هامبورګ : دخوږژبي شاعر عبدالباري جهاني سره يو ماښام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 6267
انجنير احمدالله شيري
دخبریدو نیټه : 2006-03-23

ګزارش - انجنير احمدالله شيري - هامبورګ
عکسونه : ښاغلی شيدا - هامبورګ
د مارچ د مياشتي پر ١٩ نېټه د جرمني د همبورګ په ښار کښي د ښاغلي عبدالباري جهاني د شعرونو د اورېدو په مناسبت يو زيات شمېر افغانان سره را ټول سوي وه . دا مجلس چي د ښاغلي اصغرخېل منګل له خوا مخته وړل کېده د افغانستان د پښتو او دري ژبو شاعرانو او اورېدونکو ګډون درلود او دمخه تر دې چي جهاني صاحب د خپلو خوږو شعرونو په اورولو پيل وکړي يو شمېر نورو شاعرانو د مجلس اورېدونکو ته خپل دري او پښتو شعرونه واورول . ښاغلي نصير احمد ملتهب په دري ژبه خپل ليکلئ شعر ولووست او همدا ډول ښاغلي سرتېر صاحب خپل خواږه شعرونه د مجلس ګډونکونکو ته و لوستل .
دغه مجلس د مازديګر پر پنځه بجې پيل او د شپې تر دولسو بجو پوري يې دوام وکړ . پدې مجلس کښي يو زيات شمېر خويندو هم ګډون درلود، چي د هغې جملې څخه پري ميوندي خپلي نوري خوندي په دغه ډول مجلسونو کي ګډون کولو ته تشويق او را و بللې او هم يې د ښځو د پاره د لا زياتو حقوقو ورکولو ته د مجلس د ګډون کوونکو د توجه غوښتنه و کړه .
ګلالۍ جليلي په دغه مجلس کښي اورېدونکو ته خپل ليکلئ شعر جي د ښاغلي جهاني په هکله يې ليکلئ وو ولوست .
ښاغلي جهاني په دې مجلس کښي د درده ډکي غزلي ، کيسې چي په شعر يې اړولي وې ، د عمر خيام رباعيات چي په پښتو ژبه يې ترجمه کړي وې چي ښاغلي نصير احمد ملتهب يې فارسي متن لوست او جهاني يې پښتو ترجمه لوستله د مجلس ګډون کوونکو ته و ړاندي کړل .
تر دې وروسته د افغانستان ځوان هنرمند او د ښاغلي ناشناس د سبک پيرو په خپل خواږه اواز کښي اوريدونکو ته د عبدالباري جهاني هغه شعرونه واورول کوم چي ده پخپله کمپوز کړي وه .
پدې مجلس کښي نه يوازي د همبورګ دښار اوسېدونکو افغانانو ګډون درلود بلکي د جرمني دنورو ښارونو او د اروپا د مختلفو هيوادو د افغانانو د کلتوري ټولنو استازو يا ګډون کړئ وو او يا يې خپل ليکلي پيغامونه را لېږلي وه . د هغه جملې څخه زمري محقق د ډنمارک د افغانانو د کلتوري ټولني له لخوا نه يوازي خپل ليکلئ مضمون درلود بلکي يو شمېر کتابونه يې د مجلس ګډون کوونکو ته د سوغات په توګه ورکړل .
د دغه مجلس ترتيب کوونکي د ټولو ګډون کونکو څخه زياته مننه کوي او هغو کسانو ته چي د مشکلاتو په سبب يې پدې مجلس کي ګډون نه وو کړئ خبر ور کوي چي د څو ورځو تر تېرېدو وروسته به د دغه مجلس ژوندي کليپونه په www.pashto.se پاڼه کښي وويني .

په درناوي
انجينير احمدالله شيري

IMG_0082 copy.jpg
IMG_0008 copy.jpg
IMG_0013 copy.jpg
IMG_0021 copy.jpg
IMG_0033 copy.jpg
IMG_0037 copy.jpg
IMG_0072 copy.jpg
IMG_0076 copy.jpg
IMG_0077 copy.jpg
IMG_0080 copy.jpg
IMG_0081 copy.jpg
DSC00450 copy.jpg
 
DSC00478 copy.jpg
DSC00486 copy.jpg
DSC00488 copy.jpg
DSC00490 copy.jpg
DSC00491 copy.jpg
DSC00492 copy.jpg
DSC00495 copy.jpg
DSC00497 copy.jpg
IMG_0007 copy.jpg