد دخپل هيواد په اړه په خپله تصميم ونيسو...  دريم هم داخبره كوله چې افغانستان يوخپلواك هيواد دى ،موږ بايد په خپل هيوادكې ددغه هيواد دهرڅه خاوندان وو...اوموږ غواړو چې پخپل هيواد كې خپلواك  ژوند ولرو.

داهغه خبرې وې چې دښاغلي كرزې دخبروسره يې په تمامه مانا توپيردرلود ، زه نه پوهيږم ګرانه لوستونكيه چې كومه خورښتياوايې اوكومه خوا درواغ ؟

بله خبره داوه چې  بوش په خپله وينا كې يوازې هماغه خبره تكرار كړه  لكه چې په سپينه ماڼى كې ېې كوله چې موږ د افغانستان په پرمختګ كې برخه اخلو... خو دا يي څرګنده نه كړه چې د ده مطلب له پرمختګ څخه  څه دى ؟ د ترهګرى سره نوې معامله او كه څه نور، په دې چې دترهګرۍ په نامه چې امريكاڅه خرڅوي دهغوداحسان بوج هم په افغانانو اودهغو په نامه دمرستې ترچترلاندې لويدلى دى .

سياسي كتونكي اودافغانستان ملي پالي ځواكونه د بوش دغه سفر يو ناكامه سفر بولي  په دى چې بوش اودهغه ملت  د دغه سفر په ترڅ كې چې له پنځوسوكالو وروسته يې دامريكا دولسمشر دسفر نوم وركړ د افغانستان لپاره د بيا جوړونې په برخه كې  يو ساده زيرى هم له ځان سره نه درلود. يووخت زموږ ښه په ياد دي چې د وخت د نړيوال ځواك (شوروي) دويمه درجه مشر لومړى وزير كاسګين افغانستان ته د هغه هيواد د استازي په توګه راغى د خپل راتګ په ترڅ كې يې يا له ښه نيته او يا له بده  د افغانستان له خلكو سره يې د دوستى په نامه د كابل پوليتخنيك د دوو هيوادو د خلكو د دوستى په نامه افغانستان ته ددغه هيواد د نوي نسل د روزنڅي په توګه ور ډالى كړ.آيادغه يرغلګر ولسمشر چې همدا اوس يې ترشلوزرو زيات پښتون وژونكو  پوځيانويې  دهيواد په جنوب كې پښتون وژنه پيل كړې نه شواى كولاى چې دكندهار اويا خوست ديوهنتون دجوړلوكاريې په لباسي توګه دنړۍ له شرمه اعلان كړى واى ؟ خوداكاريي په دې ونه كړچې امريكا په افغانستان كې پښتون دښمنه پالسي ان په هغه ورځ چې ددې هيواد دنيولو هوډ يې كړى وترلاس لاندې نيولى اوتراوسه هم دوام وركوي اوكه داسې نه واى نو بوش او د هغه حكومت خو  په رښتيا هم دابايد ښودلي واى  چې افغانستان  ته يې د خپل تيري په مقابل كې چې په دغه هيواد يې كړى داسي يوه وړه ډالۍ چې په علمي اوتخنيكي لحاظ يې دافغانستان يودرد دواكړى  واى دغوخلكو ته له ځانه سره درلودى . ده داكارونه كړاودخپل دغه سفرپه ترسره كيدويې داثابته كړه چې ګواكي دوى په رښتياهم  د افغانستان له خلكو سره له وژنو او ځورولو پرته نه علمي او فرهنګي موخې په پام كې لري اونه په دغه برخه كې له دغه هيواد سره ليوال دي . هو، له ښه مرغه او يا له بده مرغه چا له دغه يرغلګر مشر څخه په دغه اړه هيڅ هم وانه اوريدل . دغه عمل داهم ثابته كړه چې دوى غواړي دترهګرۍ په نامه افغانستان نورهم وټكوي چې له ښه مرغه په دغه ترڅ كې اوس پردوى باندې ډيرناوخته شوى دى په دې چې دغه ملت اراده كړې ترهغو پورې چې دوې دخپل ژوند له پاره په عمل كې پرمختګ ونه ګوري نودې ډول اغراضو ته به كله هم  اهميت ور نه كړي  اونه به په دغه هيواد كې عملي بڼه ومومي . بوش دخپلې دندې اوخپلو اغراضوله مخې دا وايي چې موږ له افغانستان سره مرستې كوو. مانا داچې مافيايي كړۍ جوړوي ، ترګوانتانامو خطرناك اووحشيانه  زندانو په تكل كې دي اوهرڅه چې دنړۍ په سر غيرانساني دي دهغو له پاره مرستې كوي .

خو نه !  افغانستان يولرغوني هيواد دى ، ددغه هيواد اوسنۍ جغرافيايي اوتاريخي شته والي داپه ډاګه كوي ، چې  په دغه بيه چې امريكا اوس دغه هيواد دخپلو لاسپوڅو په مرسته ترلاسه كړى ، ددغه ستراتيژيك موقعيت له مخې دخلكو خبره دتوتو بيه ده اوپه دې كيداى شي يوازې ښاغلى كرزى اودده دارودسته خوشاله اوقانع واوسي نه ددغه هيواد حساس اوملي پالي فكرونه . امريكايې ولسمشر په خپل دغه سفر سره داسې وښوده چې دغه هيواد نور ددوى دخپل نفوذ يوه برخه دى اوپه دې توګه كولاى شي له دغه ستراتيژيك دريځ څخه دهغوى په وړاندې چې ددوى جناياتو ته ګوته نيسې هغه ناوړه ګټه چې ددوى زړه دى ترلاسه كړي . په كرزي خو هماغه داميرعبدالرحمان خان كيسه وشوه، انګريزان پوهيدل چې په ۱۸۸۰كال كې  په دوى باندې د ۱۸۴۰ – ۱۸۴۱كلونو پيښې  دميوند له ماتې وروسته بيادافغانستان دخلكو له خوا تكراريږي ، انګريزانودى راوباله اوده ته يې هركلى ووايه اوهغه يې دكابل له پاره  يوازې په دې مقصد وټاكه چې دوى په امن سره ترهندوستانه خپل پوځونه خوندي وباسي . دى په دغه رمز نه يوهيده ، فكريي كاوه چې انګريزان له ده سره مرسته كوي اودهيواد برخليك  ېې دمهربانۍ له مخې ده ته ورسپارلى دى  . همداوه چې چاريكارو ته له راسيدو سره سم يې دانګريزانوكلمه وويله اوهرڅه به چې هغوى ورته ويل هغه يې پرې عملي كول، له ده سره يې په پيل كې دسلولكو روپيو وعده وكړه ، اخريي هم اوولس لكه وركړې ، خپل پوځونه يې دده په مرسته په امن له افغانستانه وايستل او له ده څخه يې دژوند ترپايه خپل لاسپوڅى اميرجوړكړ.

هو، په ښاغلي كرزي هم كټ مټ كانه وشوه، په دې چې امريكاراووست اودافغانستان دمرستې ډنډوري يې ورته پورته كړي ، خواوس يې موږ ټول وينو چې مرستې چيرې ځي  اوپه څه باندې لګيږي ؟ تيره اونۍ (دكب شپږمه ا و اوومه ۱۳۸۴ ) له كندهاره خبرو چې په كندهار كي ديوې مياشتې په اوږدو كې  درى ميليارده ډالردپيسوپه ماركيټ كې راكړه وركړه كيږي .له يوه اړوندسړي سره مركه وشوه چې دا څوك دې چې په دومره لوړه اندازه ډالر دلته راوړي اويايې بدلوي ، عادي خلك خو دهمدغي لويي تبادلي په څنګ كې دماښام په ډوډۍ  حيران دي ، خو هغه وويل چې دغه ټول كاروباردامريكايي پوځيانو اودنشه يي توكونو په معامله ګروپورې اړه لري ... داكار په خپل واريوگټه ده خودابايد په پام كې ورسره ولرو چې دچاله پاره ؟ ديوه دووكسانو له پاره كه دټول ملت له پاره ؟

اوس تاسې خپله قضاوت وكړئ چې افغانستان له څه شان ستونزې سره مخامخ شو، ښاغلي كرزي بايد په خپله ويناكې داخبره نه واى كړې چې يرغلګر بوش د افغانستان دخپلواكۍ ناجي ؟ دى ، په دې  چې دافغانستان خلك اودجهان خلك خو په دې پوهيږي چې افغانستان يعني كوم هيواد ، اوددغه هيواد اتل خلك يعني كوم خلك ؟ دغو خلكو له انګريزانو څخه خپلواكي ترلاسه كړه ، دوى له شورويانوسره همداپرون خپل نيت سره له دې چې دهغه كريدت هم امريكايي امپريالزم خپل بولي ، هغوى ته وروښود. دا اوس يي هم دخپل حق يعني خپلواكۍ په خاطر په امريكايي يرغلګر پوځ باندې لاره وركه كړې ،تردې به لوى وياړ څه وي چې دنړۍ دسترځواك لارښود چې په ټوله نړۍ كې خپل سيال نه وينې دغه سرلوړي هيوادته لكه غله غوندې ولاړ، اوله هغه ځايه يې ځان دسترګوپه رپ كې هندوستان ته ورساوه . سياسې كتونكي اوپه خپله افغان څيړونكي او دسياسي مسايلوكارپوهان  اوس دنړۍ دخبرو اورښتينوافكارو په وړاندې دايوحقيقت ديوې نړېوالې پوښتنې په توګه رامنځ ته كوي اوهغه داچې موږ افغانانو ته دجورج بوش اواسامه بن لادن څه فرق دى ؟ اسامه هم ديوه فراري اوغله په توګه دشپې په دغه هيواد اوددغه هيواد په پولو باندې خپل كاركوي اوبوش يې په رڼا ورځ . همداده چې موږ بايد ديوه رښتنې انسان په توګه يوازې داخبره وكړو چې هم بوش اوهم اسامه زموږ دملت اوزموږ دهيواد په وړاندې وينې څښوونكي ترهګر دي چې بايد دنړيوالو تر اذهانوپورې يې په خپلو ناوليو څيرواوكړو وړو سره په ډاګه اوپه بدرنګۍ سره ورسوو اويوشى يې وبولو.

كه دغورښتياووته لږ په ځيرسره وګورو نوداويلاى شوچې داټولې خبرې  ټوكې نه دي اونه وې ، ښاغلي كرزې بايد لږ خپل سد سرته راولي اودخلكو اوملت په سترګوكې بايد په رڼاورځ له خپلې شنې چپنې ،تورې  قره قلۍ اويرغلګربوش سره يوځاى وردننه نه شي . په دې چې خلك باورنه كوي ، امريكا كولاى شي تاوغولوي ، خوهغه نه شي كولاى دغه ژوندى ملت چې له خورا وياړلي تاريخ سره ملګرى دى په درواغو اوپوچووعدو سره دابادۍ پرځاى په بربادۍ ورمخ كړي .دبوش وروستنى سفرسره له دې چې موږ ته يې كومه بريانه درلوده ،بلكې دغه سفرپه خپل وار دداسې ستونزو پيل شو چې ډيرزر به يې په بدمرغيوكې دسيمې يوزيات شميرخلك اوهيوادونه له يوشميرنويو اوناليدلو ستونزو سره لاس اوګريوان شي .

 دبوش  دهركلي په مراسموكې بوش ته دآزادۍ دناجې ستايواله خبره په دې هم خورا ځورونكې وه چې ده دنړۍ دمسلمانو په وړاندې دتاريخي جنايت كار په توګه چال چلن ته ملاتړلې اوداهغه  دريځ دى چې موږ يې دهټلراويهودو له غميزې سره  په څرګنده پرتله كولاى شو.

له حساسو اوخبرو فكرونوڅخه داخبره په يوه خوا پاتې نه شوه ، دوى په خورا حيرانتيا سره له دغه پښتومتل سره هم غاړه شول چې :

: هو، پكه داد لا بله سپكه ...

اودايي پرې ور زياته كړه چې :

ته رښتيا وايې ...

په دې چې :

بوش هم افغانستان آزاد كړ اوهم عراق ...

خوموږ ړانده يو چې ددغوخپلواكوخلكو په لاسونوكې له تبرګيوپرته نورهيڅ هم نه وينواوهمداده  چې امريكا ورډالۍ كړې دموكراسي په هغو باندې ساتي !؟