نن د شنبې ورځ د اپرېل د مياشتي اوومه نېټه د ماښام شپږ بجې د افغان سېنما تياتر مرکز خپله کلنيزه غونډه په داسي حال کي چي ډېرو درنو شاعرانو ، ليکوالو د جرمني د بېلابېلو ښارونو ګاونډي هيوادونو ( هالنډ او بلجيم څخه ) مينه والو ګډون کړی و ، د جرمني په لېور کوزن ښار کي ونمانځله .
د غونډي په لومړۍ برخه کي د ګران هيواد نامتو ليکوال او شاعر ډاکټر کبير ستوري په وير دعا ، دهغه په ټولنيز او سياسي شخصيت او انسانی عواطفو خبري وشوې او د هغه دشعرونو د مجموعې څخه يو څو شعرونه د بېلګي په توګه ولوستل شول . وروسته بيا د نوموړی مرکز مطبوعاتي مسول دغونډي اجنډا ګډون کوونکو ته واوروله او بر هغې هر اړخيزي خبري وشوې .
بيا د افغان سېنما تياتر مرکز ريس افغان فلم جوړونکي او د اريانا نړيوال تلويزيوني چينل ريس ښاغلی واحد نظري د مرکز د جوړېدو څخه تر اوسه د ټولني د کارونو په اړه د غونډي برخه والو ته ګزارش وړاندي کړ . همدغه ډول پر مالي چارو او تشکيلاتي برخو هراړخيزي خبري وشوې او په دې هکله په راتلونکي کي نوې دندي ورپه ګوته شوې . همدا ډول د افغان سېنما تياتر مرکز د غړيتوب جوړ شوي کارتونه د نوموړي مرکز دمشرتابه او درنو مشرانو هر يو واحد نظري ، زرين انځور ، محمداجان يار ، عاشق الله غريب ، محمدامين باوري ، مطيع الله روفي ډاکټر صاحب ظاهر حاذق ، همايون عاطفي ، انجنير فريدالله ساپي او نجيب شفقيار له خوا په خاصو مراسمو کي غړو ته ورکړل شول . د غونډي په پای کي د نومړي مرکز له خوا په ترتېب شوې مېلمستيا کي ګډون کوونکو د ماښام ډوډۍ وخوړله . د غونډي مراسم د ماخستن د لسو بجو شاوخوا پای ته ورسېده .
انجنير فريد الله ساپی