خلیل الله سروري :
بادام ګل مشاعره د ۱۴۸۴ كال د كب پر ۲۷ مه د شنبې په ورځ په زابل كي جوړه شوه .
دا دوديزه مشاعره د تېرو درو كلونو راهيسي په زابل ولايت كي د هغه ځاى دمېشتو آزادو فرهنګيانو له خوا جوړېږي، چي د سمبالښت چاري يې هلته د مېشتي ترنك ادبي ټولني پر غاړه وي، سږكال هم دا مشاعره د زابل ولايت او شاوخوا ولسواليو سربېره د غزني، هلمند، كابل، وردګو او كندهار ولايت شاعرانو او فرهنګيانو په ګډون د هغه ولايت په شېخ متي لېسه كي جوړه شوه چي سلګونو د شعر او ادب مينه والو او يو شمېر دولتي چارواكو هم برخه پكښي اخيستې وه .
د غونډي د لومړۍ برخي د ويناوو پر مهال د هغه ولايت د امنيې كومندان جنرال ملاخېل او له هغه ولايت څخه د مشرانو جرګې ته ټاكل شوي سناتور ډاكټر زلمي د دغه ډول فرهنګي هڅو د ملاتړ او همكارۍ ژمني وكړې . د ترنك ادبي ټولين مشر سيداجان غمخور د خپلو خبرو په ترڅ كي وويل چي كاشكي د زابل ولايت د اطلاعات او كلتور رئيس هم برخه لرلاى، ده زياته كړه چي دوى به په دې سيمه كي خپلو فرهنګي هڅو ته دوام وركوي وروسته يو په بل پسي شاعرانو د بادام ګل په اړه او هم آزاد شعرونه وويل چي د ګډونوالو په چكچكو او احساساتو بدرګه كېدل .
د مشاعرې غونډه د غرمې پر يوه بجه پاى ته ورسېده او مېلمنو د ترنك ادبي ټولني له خوا په باباولي هوټل كي په تياره شوې مېلمستيا كي ګډون وكړ.
|
|
|
| ||||
|
|
|
| ||||
|
|
|
|
|
|
|
| ||||
|
|
|
| ||||
|
|
|
|
|
|