دپېښور نه دنندارې راپور :
داوه ويشتو کلونو وروسته دااونۍ دتورخم په پوله دافغانستان درى سوه درى جرمني ماډل بس اودپاکستان دهينو ماډل بس په اوړېدو اوراوړېدو پيل وکړ ،چې په دې بسونو کې دجلال ابادنه پېښور ته اوله پېښور نه جلال ابادته مساپرين وړل راوړل کيږي - ددې سلسلې موافقه تېره مياشت په اسلام اباد کې ددواړو هيوادنو ترمنځ لاس ليک شوه چې په دې موافقې کې دپېښور او جلال اباد ترڅنګ دکوئټې اوکندهار ترمنځ هم دبسونو دتګ راتګ موافقه لاس ليک شوه خواوس ويل کيږي چې دکندهار اوکويټې ترمنځ دبسو نو لړۍ به دوه مياشتې وروسته پيل شي - همداراز دولتونو موافقه وکړه چې په دې بسونو کې مساپرين بايد ويزه او پاسپورت هم دسفر په وخت کې له ځان سره ولري-
دمارچ په پنځه لسمه دجلال اباد نه لومړى درى سوه او درې جرمنى ماډل بس چې دافغانستان اوپاکستان دوستۍ او ورورولى پټۍ يې په مخ لګېدلې وه اودګلونو هاريې له ځانه سره لېږداوه ، اوترڅنګ يې په بس کې پنځه دېرش دولتي چارواکې اوغير دولتي خلک سواره وو په تورخم راواوښت - په تورخم کې دپاکستان ددولتي چارواکواوعاموخلکوله خوايې ښه استقبال شو - وروسته يې دخېبر لاره رالنډه کړه او دپېښور په پرس کلب کې دصوبه سرحد دترانسپورت وزېر اخترنواز اونوردولتي چارواکو له خوااستقبال شو - وروسته دافغانستان دترانسپورت معين نذير حسرت اودجلال اباد دښار دترانسپورت رئيس عبداله وفا اڅکزى چې دافغانستان ددولت نماينده ګي يې کوله په پېښور پرس کلب کې ديوې غونډې په ترڅ کې خبريالانو ته ددواړه هيوادونو دلادوستۍ او ورورولۍ په اړه يې ويناوې وکړې -اوهمدارازدسرحد دترانسپورت وزير اخترنواز هم دخبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل -
نن دمارچ په اولسمه دپاکستان لومړنۍ هينو ماډل بس چې پنځوس نفره دولتي چارواکي اوغير دولتي خلک ورکې سواره و و،دبس په مخنۍ شيشې باندې يې دمشرف عکس هم لګېدلى و، اوهمدارازد افغانستان اوپاکستان دوستي دې ژوندۍ وي،ترعنوان لاندې پټۍ هم پرې لګېدلې وه - له پېښورنه دسهار په نهو بجو دتورخم په لوري يې حرکت وکړ ، دخېبر ترمزل وروسته په تورخم واوښت چې په تورخم کې دافغانستان ددولت دچارواکواوعاموخلکو له خوا ښه بدرګه شو وروسته دافغانستان په وخت په دوه نيم بجو دجلال اباد په ښارکې ودرېده -
وروستي لاس ته راغلي راپورونه وايي چې په جلال اباد ښار کې دپاکستان بس سرويس ته دروند هرکلى ويل شوى دى -