ني د افغانستان د آزادو رسنيو ملاتړي
د رسنیو څار
عزيزالله حبيبي
د رسنيو څارونکي او څيړونکي:
رسني او د رسنيو کارکونکي د نويو ستونزو سره مخ کيږي او دغه ستونزي لا هم پسي پراخيږي، چي بيلګه په توګه په نيره مياشت کي د خبريالانو د وهلو ټکولو ، تحقير، تهديد او په بنديخانه ته اچولو او د رسنيو د جريمه کولو نوم اخيستلاي شو.
د افغان شخصي تلويزيون د بربنډه تصويرونو د خپرولو په تور ٧٠٠٠٠ افغاني جريمه کړاي سو.
د ولسمشر د دفتر د رئيس صلاح کار چي په عين حال کښي ئي په طلوع تلويزيون کښي کار کاوه په خپل رسمي کار کي د ستونزو سره مخ شو.
د نارج مياشتني مديرمسئول بي له دي نه چي کوم تور باندي ولګيږي ٢٣ ورځي ئي په بندي خانه کښي تيري کړي.
د ننګرهار ولايت د خوګيانيو يه ولسوالي کي د ملي تلويزيون آنټن په يوه چاودنه کي ړنګ کړاي سو.
د هرات ولايت د ورستيو ګډوډيو په ترځ کي خبريالان وهل ، ټکول ِ توهين ، تحقير او اخطار ورکړ سوي دي.
د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالي د صلح راډيو خبريال ونيول سو.
د صوتي او تصويري رسنيو شمير زياتيږي او د هغو د نشراتو سيمه پراختيا مومي.
1. د افغان تلويزيون جريمه د ٥٠٠٠٠ نه ٧٠٠٠٠ ته لوړه سوه:
د افغان خصوصي تلويزيون چي د شکايتونو د څيړني او د رسنيو د سرغړونو د رسيدګي کميسيون له خوا د بربنډه او غير اخلاقي تصويرونو خپرولو په تور په ٥٠٠٠٠ افغانيو جريمه محکوم سوي وو ، پس له هغه نه چي د دغه تلويون رئيس احمد شاه افغانزي د ياد سوي شمير پيسو د ورکولو نه ډډه وکړه نو د غه مسئله د نموړي کمسيون لخوا وه څارنوالي ته وسپارل سول او هغو هم په خپل وار سره دکابل ولايت د عامه امنيت په محکمه کي د افغان تلويزيون په وړاندي د دعوا اقامه وکړه. د محکمي په ناسته کي چي د ١٣٨٤ کال د کب (حوت ) ٨ نيټه ترسره شوه ، افغانز پر ده باندي تپل سوي تورونه رد کړل او وه ئي ويل ( زموږ د تلويزيون خپروني د نورو تلويزيونونو د خپرونو سره هيځ کوم توپير نلري هغه ځه چي موږ نشروو نور ئې هم نشروي ) افغانزي زياته کړه چي د افغانستان په قانون کي هيځکله اخلاقي د غيري اخلاقي او لوځ د پټ نه په دقيقه توګه نه دي تعريف سوي ، د همدارنګه د رسنيو د قانون نه د سرغړوني د ځارني کمسيون په افغانستان که د جاري قوانينو تر پښو لاندي کولو تورن کړ او وه ئي ويل چي د اساسي قانون د ١٢٢ مادي پر بنسټ يوازي قضائيه قوه کولاي سي چي د جزاء حکم صادر کړي ، دا په داسي حال کي د چي د افغانزي په وينا نوموړي کمسيون بي له دي نه چي صلاحيت ئي ولري د افغان تلويزيون ئي جريمه کړي دي.
د افغانزي دغه ادعا د قضائي مقاماتو لخواهم د تائيد وړ وګرزيد. د دي و ځنګ ته افغانزي د ګمارل سوي ځارنوال لخوا ترسره سوي ځيړني هم تر پوښتني لاندي راوستي او هغه ئي يو اړخيزه وګڼلي او همدارنګه په دي محکمه کي د يوه نه د زياتو ځارنوالانو د حضور نه ئي هم اعتراض وکړ( د افغانزي په محکمه کي دوو ځارنوالانو پر ده باندي تور لګوي). افغانزي د محکمي د ناستي په ترځ کي د شکايتونو د څيړني او د رسنيو د سرغړونو د رسيدګي کميسيون دغه عمل چي افغان تلويزيون ئي ٥٠٠٠٠ افغاني جريمه کړي وو يو سياسي عمل وګاڼه او وه ئي ويل چي د اطلاعات ، فرهنګ او ګرزندوي وزير (د شکايتونو د څيړني او د رسنيو د سرغړونو د رسيدګي کميسيون) غواړي په دي ډول د ولسي جرګي نه د اعتماد رائه تر لاسه کړي.
د يادولو وړ ده چي د دي ټولو موضوعاتو سره سره په پاي کي د کابل ولايت د عامه امنيت محکمي د افغان تلويزيون جريمه د ٥٠٠٠٠ نه و ٧٠٠٠٠ ته لوړه کړي ، چي په مقابل کي افغانزي په خپل وار سره د محکمي دغه حکم و نه مانه او محکمه ئي په دي تورنه کړه چي د شکايتونو د څيړني او د رسنيو د سرغړونو د رسيدګي کميسيون لخو چي کوم قانون تر پښو لاندي سوي وو هغه ئي هيځ په نظر کي نه دي نيولي، او په دوهمه محکمه ( د استيناف محکمي ) غوښتونکي سو.
2. د ولسمشر کرزي د دفتر د رئيس صلاح کار خليل رومان پس له هغه نه چي د دولتي وظيفي په ترځ کي مزاحمتونه ورته پيدا سول د خپلي دندي نه ئي استعفاْْْء ورکړه :
خليل رومان د خپلي دغه دندي و ځنګ ته د طلوع شخصي تلويزيون سره هم د رسمي وخت نه پس کار کاوه.او همدارنګه د ده ليکني او مقالي په انترنتي سايټونو او چاپي خپرونو کي چاپ سوي دي.
د رومان په وينا په طلوع تلويزيون کي د ده کار او په مطبوعاتو که د ده چاپ سوي مقالي چي اکثراً ئي انتقادي ډول درلود د ولسمشر پر اطرافيانو باندي ښي نه لګيدي نو په همدي دليل ئي و ده ته په منظم ډول د دسيسو په جوړولو سره دي ته اړ کړ ترځو د خپل دندي نه لاس په سر شي. رومان وائي “ يوه ورځ چي غوښتل مي په خپل موټر کي ځان دفتر ته ورسوم د ارګ د دروازي امنيتي مسئولينو لخوا زما د موتر کارډ) ( CARD (چي د هغه کارډ په اساس ما کولاي سواي د خپل موټر سره د ګلخاني تر ماڼي پوري ځان ورسوم ) واخيستل سو ، چي د ځو ورځو نه وروسته مي د ډيرو ستنز په ګاللو بيرته لاس ته کړ ، مګر ځو ورځي وروسته يوځل بيا زه په خپله و خپلي شعبي ته د تلو په لاره کي تم کړاي سوم او د ځو ساعتونو لپاره په سړه هوا کي انتظار پاتي سوم، او بلاخره زما حوصله هم خلاصه شوه او بيرته خپل کور ته راغلم او استعفاء مي وليکل او ور وامي ستول”.
د رسنيو ځارونکي د ولسمشر د دفتر د رئيس جاويد لودين نه چي د رومان مستقيم رئيس دي د دي موضوع په هکله وپوښتل ، هغه په دنده کي د رومان د نه شتون نه د خواشني په ښکاره کولوسره دا تائيد کړه چي ځه ستونزي وي خو وه ئي ويل چي ستونزي دومره نه وي چي رومان استعفاء ورکړي . جاويد لودين زياته کړه چي شايد رومان د رسينو په ساحه کي کار تر دولتي کار د ده لپاره ښه ګڼلي وي او په دي ډول ئي خپله دولتي دنده خوشي کړي وي. جاويد لودين ووه يل چي موږ د رومان وه دي فيصلي ته احترام لرو او د ده استعفاء منل سوي ده.
کله چي د رسنيو ځارونکي په دي هکله د ولسمشر د امنيتي مسئولينو نه و پوښتل هغو د ځواب ورکولو نه ډډه وکړه.
3. د نارنج مجلي مسئول مدير ٢٣ ورځي په بندي خانه کي تيري کړي:
په کندهار کي چاپيدونکي مجلي نارنج مسئول مدير سيد احمد قانع ،٢٣ ورځي بي له دي نه چي کوم تور باندي ولګول سي په امريکائي بنديخانو کي چي د کندهار او بګرام په هوائي ډګرونوکي دي ، تيري کړي. سيد احمد قانع وايي "د لوي اختر په اول سهار چي ١٣٤٨ کال د مرغومي ١٩ سره سمون خوري زه او زما ٤ تنه نور ګاونډيان د امريکائي عسکرو لخوا ونيول سوو او زما کمپيوتر او تلفون ئي هم را نه ضبط کړ او د فبروري پر لمړي نيټه ئي يوازي زه خوشي کړم زما پاتي ځلور تنه ګاونډيان تر اوسه هم د امريکائي قواوو سره بنديان دي.
د قانع په وينا امريکائي عسکرو د ٢٣ ورځو په ترځ کي تر ١٥ واري ډير تر پښتونو لاندي ونيو بي له دي نه چي کوم ځانګري تور باندي ولګوي ، قانع زياته کړه “ د افغانستان د پوليسو د قانون د پنځويشتمي مادي پر بنسټ پوليس کولاي سي د جرم او مجرم د هر اړخيز کشف لپاره ،نيول سوي مظنون تر ٧٢ ساعتونو مودي پوري تر څارني لاندي ونيسي، زه نه پوهېږم امريکائي ځواکونو د کوم قانون پربنسټ تر ٢٣ ورځو پوري زه بندي کړم او پس له هغه ني بي له دي نه چي د بندکولو کوم دليل راته ووايي خوشي ئي کړم او دا ئي هم راته وويل چي په دي هکله و چاته د ځه ويلو نه ډډه وکړم”.
د کورني چارو وزارت وياند محمد يوسف ستانيزې هم دا تائيد کړه چي د افغانستان د پوليسو د قانون په اساس امنيتي ځواکونه نسي کولاي مظنون تر ٧٢ ساعته ډير د ځان سره وساتي .
په ده هکله مو د ائتلافي ځواکونو د مطبوعاتو مسئول مايک کودي نه وه پوښتل هغه وويل “ افغاني او امريکائي ځواکونو د کندهار په ښار کي د خپلو پلټنو پر محال يو زياته اندازه د بم جوړولو مواد وموندل چي د دغه موادو سره پنځه تنه چي سيد احمد قانع هم ورسره وو د ځيړنو لپاره ونيول چي په پاي کي دا معلومه شوه چي ده هغو د ډلي نه سيد احمد قانع بي ګناه دي نو هغه مو خوشي کړ. اما سيد احمد قانع د بم دجوړولو د لمړني موادو شتون رد کړ او زياته ېي کړه چي دغه نيوني د غلطو معلوماتو پر بنسټ چي امريکايانو ته ورکول سوي وه تر سره سول او ټول نيول سوي کسان ئي بيګناه وګڼل.
سيد احمد قانع د رسنيو د ځارونکي سره په يوه مرکه کي دا يادونه هم وکړل چي “ د دي نيوني سره د ده وه حيثيت ته ډير زيان ورسيد او د ٢٣ ورځو لپاره هم په بندي خانه کي وو او د حيثيت د بيرته اعادي غوښتونکي سو. کله چي د رسنيو ځارونکي دغه موضوع د ائتلافي قواوو د وياند سره شريکه کړه هغه وويل چي زموږ په قانون کي د داسي کوم شي وړاند وينه نه ده شوي.
4. د ننګررهار ولايت د خوګيانيو ولسوالي کښي د ملي تلويزيون آنټن تخريب سو:
هغه آنټن چي د ننګرهار ولايت د خوګياڼيو په ولسوالي کي ئي د ملي تلويزيون پروګرامونه خپرول د يو ځاي په ځاي سوي ماين په واسطه تخريب کړاي سو. د ننګرهار ولايت د راډيو تلويزيون د رئيس انجنير زلمي په وينا ١٣٨٤ کال د سلواغي (دلوي) په ١٨ نيټه د دري ماينونو په ايښودلو سره د ملي تلويزيون د پروګرامونو د خپرولو آنټن چي نوي په خوګيانيو ولسوالي که جوړ سوي او د هغه وه ځنګ ته يو جنراتور تخريب کړاي سو.
د ننګرهار تلوزيون په ٢٤ ساعته کي ٨ ساعته خپروني کوي چي دغه خپروني د سپوږمکي د لاري د دغه ولايت په ٧ ولسوالي کي د سميز آنټن د لاري خپريږي . چي په همدغه لړي که ورستي آنټن د خوګيانيو په ولسوالي کي د يوي هندي کمپني لخوا جوړ کړاي سوي وو خو تر اوسه پوري ترانسميټر نه وو باندي نسب سوي. د انجينير زلمي په وينا د دغي پيښي په پايله کي نږدي ٣٥٠٠٠ امريکايي ډالره وه دولت ته زيان اوښتي دي.
مګر د اطلاعاتو ، فرهنګ او توريزم وزير سيد مخدوم رهين د خبره رد کړه چي ګواکي دا آنټن دي د کومي چاودني په اثر ړنګ سوي وي بلکه هغه واي چي دغه آنټن بي له کومي باندني عامل نه ړنګ سوي دي .
او همدارنګه د په کابل کي امنيتي مسؤلين د دغه پيښي نه بي خبري ښودلي ده .
5. په هرات کي د خبريالانو وهل، ټکول ، توهين او تحقير:
د هغه ګډوډيو په ترځ کي چي د عاشورا د مراسمو په جريان کي چي ويل کيږي د شيعه ګانو او سنيانو تر مينځ د هرات په ښار کي رامنځ ته سول د دي و ځنګ ته چي د دغه ښار ځو ملکي اوسيدونکي ووژل سول او ځو نور هم ټپيان سول ، د هرات په ښار کي ميشت اکثر خبريالان د خپلي دندي د اجراا پر محال وهل سوي ټکول سوي او توهين ، تحقير او حتي د وژلو کوښښ ئي هم سوي دي.
په هرات کي د طلوع تلويزيون د خبريال محمد رضا شير محمدي په ه وينا د دغه ولايت د امنيه قومنداني د يو لوړ پوړي چارواکي لخوا وهل سوي دي او ځو واري د مرګ ګړاښ ورته سوي دي ، د طلوع تلويزيون د رئيس سعد محسني په وينا شيرمحمدي دي ته مجبور کړاي سوي دي چي د يوي خاصي ډلي په طرف داري ګزارش ورکړي.
مګر د کورنيو چارو وزارت وياند محمد يوسف ستانيزي دا خبر رد کړه چي ګواکي محمدرضا شير محمدي دي چا وهلي وي او وايي چي داسي کومه واقعه قطعاَ نه ده پيښه سوي.
همدارنګه د هرات په ولايت کي د پژواک خبري آژانس خبريال احسان سروريار ادعا کوي چي د هرات د امنيه قومنداني د يو لوړپوړي چارواکي ( چي د هغه نوم هم يادوي ) لخوا هغه وخت ووهل سو چي د پوليسو او مظاهره کونکي تر ميانځ د اخ او ډب نه ئي عکسونه اخيستل ، بيا هم د سروريار په وينا دي د هرات د امنيه قونداني په شا او خوا کي د ځو مسلحو کسانو لخوا چي د پوليسو جامي ئي په تن کي وي تر مرګوني بريد لاندي راغي او د تفنګچي ځلور ډزي باندي وسوي خو ده ته کوم زيان وانوښت. په اوسني حالت کي سروريار د دي له بيري چي بياهم کوم بريد باندي وسي په کابل کي ژوند کوي.
در رسنيو څارونکي دا موضوع هم د کورني چارو وزرات د وياند محمد يوسف ستانيزي سره شريکه کړه هغه وويل “ احسان سروريار يو معامله ګر انسان دي “ ستانيزي زياته کړه “ د سروريار نه د يوزيات شمير کسانو د شکايتونو پر بنسټ د ده دوسيه بشپړه سوي ده او په نژدي ورځو کي به محکمي ته وسپارل سي “ ستانيزي زياته کړه چي پر سروريار باندي نه چا ډزي کړي او نه هم چا وهلي”
سروريار د کورنيو چارو وزارت د وياند د پورتنيو ځرګندونو په هکله د حيرانتيا په ښولو سره وويل چي د هرات د امنيه قومنداني په ٥٠ متري کي پر ده بريد وسو او د ده په وينا د هرات د امنيه قومندان هم دغه موضو د يو خبري کنفرانس په ترځ کي ومنل او همدارنګه د هرات د امنيه قومنداني د کريمنال تخنيک آمريت هم دا تائيد کړي ده چي د ده پر موتر د تفنګچي ٤ ډزي سوي دي ، سروريار وايي “ زه نه پوهيږم چي د کورنيو چارو وزارت وياند ولي هغه نا سمي بولي.
په هرات کي د آزادي راډيو د پښتو ځانګي خبريال شرف الدين ستانکزي هم د نموړي ګډوډي په ترځ کي وهل او ټکول سوي دي او د ده د سپرلي موټر ته هم زيان اوښتي دي.
د دي وځنګ ته په هرات کي د آشنا راډيو د دري ځانګي خبريال مسعود حسن زاده هم دغه اخ او ډب په ترځ کي توهين او تحقير سوي دي.
د رسنيو څارونکي ته ده دي پيښو وه ځنګ ته د ځو نورو پيښو خبر هم را رسيدلي و ، خو کله چي و اړونده ارګانونوته د لا زياتو معلوماتو د لاس ته راوړلو لپاره مراجعه وسوه د هغو لخوا يا قطعاَ د پيښي نه انکار وسو او يا هم د رسنيو څارونکي ته وويل سوه چي دا پيښي دومره مهمي نه دي او د خپريدو ارزښ نه لري.
6. د جبل السراج د صلح راډيو خبر يال په کابل کي ونيول سو:
عبدالقدوس د پروان ولايت د جبل السراج راډيو خبريال د ولسي جرګي د يوي وکيلي د وژلو د کوښښ په تور د پروان ولايت د پليسو لخو د کابل ښار د دريمي امنيتي حوزي په ساحه کي ونيول سو . دا نيونه په داسي حال کي ترسره سوه چي عبدالقدوس د ني په موسسه کي” چي په افغانستان کي د آزادو رسنيو ملاتړي دي” دخبريالي په زدکړو بوخت وو. د پروان ولايت پوليسو بي له دي نه چي د کابل ښار د دريمي امنيتي حوزه مسئولين د دي عمل نه خبر کي په دي اقدام لاس پوري کړ، دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د پولسيو د قانون ٦ مادي پر بنسټ د يو سيمي پوليس نه سي کولاي په بله سيمه کي د مظنونينو په نيونه اقدام وکړي مګر په ځينو استثنائي حالاتو که چي هغه استثناات د همدغه قانون په ٧ ماده کي ذکر سوي دي. چي په دغه موضوع کي په قانون کي ذکر سوي هيځ استثنائي حالت هم نه وو. کله چي د رسنيو څارونکي د پروان ولايت د پوليسو نه د قانون د دغه مادي تطبيق وغوښت نو هغو و ده ته اختار ورکړ چي که وه موږ ته په دنده کي خنډ سي نو تا به هم بندي کو.
د ني موسسي اجرائيو رئيس عبدالمجيب خلوتګر د دي موضوع په هکله وويل “ کله چي د پروان ولايت د امنيه قومنداني د جنائي ځانګي منسوبين د عبدالقدوس د تسليم ولو غوښتنه وکړه نو موږ بي له ځنډه د کورنيوچارو وزارت د وياند او د وزير د دفتر د رئيس سره په تماس کي سوو، د کورنيو چارو وزير د دفتر رئيس د دغه وزارت د امنيتي معين د سکرتر د خولي را ته وويل سوه چي عبدالقدوس ور تسليم کړي. د دي ټولو خبرو سره سره د رسنيو څارونکي د پروان ولايت د امنيه قومنداني ته په مراجعه سره د عبدالقدوس د نيوني دليل وپوښت د پروان ولايت د امنيه قومندان ډګر جنرال مولانا عبدالرحمن سيدخيلي وويل چي د پروان ولايت نه ولسي جرګي ته استازي سامعه سادات باندي د تتم دري په سيمه کي بريد سوي وو چي په هغه کي د ميرمن سادات موتر چلونکي ټپي سوي وو مګر و دي ته کوم زيان نه وو رسيدلي ، په همدي اتهام موږ عبدلقدوس د تحقيقاتو لپاره ونيو.
د کورنيو چارو وزارت وياند محمد يوسف ستانيزي دا خبره تائيد کړه چي اصولا بايد په دغه موضوع کي دريمه امنيتي حوزه په جريان لويدلي واي.
په اوسني حال کي عبدالقدوس د پروان ولايت د ملي امنيت په څارنوالي کي تر تحقيق لاندي دي ، او د رسنيو څارونکي دغه موضوع د نژدي نه څاري.
7. د نوا راډيو او شمشاد تلويزيون خپروني شروع سوي:
يه روانه مياشت کي ګڼ شمير برقي رسنيو په کار پيل وکړ او يا ئي هم د خپرونو سيمي پراخي شوي.
د نوا نا دولتي راديو چي د صبا نشراتي موسسي په چوکات کي فعاليت کوي د ١٣٨٤ کال د دلوي يا سلواغي مياشتي پر ٢٦ نيټه پر١٠٣.١FM ئي نشرات په کابل او ځلور نورو ښارونو کي پيل کړه .د دغه راډيو امتحاني خپروني د ٤ مياشتو راهيسي جريان درلود. د نوا راډيو د رئيس محمد وحيد وقفي په وينا دغه راډيو په اوسني حآل کي د کابل برسيره په هرات ، بلخ، کندهار او ننګرهار کي نشرات لري او په نژدي راتلونکي کښي په ځو نورو ولايتو ته هم پراختيا ومومي. د همدارنګه زياته کړه چي د صبا نشراتي موسسه په نژدي راتلونکي کښي په نظر کي لري چي يو تلويزيون د باختر په نامه هم جوړ کړي. د وقفي په وينا نوا راډيو يوه فرهنګي او ټولنيزه راډيو ده چي د دوي اساسي موخه د افغاني فرهنګ پرمختګ او د افغانانو تر ميانځ د ملي روحيي را مينځ ته کول دي.
د يادولو وړده چي د نوا راډيو د يوي هالنډي موسسي او اروپائي اتحاديي په مالي مرسته جوړه سوي ده.
د دي نه علاوه د شمشاد خصوصي تلويزيون هم په خپلو امتحاني نشراتو پيل وکړ. د شمشاد تلويزيون د رئيس فضل کريم فضل وويل ؛ ما دغه تلويزيون په خپله شخصي سرمايه جوړ کړي دي او زما لومړني هدف د دي کار نه دادي چي دا اوسني شته فاصلي چي د ښارونو او کليو د اوسيدونکو تر مينځ د معلوماتو د شرکولو په واسطه د مينځه يوسم، او زموږ اصلي موضوع وي به د مدني ټولني پرمختګ ، د خلکو د عمومي معلوماتو لوړول ، اسلامي تعليمات ، د خلکو په ذهنونو که د بشري حقوق بنسټيز کول ، د واده او نکاح د مسائلو تشريح او د دي تر ځنګ به ځني تفريحي خپروني هم ولرو؛ د دي تلويزيون رئيس زياته کړه چي ډير ژر به خپل نشرات و نورو ولايتونو ته هم وغزوي.
همدارنګه د طلوع تلويزيون او آرمان راډيو هم خپل نشرات يه دوو نورو ولايتونو غزني او هلمند کي پيل کړه ، د دي نه مخکي دوي د کابل نه علاوه په ننګرهار ، بلخ، هرات ، کندهار ، کنر او خوست کي نشرات درلودل.
د طلوع تلويزيون او آرمان راډيو رئيس سعد محسني په وينا دو به ډير ژر خپل نشرات په زابل او کندز ولايتونو کي هم پيل کړي.
ني چي په افغانستان کي د آزادو رسنيو ملاتړي موسسه ده د سمنګان ولايت د صداي حقيقت ( د صداي حقيقت راډيو د سمنګان ولايت د ايبکو په ښار کي د انتر نيوز په مرسته د ٢٠٠٥ کال د دسامبر پر ٣١ نيټه چي د ١٣٨٤ کال د مرغومي يا جدي د لسمي سره سمون خوري پر ٩٨FM باندي خپل نشرات پيل کړي وه) راډيو سره د شپږمياشتني همکاري قرار داد لاس ليک کړ. د ني موسسي د راډيويي شبکي مسئول مير عبدالواحد هاشمي په وينا په دغو مرستو کي به تخنيکي ، مالي او د کاري وړتيا لوړول شامل وي. همدارنګه د ني اجرائيوي رئيس عبدالمجيب خلوتګر په دي هکله وويل ؛ د ني موسسه به تر راتلونکي شپږو مياشتو د دي نه علاوه چي د دغي راډيو و ځو کارکونکو ته معاش ورکړي ، تخنيکي مرستي به هم ورسره وکړي او د دغه رايو کارکونکي به په خپلو کورسونو کي تر روزني لاندي ونيسي . خلوتګر زياته کړه موږ کوښښ کو د صداي حقيقت راډيو سره د سوداګري په عرصه کي مرسته وکړو تر ځو دوي وکولاي سي پس له دي نه چي زموږ مرسته ختمي شي خپل نشرات په مستقلانه توګه پر مخ يوسي.
د هر ډول پوښتنو او معلوماتو لپاره لطفاَ په لاندني پتو باندي تماس را سره ونيسي:
عزيزالله حبيبي
تحليلونکي او د رسنيو د څار مسئول
ني- په افغانستان کي د آزادو رسنيو ملاتړي
azizullah@nai.org.af
panjwaey@gmail.com
د مبايل شميره :٠٠٩٣٧٠٢٩٣٩٧٠
جاويد احمد
د رسنيو ځيړونکي
jawid.ahmad@nai.org.af
1. د محرميت د ساتلو او امنيتي مشکلاتو په دليل چي د ويروني او تهديد د موضوعاتو د ګزارش ورکونکي په مقابل کي سته ، ني تر دي نه زيات نه وسواي کولاي چي نور تحقيقاتي کوښښونه تر سره کړي.
2. دغه خبرپاڼه د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالي پرمختيايي اداري د انتقالي ابتکاراتو د اداري لخوا د HAD-G-00-02-00066-00 د اعاني د شميري او د اروپايي ټولني د ASIE/2005/16775/106772 د مرستي پروسي د شماري لاندي جوړه سوي ده.
3. په دغه خبرپاڼه کي ورکول سوي نظريات د هغه په ليکوال پوري اړه لري او د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالي پرمختيايي اداري او اروپايي ټولني اړه نه لري.
4. په دغه ګزارش کي راغلي هيځ توکي د ني د اجازي نه پرته د چاپ اجازه نسته.