د عزيزاحمد خوارمل ژباړه دلمړی ځل دپاره دامریکی مطبوعات د((سیمون هرش )) له خولی
سپینه ماڼۍ دایران پراټومي مرکزبمباري ته ځان چمتوکوي !
بوش د((ایران کنترول)) داسي یوعمل بولي چې دده په نوم به په تاریخ کې ثبت سي اوپدې باوري دی که دی دغسي کار ونکړي ،نوهیڅ بل داسي جمهوررئیس به نه دجمهوریت غوښتوونکونه اونه ددموکراتونونه به داعمل په زړه ورتوب سره به ترسره نکړي! دبوش له دې جملې څخه دامریکې بهانې اودخبروموضع دایران داټومي مرکزدبمباردیدو دپاره دادی : دامریکې داطلاعاتوپربنسټ دنطنزپه اټومي ودانییوکي (۵۰۰۰۰) پنځوس زره سانتریفوژونه ترمځکي لاندي په ژورځای کي موجودي دي چې دشلو(۲۰) هستوي خولې ګګو دیورانیوم دغني کول اوذخیره کول دپاره بس دي .
په داسي حال کي چې یوشمیرنظامي اوامنیتي اړوند پلاوي دملي امنیت دشورااودسپاه پاسدارانو دقوماندانانودشورادغړوڅخه،دعلي خامنه اي په امراودستورپه واشینګتن کي دسپیني ماڼی سره دیوې کړکۍ دخلاصولودپاره دخبراتروپه انتظارکي دی،دنیویورکرمجلې دلمړي ځل دپاره په ډیرصراحت سره دایران داټومي مرکز دبمباردیدو په هکله لیکلي . نیویورکرپه خپل یوه ګڼه کي داپریل پر(۷)اوومه نېټه داسي ولیکل :
دبوش دولت قصدکړی دی چې دایران اټومي مرکز په پراخه پیمانه سره بمباردکړی .اودبوش دولت په خپلوبمباردیدوسره دایران دمشکوکوهستوي ،اټومي ټول وداني،جوړښتونه ،ساختمانونو اومرکزونه به له منځه یوسي .
په دې مقاله کي نامتوورځپاڼه لیکوونکی «سیمورهرش» ولیکل:
په سپینه ماڼۍ کي بوش اونورکسان دایران جمهررئیس احمدي نژاددیوداسي کس په حیث پیژني چې دادلف هیتلرپوتانسیل لري . یوامریکايي جګپوړي چارواکي بېله دې چې دځان نوم واخلي اوځان راوپیژني وویل :
په سپینه ماڼۍ کي دغسي یوه څېړنه داحمدي دنژادپه هکله شته دي .
دپنتاګون یوبل مشاور هم وویل : سپینه ماڼۍ باورلري چې دحل یوازنۍ لاره دایران دواک په جوړښت کي بدلون دی ياني جګړه !
سیمون هرش دامریکې دامنیت اواطلاعاتوده یوپخواني چارواکي له خولې وایې چې هغه پرایران باندي دیرغل اوعملیاتو پلان یې لیدلی دی چې خورا ستراولوی تهاجمي یرغل اودعملي کیدووړوباله . هغه وایي دنظامي بمبارویودوامداره پلانیزه یرغلونه دایران ددولتي چارواکو تحقیرییدل دي اوخلک به په دې وتوانیږي چې ددولت پرضد ښورښ وکړ اوددولت په منځه وړلوکي ګامونه اوچت کړی .
نیویورکرلیکي : په دغه ورستیو اونیو کښي جمهورئیس یو شمیرلیدني اوکتني اومهمي خبراتري یې دایران داټومي مسایلوپرسر دیوڅوتنوسناتورانواودکنګرې داستازوسره لرلي چې یودموکرات سناتورهم په دې کتني کي حضور درلود.
دامریکې یولوړپوری چارواکی وایې : دایران پرضد داټومي وسلو څخه داستعمالولودوړاندیزه څخه ، دامریکې یوشمیرنظامي جګپوړوچارواکودغه وړاندیز نه دی منلی ،حتی دامریکې داردویو شمیر جګپوړي افسرانوداسي ویلي دي که پرایران باندي دیرغل په وخت کي داټومي وسلوڅخه کار واخیستل شي موږ به دخپلو دمقامونواودندوڅخه لاس واخلو .دوی ویلي دی که داټومی وسلوداستعمالولو پردغه طرحې چې پرایران باندي عملي کیږي بل یو نوی نظروړاندي نسي دوی به خپل ځانونه له دندونه کوښه کړي .
دپنتاګون مشاور وایې : دنظامیانوپه منځ کي داټومي وسلواستعمالول دنورو ملیتونوپه وړاندي په امریکې کي دغه رنګه نظروجودلري ۰
یوشمیرمشاورینوداپه جدي توګه په ګوته کوي اواخطارورکوي . دغه یرغل به دیوځنځیري عکس العمل پیل به په نړۍ کښي دامریکیانواودامریکې ددولت په وړاندي به وي اودحزب الله دقدرت اخیستلو سبب به هم وګرځې . یوبل مشاورپه دې هکله داسي وایې کله چې عملیاتوته ورننوتلواوورداخل سولودایران لویدیزي سیمي به لکه شمعي روښانه شي .
یوه بله اطلاعاتي سرچينې په ډیرواحساساتواووهیجاناتوسره دیوې غیرنظامي جګپوړي لارښود له خولي یې ویل :بوش کاملآ ډاډمن دی چې ایران تر هستوي بمباریو لاندی راولو اوبایددغه کاروشي اوبوش باوري دی چې هيڅ دموکرات او جمهوریت غوښتوونکی راتلوونکی جمهوررئیس به یې په اجراکولوجراات ونلري . دغه جګپوری چارواکی اضافه کوی:
دبوش دپاره د« ایران کنترول » هغه پیل دی چې په تاریخ کې به یې نوم ثبت سي ،دامریکې داطلاعاتو پربنسټ دنطنزپه اټومي ودانییوکي دپنځوسوو«۵۰۰۰۰» زروسانتریفوژ ونه دمځکي لاندی په ژورځای کې دې چې دشلو «۲۰»هستوي خولي ګګودیورانیمودغني کولو اودذخیره کولو دپاره بس دي .
هغه«سیمورهرش»دایران دبمباریدوپه هکله وایې:کله چې ما داخبرواوریدل زه شوکه سولم،سوچ مې کول چې دوی کوم شی دوده وی یا یې سوځوي او لوګې یې راباسي؟