فضل الغني پښتوشرح قدوري ۵ سبق :
« یاایهالذین آمنوا اذاقمتم الي الصلوة فاغسلواوجوهکم وايديکم الي المرافق وامسحوابرؤسکم وارجلکم الي الکعبين » .الاية .
ټکي په ټکي ترجمه :
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ) اي هغه کسانو( آمَنُوا)چي ايمان راوړي دۍ دوي (إِذَا)هغه وخت (قُمْتُمْ) چي اراده وکړي تاسي دولاړيدو (إِلَى) و (الصَّلَاةِ) لمانځه ته (فَاغْسِلُوا) نوپرې مينځۍ ( وُجُوهَكُمْ) مخونه ستاسي (وَ) او (أَيْدِيَ) لاسونه (كُمْ) ستاسي ( إِلَى)تر( الْمَرَافِقِ ) څنګلو پوري،مراددادۍ چي سره له څنګلو (وَ) او (امْسَحُوا) مسحه وکړۍ (بِرُءُوسِ)په سرو (كُمْ) ستاسي (وَ)او،يعني اوپرې مينځۍ (أَرْجُلَ) پښې (كُمْ) ستاسي (إِلَى)تر (الْكَعْبَيْنِ) بجلکو پوري. مراددادۍ چي سره له بجلکو[ المائدة / ۶ ] .۱ــ
پرله پسي ترجمه اوځيني داسي خبري چي هرڅوک په پوهيدای سي :
يعني اي هغه خلګوچي ايمان يې راوړی دۍ هغه وخت چي اراده دولاړيدووکړی تاسي ولمانځه ته ،اوتاسي بې اودسه ياست،نوبايدتاسي ضروربي اودسي له ځانه څخه لري کړۍ اودلري کېدوطريقه يې داده چي،،نوپرېمينځئ تاسي مخونه ستاسي اولاسونه ستاسي سره له څنګلواومسحه وکړۍ په سروستاسي باندي او،پرې مينځئ پښې ستاسي سره له دواړو بجلکو .
اوله خبر :
پوسه چي ځيني ملايان د«ياايهاالذين امنوا »ماناداسي کوي،اي هغه خلګوچي ايمان راوړيدئ تاسي،داصحيح نده ځکه دامانا به هلته صحيح وای که آيت داسي وای« يايهاالذين آمنتم» .
دوهمه خبر :
سوال : د،اذاقمتم» له جملې څخه خوداسي معلومېږي چي هروخت چي ولمانځه ته سړی ورولاړسي نوبيابه اودس کوي نوولمانځه ته ورولاړېدل خوهلته کېږي چي بالانوسړی په لمانځه شروع کوي نواودس خوبايدتردغه ولاړېدوله مخه لاسړۍوکړي،؟
جواب : علماووپه کتابوکي ذکرکړي دي چي که څه هم اصلي ماناد،اذاقمتم خوداده،کله چي ولاړسئ تاسي،خودلته يي ماناداسي ده،کله چي اراده وکړی تاسي دولاړېدو .
سوال : له دغه آيت څخه خوداسي فهمېږي چي هروخت چي سړی اراده دولاړې ولمانځه ته وکړي نواودس پرده باندي فرض ګرزي اوحال دادۍ چي اودس خوصرف هغه وخت فرض دۍ چي انسان بې اودسه وي؟
جواب : مفسرينواودفقهي علماووذکرکړي دي چي دلته په آيت کي داخبره ورسره لحاظ ده چي « وانتم محدثون» يعني هغه وخت چي تاسي اراده دولاړي ولمانځه ته وکړۍ په داسي حال کي چي تاسي بې اودسه ياست،اواصحاب الظواهرکوم چي وظاهردآيات اوحديث ته ګوري داسي وايي چي وهرلمانځه ته اودس کول فرض دۍ .
سوال : دغه آيت به څرنګه دليل سي دفرضيت داوداسه حال دادۍ چي دغه مبارک آيت مدني دۍ له هجرت څخه وروسته نازل سوی دی اولمونځ په مکه کي دمعراج په شپه فرض سوی دۍ نوکه داوداسه فرضيت په دغه آيت سوی وي نوبياخو به داخبره لازمه سي چي ترهجرت له مخه په مکه کي بي اودسه هم لمونځ رواوو .
جواب : فرضيت داوداسه دمعراج ترشپه لاهم ړومبی سويدۍ ځکه چي نبي عليه الصلوة والسلام اواصحابودده دمعراج ترشپه له مخه هم يوقسم لمونځ کاوه البته په دې کي اختلاف دۍ چي دغه لمونځ چي ترمعراج له مخه دوی کاووفرض وواوکه نفل ځينوويلي دي چي يو لمونځ له مخه ترلمرراختواوبل لمونځ له مخه ترلمرلوېدو فرض ووله وجي ددې قوله دالله پاک چي[وسبح بحمدربک قبل طلوع الشمس وقبل غروبها] .
سوال : په مکه مکرمه کي چه اودس فرض سوی وونودفرضيدودليل يې چيشي ووجواب دسِيَر علماووويلي دي چي دپنځو لمونځوله فرضيت سره سم دمعراج په شپه په تعليم دجبرائيل عليه السلام سره اودس هم فرض سو اوځينو علماووويلي دي چي اودس دمعراج ترشپه پخوالافرض سوی ووځکه چي ترمعراج له مخه هم نبي عليه السلام اواصحابولونځونه کول اودفرضوالي سبب يې داووچي تربعثت له مخه په قول مختاردَی مبارک عمل کونکی په شريعت دمخکي نبيانووويا په دې ډول چي دهرنبي دشريعت چي به کومه خبرورته رارسېدلې وه نوپه هغه بې عمل کاوه اويايې ديوه خاص نبي په شرعه عمل کاوه اودنبيانودټولوپه شريعت کي اودس وونوکله چي دَی مبارک نبي سواوداوداسه په باب دنسخي دليل ورته رانغی نوپه دې قاعده سره چي [شرع من قبلناشرع لنااذاقصه الله ورسوله من غيرانکارولم يظهرناسخه] .
پوسه چي ځينوعلماوويلي دي چي اودس له خصوصياتودمحمدي امت دی په نوروامتوکي نه ووالبته انبياوو به اودس کاوولکه چي په يوه حديث کي راغلي دي«هذاوضوئي ووضوءالانبياءمن قبلي»خوداخبره درسته نده بلکه اودس نوروامتوهم کاووالبته غُرَّت اوتحجيل تردې امت پوري خاص دۍ لکه چي دبخاري حديث دۍ «ان امتي يدعون يوم القيمة غرامحجلين من اثارالوضوء»ځکه چي اصل دادۍ چي کوم عمل چي په شريعت کي ونبيانوته ثابت وي نوهغه ددوی وامتوته هم ثابت ګرزي سره له دې چي له بي بي ساره رضي الله عنهااوله جريج راهب څخه ددوی داودسونقل راغلی دی اوچاچي داپرلغوي اوداسه حمل کړی دۍ نوداسره له ثبوته دشرعي اودس ونبيانوته بېخي بعيده خبرد
ه«سوال »چي فرضيت داوداسه په تعليم دجبريل عليه السلام سره ياپه شريعت من قبلناسره ثابت سوی دۍ نوبيامصنف رحمه الله څرنګه دغه آيت داوداسه دفرضوالي دليل ګرزه ولی دۍ
«جواب»څرنګه چي آيت مذکوره صالح داثبات دفرضيت داوداسه وواودارنګه په دغه آيت سره تائيددمخکي فرضيت سويدی اودارنګه دغه ايت ظاهراومعلوم دۍ وهرچاته چي قران خوانه وي اودارنګه ددې ذپاره چي داوداسه په باره کي وحي متلوه موجوده سي نوپه دې وجوهوسره مصنف رحمه هالله تعالي پرفرضيت داوداسه باندي په دغه آيت سره دليل نيولی دۍ
سوال»چي اودس ددغه آيت ترنازلېدوله مخه لافرض سوی وونوبيا ددې آيت نزول څه فائده وکړه«جواب»ددې سوال جواب په متعددوډولوورکړسوی دۍ
«جواب۱»مقصوداوفائده دنزول ددې مبارک آيت تاکيددفرضيت داوداسه دی
«۲،جواب»فائده دنزول دآيت داده چي دعلماودفاره داوداسه په احکامواومسائلوکي داختلاف لارخلاصه سي لکه ددلک اودموالات اودمرفقين اوکعبين دفرضيت اونه فرضيت مسئله اودارنګ د تيمم اودغسل په مسئلوکي اودارنګه چي داوداسه په ارتباط وعلماووته داستنباط داحکاموموقع پيداسي ،په تيمم دضياءکي له فوائدالهدايه څخه په نقل سره يوڅه بالااوياحکمونه داوداسه ذکرسوي دي کوم چي علماووله دغه آيت څخه داوداسه مستنبط کړي دي ،،نوربيا.،