ريښتنې کيسه
دلته نفرت شته دی، خو مینه نشته، دلته ژوند ښه دی، ارام نشته، پرون ښه شړنګده واوره وریده، د
سړکونو هرې خواته اوبه ډنډې ولاړې وې، د پياده رو هر دکان ته مې سترګې پرانیستلې چې، څو هغه ځای پيدا کړم، چې خپل د سر ویښتان اصلاح کړم، خو د ډیر لالهانتیا وروسته مې د سقاوې دوکان پیدا کړ، خو د ننوتلو سره مې خپل جمپر د دروازې په لومړۍ برخه کې چې کوټ بند لپاره جوړ شوی و, راځړوند کړ. له ما څخه دوه کسان مخکې منتظر ناست وو، څو خپل ویښتان جوړ کړي، ځانته مې يوه پیاله چای راجوړ کړ، او د ټلویزیون مې کاته، د ماښام اووه بجې شوې وې او د روسیي په دولتي ټلویزیون (یو) خبرونه پیل شول.
د خبرونو لنډیز یې د د نړۍ ځواکمنو خلکو نوملړ خپراوه چې په لومړي سر کې د روسیي د هیواد مشر ویلاديمیر پوتین نوم راغی، د پوتین نوم په اورېدلو سره په سقاوه کې یو ډول شور شو، بس هرې خوانه په روسیي ژبه همدا یو غږ راپورته کېده، چې پزدراولیایو( مبارک مو شه ) بس یوې زړې ښځې چې دهلیز یې پاکوه په څېره کې د خوښۍ نښې له ورایه ښکاریدې.
بس زه هم د نورو نندارچیانو په شان ورته غوږ وم، چې دریم خبر کې یې د افغانستان په اړه یو رپوټ چمتو شوی و. هغه افغانان چې تېره ورځ د ترکیې په توره بحیره کې د کښتۍ د ډوبېده له امله وژل شوي وو. د هغوی یادونه یې کوله چې تراوسه پورې د شپږو کسانو جسدونه نه دي موندل شوي او د موندل شویو جسدونه به ډير ژر د افغانستان دولت ته وسپارل شي. بس په سترګو مې توره تپه تیاره شوه زړه مې ګډ وډ شو هغه چای مې ځای پر ځای پرېښود او د ښي خوا پر لورې مې سترګې واړولې او په سوچونو کې ډوب شوم چې دا به هم د چا بچي وي د چا د زړه ټوټه به وي اوف خدایه...
نو په همدې سوچونو کې ډوب وم چې یو غږ راوشو چې پریخادید(راځه) بس زه هم راولاړ شوم او په څوکۍ کیښناستم ورته مې ویل چې ویښتان مې ډير غټ شوي او فقد بغلونه او د څټ لخوا نه یې لږ راکم کړه چې د واوره وریږي ډیر غټ ویښتان ښه نه وي، بس هغه هم د سر په خوځولو سره وویل چې خراشو(ښه).
اول یې راته سر لوند کړ او بیا يې د بیاتي(قیچي) او ګومنځې ته ګوتې کړې او د ویښتانو په کمولو یې شروع وکړه، په دې وخت کې مې ناڅاپه د ښیښې په لاندۍ برخې سترګې ولګیدې چې د نړۍ بیلابیلو هیوادونو بانکنوټونه په کې ایښودل شوې وو، ډيرې مې سترګې اخوا دېخوا کړې، خو افغانۍ مې په کې پيدا نکړې، اخوا دېخوا کتلو له امله څو ځله یې راته سر راسم کړ، چې مه خوځيږه خو بیا به مې هم سترګې اخوا دیخوا اړولې، خو نور مې ورته زړه راتنګ شول ورته مې وویل ایا یوه پوښتنه کولی شم، هغه ښځې چې زما وېښتان راکمول نو خدای مې دې نه ګنهکاروي شاه خوا څلویښتو کلنو به وه نو راته یې وویل چې هو اجازه ده مهرباني وکړه، نو خپله خبره مې ورغبرګه کړه چې ډير مې وکتل چې د نړۍ بیلابیلو هیوادونو پیسې مو په ښیښه کې ساتلی د دې علت پوښتی شم!
زما د دې خبرې په اورېدلو سره موسکۍ شوه او زیاته یې کړه چې دا مې یوه مینه ده او غواړم چې د نړۍ بیلابیلو هیوادونو پیسې (نوټونه ) وګورم بس دلته چې هر یو راځي نو ګوري هر یو رانه همدا پوښتنه کوي چې پدې دومره نوټونو باندې څه کوې او څه لپاره دې په ښیښه کې بند کړی دي؟ نو زه ورته همدا یو ځواب ورکوم چې زه ورسره مینه لرم دا مې یو ارمان دی چې د نړۍ ټولو هیوادونو نوټونه وګورم. له ما یې پوښتنه وکړه چې ته دې کوم هیواد یې، په ځواب کې مې ورته وویل: زه د افغانستان یم د افغانستان په نوم اوریدلو سره ډير خوشحاله شوه او وېی ویل چې زما پلار هم افغانستان ته تللی وو او هلته په یوه شفاخانه کې ډاکټر وو هغه به هر وخت مونږ ته د افغانستان په اړه کیسې کولی چې افغانان ډير خواږه او میلمه دوسته خلک دي په خبرو خبرو کې مو بنډار ښه خوندور کیدو چې ناڅاپه یې د خبر په اړه یې پوښتنه وکړه چې دا خلک ولې په بحیره کې ډوب شول ما یې خبره ورپرې کړه، چې تا خو په خپله ښیښه د نړۍ بیلابیلو هیوادنو نوټونه ایښې دي ما چې څومره وکتل په دې کې خو د افغانستان نوټ نشته؟ نو راته یې وویل: تراوسه پورې مې د افغانستان نوټ نه دی پیدا کړی چې پيدا مې کړو نو دا مې درسره وعده ده چې د نورو نوټونو په منځ کې به یې ږدم، همدې خبرې په اوریدلو سره نیغ راولاړ شوم او ورته مې ویل چې زه په منډه بیرته راځم او د افغانستان نوټ درته راوړم، راته یې وویل چې اوس ناوخته دی د سر یو بغل دې جوړ او بل دې همداسې ببر پاتې دی اول دې ویښتان جوړ کړه بیا لاړ شه، نو زه هم په خپله خبره ټينګ ولاړم چې هر څنګه وي زه خامخا ځم بس جمپر ته مې ګوتې کړې او په منډه منډه مې د موټرو تم ځای ته ځان ورساوه، موټر کې نیغ سپور شوم او د کور په لورې خوشې شوم په لاره کې مې سوچونه وهل چې د اطاق په کومه برخه ګې به د افغانیو نوټ پروت وي.
پنځلس دقیقې وروسته کور ته ورسېدم د بوټانو سره په کوټه کې کله یوې خوا لاس په المارۍ کې اچوه کله بلخوا، کله کتاب لټوه او کله کتابچه، خو بالاخره د پنځه سوه افغانیو نوټ مې پیدا کړ دا هغه نوټ وو چې زه کله مسکو ته نوی نوی راتلم په بیګ کې مې میده کړې نکریزې پرتې وې هغې باندې یې د افغانستان د ګمرګاتو یو مامور د نسوارو ګمان کړی و، په رشوت کې یې رانه د پنځه سوه افغانیو رشوت غوښتنه کړې وه چې بیا مې ورته د زرو نوټ ورکړی و، او پنځه سوه یې راته بیرته راکړې وې، بس نوټ مې د جمپر مخامخ جیب ته کړ او له کوره راوتم بس ځان مې سقاوې ته ورساوه چې کتل مې په دروازه یې لیکلی وو چې وخت پوره دی خو دننه هماغه زړه ښځه چې اطاق یې پاکوه، هغه ناسته وه هغه ته مې دروازه وډبوله راته یې وویل چې وخت پوره دی سبا ته راشه ما ورته وویل چې دغه نوټ واخله او هماغې ښځې نښې نښانې مې ورته بیان کړې او ورته مې وویل چې هغه ته یې بیا ورکړه او ورته وایه چې سبا زما راتګه پورې په خپل یادګاري ښیښه بند کړي، زړی ښځې سره مې خداې پاماني وکړه او د کور په لورې روان شوم بس د سر یوه برخه مې جوړه او بله مې ناجوړه وه لاره کې مې له یو دکان څخه د ژمي خولۍ واخیسته او سر مې په کې پټ کړ، نن مازدیګر چې له کاره رخصت شوم نو نیغ هماغه سقاوې ته لاړم چې کله ورداخل شم نو اخوا دېخوا مې ډير وکتل خو هغه پرونۍ ښځه مې ترسترګو نه شوه خو چې کله مې هغه ښيښې ته وکتل چې په کومه ښیښه کې یې نوټونه ایښې وو د هغو نوټونو په منځ کې زما د پنځه سوه افغانیو نوټ هم ایښودل شوې و، خو ډير زیات خوشحاله شوم خو چې کله مې د هغې ښځې په اړوند پوښتنه وکړه چې څه شوه نو هغه زړی ښځې په ژړغوني غږ وویل چې نن غرمه د ډوډۍ خوړولو وروسته یو دم راپرویته او خپل ژوند یې د لاسه ورکړ