بروکسل : د عبدالباري جهاني سره يوماښام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 6311
عبدالله احسان
دخبریدو نیټه : 2006-03-29

عبدالله احسان بروکسل بلجيم

په بلجيم کي د افغانانو دکلتور ، مرستي او پيوستون ټولني له خوا د روان زېږديز کال د مارچ پر پنځه ويشتمه نېټه چي د شنبې ورځ وه دماځيګر پر پنځه بجې دپښتو ژبي دخوږژبي شاعر عبدالباري جهاني سره يوماښام تر سرليک لاندي په زړه پوري ادبي غونډه جوړه کړه .

دا غونډه چي د ليکوال اوشاعر ښاغلي حاجي امين باوري له خوا پرمخ بېول کېدله ،  د بلجيم په پلازمېنه  بروکسل  کي جوړه شوې وه .  نژدې دوه سوه تنو د جهاني صاحب دشعر مينه والوبرخه لرله ، دې غونډي ته په اروپا کي دافغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې مشر ليکوال او څېړونکي ښاغلي زرين انځور ، د افغانستان د کلتوري ودي ټولني د فرانکفورټ د څانګي مسول ښاغلي عاشق الله غريب ، په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني په استازيتوب ښاغلي نظيف تکل ، په کندهار کي د بېنوا فرهنګي ټولني په استازيتوب عبدالله احسان او يو شمېر نورو ليکوالو ، شاعرانو ، فرهنګپالو او د جهاني صاحب مينه والو برخه اخستې وه .

غونډه  دماځيګر پر پنځه بجې  د اسماني کتاب (  قرآن عظيم الشان  ) د څومبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه او وپسې ښاغلي حاجي امين باوري دغونډي برخه والو ته د ښه راغلاست په ويلو او پرانستونکي وينا په اورولو سره دغونډي لمړۍ برخه ( مشاعره ) پيل کړه . ښاغلي حاجي امين باوري د پرانستونکي وينا پر مهال د جهاني صاحب ژوند ليک په لنډ ډول ولوست ، او همدا ډول يې د ښاغلي جهاني پر خپرو شويو اثارو په لنډيز څو خبري وکړې . تر دې وروسته عبدالله احسان په کندهار کي د بېنوا فرهنګي ټولني ، ښکلا مجلې او بېنوا ويبپاڼي دکارکوونکو په استازيتوب د بېنوا فرهنګي ټولني پيغام ولوست او دغو درنو شاعرانو خپل شعرونه او ادبي ټوټې واورولې :

ښاغلي مبارز څاپی شعرونه ، ښاغلی عزيز خوارمل دجهاني صاحب په اړه ادبي ټوټه ، ښاغلي ماخان شينواري  څو خبري ، ځوان شاعر وحيدالله وحيد شعرونه ، ښاغلي نظيف تکل شعر ، ښاغلي حاجي امين باوري شعر ، ښاغلي عاشق الله غريب شعر ، او ښاغلي کبير کمال څو شعرونه واوروله .

تر دې وروسته د پښتو ژبي د مخکښ شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني څخه هيله وشوه چي ستېج ته تشريف راوړي او دغونډي برخه والو ته خپل زړه وړونکي شعرونه په خپل ږغ کي واوروي . که څه هم چي له پيل څخه ټوله مشاعره په تودو ولولو او نيکو احساساتو بدرګه کېدله خو د جهاني صاحب شعرونو پر ټوله غونډه خپل جادويي اغېز شېندلی و ، کله به داسي چوپتيا شوه چي د هغه د چا خبره د مچ بوڼ به نه اورېده کېده ، او کله به د وا وا ، دغه يو ځل بيا وواياست  . . . .    يو ځل بيا    ، ،  ږغونو چوپتيا ماته کړه . جهاني دغونډي برخه وال په خپل هغه ځانګړي حکمت چي خدای پاک د جهاني په قلم او شعر کي ايښی دی کله د قاف غرونو ته بېول او کله يې د شېرپور او نوشېروان ترخې او خوږې خاطرې وريادولې . ښاغلي جهاني په دې غونډه کي ازاد ( سپين ) شعرونه ، غزل او هغه نظمونه واوروله کوم چي يې له پخوانيو کېسوڅخه  په شعر اړولي دي . تر پوره يو ساعت پرله پسې شعرونو ويلو وروسته تفرېح اعلان سوه، تر ډوډۍ خوړلو وروسته لمړﺉ ښاغلي روښان احمدزي د ښاغلي جهاني څو شعرونه په ډېر ښکلي ږغ او خاص انداز سره دکلمه کړه ، او ورپسې يو ځل بيا ښاغلي جهاني ته بلنه ورکړه شوه چي د خيام د رباعياتو ژباړه په خپل ږغ کي واوروي ، دښاغلي جهاني سره يو ځای ښاغلی محبوب احمدزاده  ته هم بلنه ورکړه شوه چي د خيام يوه يوه رباعي ( څلوريزه ) ولولي .

ښاغلي جهاني او ښاغلي احمدزاده څنګ تر څنګ کښېنستل ، نژدې پنځه څلوېښت دقيقې لمړی ښاغلي محبوب د خيام رباعي ويله او بيا به ښاغلي جهاني د هغې شعري ژباړه ويله ، هره رباعي ( څلوريزه ) د غونډي د برخه والو له خوا په تودو چکچکو ( د لاسونو په پړکا ) بدرګه کېدله ، نژدې د هري څلوريزي د پارسي او پښتو دواړو د بيا بيا اورېدلو هيله کېدله .

دماخستن پاو کم لس بجې وې چي د خيام د رباعياتو او د جهاني د ژباړل شويو څلوريزو برخه پای ته ورسېده . کله چي ښاغلی جهاني او محبوب د ستېج څخه د تالار لاندنۍ برخي ته راتلل ، دا وخت د غونډي  برخه والو په ډېرو ګرمو ولولو او تودو احساساتو بدرګه کاوه ، په احترام  په تالار کي ټول ناست کسان پر خپلو ځايونو ودرېدل ، ښاغلی جاجي امين باوري چي دغونډي چلوونکی او وياند و دمايکروفون خواته راغی او غوښتل يې له جهاني څخه مننه وکړې ، جهاني صاحب چي تالار ته يې مخ  او  ورو  کښته کېدﺉ لاس  په سلامي خپلي چوکۍ ته روان و . جهاني صاحب له ټولو برخه والو او کوربنو څخه مننه وکړه او ټول پرخپلو ځايونو کښېنستله  .

نژدې لس بجې وې چي د موسيقۍ برخه چي د هيواد خوږ ژبي سندرغاړي يارمحمد په ږغ ښکلې وه پيل شوه ، ښاغلي يارمحمد د هيواد دستر شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني څو نوي او زاړه شعرونه د موسيقۍ په څپو کي اورېدونکو ته ډالۍ کړه ، د خوست ، پکتيا او ننګرهار زلميو په اتڼ کي برخه واخستله او همدا ډول د امريکا د ټکساس دايالت څخه راغلي سندرغاړي ښاغلي شابرات هم د ښاغلي جهاني څو شعرونه او هغه غزل چي وايي ( ځوانه دا څوک يې ګولۍ اوروې ) په خپل ښکلي ږغ کي واوروله . شپه نېمايي ته رسېدله چي په بلجيم کي د افغانانو د کلتور ، مرستي او پيوستون ټولني د مشرتابه له خوا له ټولو مېلمنو او ښاغلي جهاني ته د اوږده او له خوښيو ډک ژوند په دعا سره پای ته ورسېده .

يادونه : بېنوا فرهنګي ټولنه په بلجيم کي د افغانانو دکلتور، مرستي او پيوستون ټولني له چارواکو : ښاغلي نجيب احمدزي ، الحاج امين باوري څخه په منني سره ، د افغاني کلتور دبډايني په لاره کي د لا ډېر برياليتوبونو غوښتونکې ده .

انځوريز راپور

( عکس اخستونکی : عبدالله احسان )

بېنوا ويبپاڼه غواړي د ښاغلي جهاني صاحب ښکلي انځورونه تاسو ته ډالۍ کوي .

که غواړﺉ پاڼه بنده نه شي نو پرعکسونو کليک مه کوﺉ !

 

 

 

د ښاغلي جهاني د انځوريز البم د نورو عکسونو ليدلو د پاره دا ځای کښېکاږي