د ارواښاد کبيرستوري جنازه خاوروته وسپارله شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 6551
نصير ستوری
دخبریدو نیټه : 2006-04-10

ستر پښتون، سیاستوال، د پښتنو د قامي وحدت سر لښکر، څېړونکی ، لیکوال، شاعر، او د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند مشر ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری دروان کال دوری د میاشتی په ۱۷ نېټه د جمعې په ورځ چې ۲۰۰۶ ع کال د اپریل د اوومی نېټی سره سمون خوري د کونړ ولایت پوري تړلی د خاص کونړ ولسوالۍ د تنر په کلي کې په خپله پلرنۍ هدیره کې په ډیر درناوي سره چې ګڼ شمیر سیاستوالو، پوهانو، لیکوالانو، شاعرانو، او د ستوري په زرګونو مینه والو د اوښکو په تویولو سره خاورو ته وسپارل شو.  

د پښتونخوا خبريال له کنړ څخه