نژدې پنځه زره كاله مخكې پښتانه چې د كسپين سمندرګي شا و خوا سيمو ته لېږدېدلي وو، له آمو څخه واوښتل او په بلخ كې چې هغه مهال د "بخد" په نامه ياد شوى، مېشت شول او وروسته بيا ورو –
دغو خلكو ځانونو ته پښتانه ويل، چې له پښت ( د دوى قوم) او يا بخد ( د دوى استوګنځى) څخه اخيستل شوى دى، ددوى ژبه پښتو وه، چې يوه لرغونې ژبه ده او د اريك (د اّريايايي ژبې يوه څانګه) ګڼل كېږي.
څرنـګه چې پښتو يوه لرغونې ژبه ده، نو همداراز يـې ادب هم لرغونى تاريخ لري. پښتو كلاسيك ادب د درېيو زرو كلونو په شاو خوا كې مخكېنى تاريخ لري. ليكنى (تحريري) ادب خو يـې دوه زره كلن ليكل شوى او ګړنى (شفاهي) ادب يـې تر كلاسيك ادب هم زوړ تاريخ لري.
پښتو ژبه سربېره پردې چې يوه لرغونې ژبه ده، علمي ژبه هم ده. دا ځكه چې علمي او ساينسي اصطلاحګانې په كې په پوره بڼه ادا كېدى او ليكل كېدى شي، له دې كبله د نورو ژبو په وړاندې يو ځانګړى مقام لري.
پښتو شاعري هم د امير كروړ له مهاله (۱۳۰۰) كلن زوړ تاريخ لري. البته د ارواښاد علامه پوهاند عبدالحى حبيبي په وينا دا لومړنى شعر نه دى، بلكې تر دې مخكې هم په پښتو كې شاعري شوې ده، ځكه چې دا شعر ډېر پوخ دى.
پښتو ادب او شاعري د سوري، غوري، غزنوي او لودي په دربارونو كې پالل شوى او پښتو ژبه خو تر ډېره حده د فېروزشاه، هوتكيانو او دُرانيانو په دربارونو كې د ارتباط ژبه وه، همدارنګه د پښتو ژبې لويو باچايانو هم په پښتو شاعري كړې ده، لكه حميد لودي، بهلول لودي، لوى احمدشاه بابا او داسې نور…
پښتو ادب هم د پښتو ژبې په شان لرغونى تاريخ لري، چې لوى استاد ارواښاد علامه عبدالحى حبيبي پر څلورو پېرونو وېشلى دى:
۱ـ تر اسلام مخكې پېر:
په دغه پېر (عصر) كې په تاريخي اّثارو اكتفا كېږي، ددغه پېر د داريوش د "هخامنشيانو" پاچا پښتو ډبرليكونه د يادولو وړ دي، ددې پېر پښتو ليكدود مېخي و، دغه اّثار خو يا د جګړو له كبله له منځه تللى او يا هم تر ځمكې لاندې ښخ دي.
۲ـ د اسلام له راتګه تر (۱۶۰۰) زېږدیز پورې:
دغه پېر له امير كروړ سوري څخه پيلېږي او په دې كې د لوئيك كهول شعري اّثار، پښتو شاعران: ابومحمد هاشمي، سروانى، حميد لودي، بېټ نيكه، شېخ بړېڅ، ښكارندوى، ملكيارغرشين، سيمني، قطب الدين بختيار، شيخ متي، بهلول لودي، شيخ ملي او داسې نور شامل دي.
۳ـ له (۱۶۰۰) زېږدیز څخه تر (۱۹۰۰) زېږدیز پورې:
دغه پېر د روښانيانو له غورځنګ څخه پيلېږي. ددې پېر په سياسي، اېډيالوژيك او ملي ادب كې كار شوي شاعران او اديبان: پيرروښان، رحمان بابا، خوشال خان خټك، حميدبابا، لوى احمدشاه بابا او داسې نور شامل دي.
۴ـ نننى پېر:
دا پېر له انګرېزانو سره په جګړو او د اّزادۍ په ګټلو سره پيلېږي، د دغه پېر په ادب كې د اّزادۍ، د هېوادنۍ مينې او پرمختګ اړخونه تر ډېره حده ترسترګو كېږي.
سرچینې:
۱ـ د پښتو ادبياتو تاريخ: علامه عبدالحى حبيبي.
۲ـ د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ: شهسوار سنګروال نيازى.
۳ـ سير ژورناليزم در افغانستان: پوهاند محمدكاظم اهڼ.
۴ـ د افغانستان د ژورناليزم مخكښان: محمدزرين انځور.
۵ـ بابا پښتو او پښتونخوا: عبدالغني غنو.
۶ـ زما ژوند او جد و جهد: خان عبدالغفار خان.
۷ـ پښتانه: حبيب الله تږى.
۸ـ تاريخ مشروطيت در افغانستان: علامه عبدالحى حبيبي.
۹ـ صحافت د ادبي بولان پس. پښتو روزنه: عبدالروْف بېنوا.
۱۰ـ افغانستان در مسير تاريخ: مير غلام محمدغبار