نغمه خبري غونډې ته څرگند شوه.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 6193
رحيم ګل څاروان
دخبریدو نیټه : 2006-03-18

دهیواد وتلې او نامتو سندرغاړې ښاپیرۍ نغمه نن دوه نیمې بجې دکابل په سیټي سنټر ماڼۍ کې گڼ شمیر خبریالانو ته څرگند شوه او دزړه خواله یې ورسره وکړه.

له اغلې نغمې خبریالانو پوښتنې کولې او نغمې ورته ځواب وایه لومړی هیواد ته دهغې دراتگ په مهال دخوښۍ دڅرگندولو په اړه ترې وپوښتل شول نغمې په ځواب کې وویل چې ډیره خوښه ده هیواد ته ستنه شوې او دخوښی راز یې له څیرې هم بریښي.

 دوهمه پوښتنه ترې یوه خبریال دا وکړه چې له منگل سره یوځای ده او که نه؟

نغمې تر ډیره بریده ددې پوښتنې ځواب ونه وایه او دا یې هم وویل چې پوره شپږ کاله کیږي له منگل سره یې گډې سندرې ندي ویلي او له منگله دجدا کیدو او له هغه  سره دگډ ژوند په اړه یې نور څه ونه ویل او دا کار یې شخصي کار باله چې باید په شخصي کار کې څوک باید لاس وهنه ونکړي.

اغلې نغمې دا هم وویل چې څلور اولادونه لري.

دهیواد دهنري اړخ په اړه نغمې وویل خوشې دماشومانو لوبې ورته دا مهالیزه موسیقي ښکاري او هغه رښتینی رسالت ددې مهال موسیقۍ له لاسه ورکړی.

نغمه داریانا تلویزیون په بلنه کابل ته راغلې او دنوي کال دنوې ورځې درادبره کیدو لامله به یوه کنسرټ ته هم څرگنئ شي.

انځورونه : رحیم گل څاروان له اغلی نغمی سره