ګلونه په لمبوکې /غفور مهدي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62737

دخبریدو نیټه : 2015-01-08



 ـــــــــــــــــــــــــــ
 شعر او شاعري که لوي کمال او هنر دی خو يوه داسې الهي برخه هم ده چې خداي پاک (ج) يې هر چا ته نه په نصيب کوي همدا وجه ده چې هر چا ته شاعر ويل هم سمه خبره نده.
زه پخپله هم يو داسې څوک یم چې له دې لوي نعمت بې برخې يم او که څه موده وړاندې مې يو نیم مات ګوډ شعر ليکلی وي ، هغه د زور شاعري وه او دغه ټکی خو هر چا ته جوت دی چې په زور کلي نه کيږي ځکه خو شاعري هم لاره رانه بېله او زه دې ته اړ شوم چې د نورو قدرمنو شاعرانو له شعرونو خوند او عبرت واخلم.
د ادب په نړۍ کې مې شعر خورا زيات خوښيږي ځکه شاعر د ټولنيز ژوند تل ته ننوتلی وي او په خپلو خوږو لطيفو ، زړه راښکونکو او عبرتناکو جملو او الفاظو کې داسې نظرونه وړاندې کوي چې د انسان په روح او روان ژور اثر ښندي.
مخکې مې يادونه وکړه چې شاعر نه يم خو په شعر پوهېږم ځکه یوه نړۍ شعرونه مې لوستي او بيا خو د وياند او ژورنالېست لا هم له دې ټولګي سره زيات سرو کار وي.ش
 د شعر لوستل او دېکلمه هغه څيزونه دي چې له اته ویشتو کلونو راهیسې مستقیمآ ورسره بوخت یم ، ځکه خو د خوست ځوان شاعران چې نن شهکاري کوي راته وایي چې مهيدي صاحب ستا د شعر لوستنې ، دېکلمې او تشرېح برکت دی چې د خوست په راډيو کې دې پر مخ بېول او د هغې د اغېز وجه وه چې له مونږ نه شاعران جوړ شول.( دا زما لپاره د لوي فخر او ویاړ خبره ده.
خبرې به نه اوږدوم خو دومره به ووایم چې که د شعر او شاعری اغېز نه وای ما به په خپلې راډیو د چنار نوم نه اېښوده چې هغه بیا د ستر کاروان صاحب د شعرونو اډیال دی.
ښاغلی بادشاه الدین مشکور چې څه موده وړاندې یې له کابله راته ټلفون وکړ ، له روغبړ وروسته یې هیله وکړه چې که په ” ګلونه په لمبو کې“ شعري ټولګه څه راته ولیکي.
باور وکړی چې بې حده وارخطا شوم او حیران شوم چې زه خو شاعر نه یم نو څه به ورته پرې لیکم کله چې نوموړي شعري ټولګه زما لاس ته راغله نو ومې لیدل چې د کوزې پښتونخوا وتلی شاعر رحمت شاه سایل او منلی او مهربانه کاروان صاحب سریزې ورته پرې لیکلې نو لاره رانه ورکه شوه چې اوس خو لا ګرانه شوه.
بیا مې زړه په زړو رنجو کې وتاړه او په لیکلو مې پیل وکړ خو هغه خو هغه زمانه مې هم سترګو ته نېغه راغله چې د ادب پېژندنې په ډګر کې مې د روسي کلاسیکو او انقلابي شاعرانو لکه ایوان تورګینف ، لیوتلستوي ، پوشکین او مکسیم ګورکي اثار لوستي وو، کوم چې تر دې دمه هم د ټولو د ژبو پر سر وي که څه هم له هغې مخکې مې تر دوولسم ټولګي پورې د افغاني معارف د نصاب سره سم د پښتو او دري ژبو وتلي شاعران لکه خوشحال خان خټک ، رحمن بابا ، حمید بابا ، کاظم خان شیدا ، احمد شاه بابا ، فردوسي او مولانا جلال الدین محمد بلخي لوستي وو کوم چې له شکسپیر سره د پرتلې وړ دي خو د ګران مشکور چې د شعرونو ارزونه راته ګرانه وه.
ښاغلی مشکورصیب چې نږدې له لسو کالو راهیسې د یوه ځوان شاعر او ژورنالیست په صفت پیژنم ، دده شعرونه او ترنم زما د خوښې باعث شویدي .
د ده د کلماتو ادآ ، جملات ، نېک خوي او خصلت له مینې ډکه راشه درشه او په نزاکت ولاړ برخورد هغه څه دي چې ده ته یې د یوه ښه سړي شخصیت ورکړی دی
 مایې ټول کتاب ولوست ، هر شعریې د لوستلو دی په کلام کې یې ځانګړی منطق ، حکمت او راز پروت دی.
الله ( ج ) ، د هغه خوږ رسول (ص)، ګران هیواد افغانستان او په هیواد کې میشت وروڼه ملیتونه ، هغه څه دي چې د مشکور صیب په شعرونو کې یې وتلي انعکاس موندلی دی.
مشکور صیب په هیواد کې د بل هر افغان په څیر له روان جنګي ناورین پوزې ته راغلی او سوله یې په خورا خوږو الفاظو کې راوړیده . مینه ، پښتني دود او دستور یې له پامه ندی غورځولی او هڅه یې کړې چې په خپل کلام کې ټول پټ رازونه را وسپړي.
ښاغلي مشکور صیب د افسانوي کیسو اتلان هم ندي هیر کړي او د هغوي له اتلولۍ ، مینې ، ځوانۍ حسن او حالاتو یې پرده پورته کړي چې دا یې زما د لا پام وړ ګرځیدلی دی.
په هر صورت !
مشکور زما لپاره د شعر پهلوان او اصیل افغان پدې دی چې په خټه درې ژبې دی او په پښتو شاعری کې یې شاهکاري کړیده ځکه داسې پښتو ژبي ادیبان به لږ پیدا شي چې دده غوندې په تول پوره په دري ژبه شاعري وکړي او دده دغه جوهر سړی دې ته اړ باسي چې ضرور یې ولولي.
دلته د ”مشت نمونه خروار“ په توګه دده له کتاب څخه یو څو شعرونه راوړم .
شاعر ته وطن خورا ګران دی او په لنډو الفاظو کې د هیواد پلازمینه کابل په لنډو ټکو کې راوړي.
زما دلبر زما جانان کابله
 خدای دې ودان لره ودان کابله
 د افغانانو ګستان کابله
 خدای دې ودان لره ودان کاله
 مشکور صیب ته مینه هم خوند ورکوي او د خپل بې وسه زړه بړاس داسې وباسي
 زړګیه ستا د بې وسۍ سندرې چا ته وکړم
 د خپلې مینې لیونۍ سندرې چا ته وکړم
 چا چې مې زړه په یوه نګاه د سترګو رپ کې یوړو
 د هغې شوخې غرڅنۍ سندرې چا ته وکړم
 د آدم خان غوندې رباب کې غږوم رازونه
 زه مې د خپلې درخانۍ سندرې چا ته وکړم
 سوله چې د بشریت د بقا یوازینی اصل دی ، مشکور صیب ورته تږی دی او داسې یې راوړیده
 په سوله کې ژوندون په جنتونو کې ژوندون دی
 چې سوله نه وي بیا په دوزخونو کې ژوندون دی
 مونږ قدر هیڅ د سولې او د امن کړی ندی
 دا ځکه خو زمونږ ستاسو اورونو کې ژوندون دی
 کوم قوم چې د سولې پلویان ندي مشکوره
 د هغې خلکو تل په عذابونو کې ژوندون دی

 د نازک خیالی مهم ټکي هم مشکور صیب ندي پرې ایښي او هڅه یې کړې چې د یار د سپین رخسار ، مین زړګي شنه خالونه او تصور په شاعری کې راټول کړي او د زړه بړاس داسې انځور کړي
 ګلونه پاڼې پاڼې ګلابونه پاڼې پاڼې
 په سپین رخسار دې جوړ کړه شنه خالونه پاڼې پانې
 مین زړګی زما په رپیدو شي چې یار راشي
 وجود باندې مې اوري سره اورونه پاڼې پاڼې
 مشکور په تصور کې تصویرونه جوړوم ستا
 په ذهن مې را اوري ستا خیالونه پاڼې پاڼې
 مخکې مې هم یادونه وکړه چې مشکور صیب په وطن او قومي یووالي خورا مین دی او پدې خوږو الفاظو کې یې داسې انځوروي.
زه افغان یم افغانان را باندې ګران دي
 د دې خاورې فرزندان را باندې ګران دي
 که ازبک دی که پښتون دی که تاجک دی
 خدای خو شته چې په یو شان راباندې ګران دي
 پشه یان که ترکمنان که بلوڅان دي
 دي مې ټول برادران را باندې ګران دي
 شاعر ته کله چې له مودو مودو راهیسې یار نه وو راغلی او کله چې وصال ته رسیدلی ، د بېلتانه څپو ځپلی او خپل درد داسې بیانوي.
لامې سترګې مړې نه وې په دیدار د ستا
 نا ګهانه بېلتون راغی شوم کنار ستا
 لکه ابر چې په مخ د سپوږمۍ راشي
 زلفې داسې را خورې شوې په رخسار ستا
 پرهرونه به مې بیا د زړه تازه شي
 ای طبیبه رانه مځه یم بېمار ستا

 په پای کې مشکور صیب داسې ښکاري چې تصوف ته به هم مخه وکړي ځکه په ښکاره داسې بریښي چې مین غواړي هغه هم ددې دنیا معشوق ، خو په نهایت کې یې د پښې اوږدې غزولي لکه چې وایي:
نه په دې دنیا دولت ډیر
 نه په هغه دنیا حورې
 زه خو تا له خدایه غواړم
 چې لاس پورته په دوعا کړم

 په ډیره مینه او خلوص
 محمد غفور ″ مهیدي″
خوست
2013-11-05