دشاعرانونا​زک خیالي :‎

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61446

دخبریدو نیټه : 2014-09-25

 

ځیني شاعران سربېره پر شعري منطق اوشعري نظم او وزن باندي؛ ډېر داحساس ډک ظریف او نازک خیال لري، چي په شعر کي ئې تشبه او مبالغه داسي راوړې او بیان کړې وي، چي خبره ئې ډېر لوړ مقام ته رسولې وي . کله چي لوستونکی ئې لولي سدئې له سره ځي او په آندو واندو کي داندېښنو ډوب سي، چي بېرته راګرځي یو مهال تېر سوی وي . په خوند اومزو کي دشعر ډوب تللی وي . دغسي یو بیت درحمان بابا د
« ب » له غزل نه ګورو،چي څومره داحساس ډک ئې ویلی دی . درحمان بابا اشعار ټوله پرله سپاره ا شعار دي؛ دخونده ډک او آهنګ لرونکي اشعار دي . رحمان بابا ته خلک لسان الغیب لکه حافظ ته چي وایي رحمان بابا هم لسان الغیب بولي .
د بیت تشبه او مبالغه ئې په لاندي بیت کي ګورو :

چي توسن دفلک زین کاندي له نازه
 دا هلال ئې په ځای راوشي د رکاب

 لومړی : دا هره خبره ئې چي په دا بیت کي ایښې ده لکه ښایست غمی چي دسروزرو په ښایسته ټیک کي ئې ایښی وي . بیا تشبه دهلال درکاب سره اوبیا مبالغه د رکاب رڼا دهلال درڼاسره .
په لومړي نیم بیت کي قدرت او زواک ښیي، چي پر یاغي او ځنګلي آس باندي دفلک یاروزګار زین په خیال او تصور کي اېږدي . دا دشاعر احساس او واندو اندېښنه ده . رحمان بابا دلته خپل نازک خیال او دمیني ډک احساس ئې دشعر په ښکلا کي اظهار کړی .

څرنګه چي د یوڅو شاعرانو له غزلو څخه یو یو بیت غوره سوی، چي د دوی شعري احساس او نازک خیالي، تشبهات او مُبالغه وګورو، چي دا خبري شاعر څرنګه د شعر په «ګېڼه »کي سره را نغښتي دي . او د دوغو شاعرانو په لړ کي د پیرمحمد کاکړ د (ه) دغزل یو بیت ګورو :
دپیرمحمدکاکړاشعار دفن اوصنعت له مخي اوچت اوعالي اشعار دي؛ خو لسان الغیب ته نه رسي .
اوس ئې په لاندي بیت کي نازک خیالي ګورو :

ماله یاره سپینه خوله په خندا غوښته ده له نازه د غونچې په دود ونغښته

 دلته شاعر له خپله یار ښایسته خوله د خندا ډکه غواړي یاني خوښي او مهرباني دیار غواړي .
خو په دوېم نیم بیت کي ئې تشبه دیار دخولې دګل دغونچې سره کوي او لږ څه ناهیلی کیږي او
 وایي، چي یار ئې خوله لکه ګل غوټې داسي سره راټوله کړه . اوس ئې تشبه ته ګورو .
په لومړي نیم بیت کي دیار خوله لکه د ګل په شاني خندانه او تازه غواړي . پوهیږي چي دا نه ورسیږي؛ نو وایي : یار مي خوله لکه غونچه د ګلو یا غوټې د ګلو سَــرَه راټوله کړه . د شاعر واحساس ته ګورو ، چي څومري په عالي وینګ سره ئې خبره مقام ته رسولې او خوږه کړې بیائې د شعر په منطق کي رانغښتې ده او دشعر ښکلا او وزن او نظم ئې پکښې ساتلی دی .

اوس به په دې لړ کي دنازو انا(۱۰۶۱هـ)شعر ته یو نظر واچوو:
سـحـرګـاه وه دنـرګس لـېــمـه لانــده
 څاڅکي څاڅکي ئې له سترګو څڅېده
 ماویل څه دي ښکلی ګله ولي ژاړې؟
 ده ویل ژوند مي دی یوه خوله خندېده

 دغه څلوریزه څه ناڅه (۳۰۰) کاله زړه ده، خو په خپل شعري ښکلا کي اوس هم ساری نه لري او د شاعِريّ آندو واند او نازک احساس اوخیال پکښې څرګنده ځلیږي .
د ګړو ټاکل ئې داسي کړی، چي هره کلمه دبـَلي کلمي سره دبیت خوند، وزن او آهنګ ته ئې بل رنګ او شرنګ ورکړی . شعر ته ئې ښکلا،منطق اوداحساسه ډکه آغیزمنه بڼه ورکړې .
دنرګس ګُل ئې دلېمه سره تشبه کړی او د«شبنم» لندواله او څاڅکي ئې دژړا د اوښکو سره تشبه کړی . دګل «پائېده» ډېر لږ موده وي . ګل غوټې سي بیاسَـرَه خلاسه سي اوګل سي څه موده ورسته بیا ورژي او له منځه لاړشي . شاعري دغه موضوع دنرګس دژوند د یوې خولې خندا سره تشبه کړی . یاني عمر ئې ډېر لنډ دی،چي پایښت ئې صِرفّ د یوې خولې خندا ده .
شاعري دغه حال دګل دسهار وختي مهال چي شبنم لا پرګلو اوري په شعري منطق کي اوخپل نازک خیال کي داسي را نغښتی، چي دلوستونکي دفکر په ټال کي کوکیاڼو ته بیا یي .

اوس دیوبل نازک خیاله شاعر یوبیت په دغه لړ کي تر پام لاندې نسو: دغه شاعرخوشال بابا دی .
د خوشحال خان خټک له کلیات نه د (ئې) له غزله څخه یو بیت ګورو :

چي مخ وته دي ګورم لکه نمر هسي ځلېږي
 قربان دي ترجمال سم په معنی تر نمره غټ ئې

 خوشال بابا د پښتو شعر ته ښکلا اوزینت ور بخښلی دی . خوشحال خان دعروضو او قافيې په علم خبر سړی وو. په دغه نازک خیاله شعر کي ئې تشبه ګورو .
دمخ ښایست او ځلائې دلمر درڼا اوځلا سره تشبه کړې ده؛ لائې هم په دې زړه نه دی صبر سوی مبالغې ته را آووښتی او وايي چي هلته مې ستا ښکلا له لمره سره تشبه کړې؛ خو ته په معنی کي خپل تر لمر لازیات یې .
څرنګه چي پورته بیت ته ګورو؛ دغه شعر دشاعر احساس او نازک خیالي ښیي او شعر دښکلا له مخي اوچت شعر دی .

حمیدماشوخیل څرنګه چي ځیني ادیـبان ئې شعر «دورومرجان» بولي او ځیني هواخواهان ئې
 موی شګاف بولي او ځیني ئې بیا د خپل وخت (سعدي) بولي .
د ده و نازک خیالي شعري احساس ته یوه لنډه کـتنه کوو:

دجنت نقش و نګار ورپوري هیڅ شي
 چي ښکاره کړي یو نګار نګار له مخه

 دغه لوړ بیت د « ه » له ردیف نه اخست سوی دی، چي (له مخه ) ئې ردیف دی او « ر » ئې قافیه ده او د « ر» دشاه توری یاني « ا » ئې ( روي ) ده .
دلته شاعر تشبه لري دجنت انځور دمعشوقې دمخ له انځوره سره او بیامبالغه کوي او وایي چي معشوقه که خپل د مخ انځور ښکاره کي نو دجنت نقش اونګار به ورته هیڅ سي .
دشعر ښکلا او ظرافت دومره عالي دی، چي رښتیا هم ماشوخیل په خپل کلام کي« موی شګاف » دی او نازک خیالی دی .

اوس راځو زموږ د وخت شاعر ته؛ خدای (ج) بخښلی استادعبدالرؤف « بېنوا» شعر ته چي دغه بیت د ده د « شفق انځورل » څخه یو بیت را اخستل سوی .

دازړګی داسمان و چاود که سینه د دیوانه
 ده یاساقي له لاسه ښکته چپه سوې پیمانه ده

 دا یو پوره مثنوي دی خو دغه بیت ځني راواخست سو، چي دشاعر نازک خیالي اوتشبه پکښې وکتل سي .
«بېنوا» سور رنګ دشفق پرکنار داسمان د انسان سره تشبه کوي او زړه ورکوي او وایي : لکه چي د اسمان زړه چاودلی، چي شفق تک سور دی، بیا وایي یا د دیوانه سینه ده يا دغه سورواله داسي منځ ته راغلې لکه چي دساقي له لاسه پیاله د ارغواني شرابو هلته چپه سوې وي .
دا څومره عالي تشبهات دي او د کلام ټاکل ئې او هر یو ئې پر خپل ځای داسي ایښي ته به وایي،چي د چټي پېغلي دغاړي هاردی .

پورته څو بیتونه چي موولوستل د پښتنو شاعرانود شعري احساس او نازک خیالۍ څرګنده ونه کوي په رښتیاسره هم ددغو شاعرانو دهرغزل منځپانګه چي راواخلې زړه وړونکې ده او په ډېره اوچته مانائې ویلی دی، چي په هغه کي دشعر ښکلا، دشعرپیغام، دشعرمنطق، دشاعر احساس او نازک خیال اوبیا دشعر بحر،قافیه،نظم او وزن ټوله پکښې سنجول سوي دي .
خو لنډه ئې دا چي په رښتیا ئې شعر ویلی دی .

لیکونکی محمدسرور وکیلي

 اخځونه :
۱ :- وکیپیدیا
 ۲ :- دشاعرانو خپل دیوانونه