د روژې میاشتې پیشنمي ته پورته شوو،لمونځ یې وکړ،له خپلې کورنۍ سره یې په غذا خوړلو پیل وکړ، مور سره یې ډیرې خوږې خبرې کولې ،ناڅاپه یې ستونی له ژړا ډک شوو مورته یې وویل:
(( مورجانې یوازی په دې وچه ډوۍ به مونږ تر ماښامه روژه نیسو؟؟ ))
مور یې ورته وویل: ځویه! داهم شکر دی له دې دي بدتره نه وي.
د مورخبرې یې لا روانې وې ،چې جواد ورته وویل ، مورجانې سږکال له پوهنتونه هم فارغیږم یعنی وظیفه به واخلم او داستونزې به حل شي،همداسی راته وایې؟
دمورجانې زړه یې هم له خفګانه راډک شوو ، خو ځان یې کلک کړ او په مهربانه لحجه یې ورته وویل ، هو ځوی جانه همداسی وایم.
جواد ورته وویل، مورجانې ایا پوهیږې چې د اوس لپاره څه ارمان په زړه لرم؟؟
مورکۍ یې ورته وویل ، نه ځویه وایه څه ارمان لرې!
جواد خپلې خبرې ډیر د زړه په درد شروع کړې او داسی یې وویل:
اوس دا ارمان لرم ، چې د نن ورځي روژه ماتی مو د پیشنمي پشان نه اوسي یعني څه ناڅه غذا خو باید ورباندي موجود وي .
مورجانې یې له ډيره درده اخ ! وکړ ، او په دردجنه لحجه یې ورته وویل ، ځویه قصه کې یې مه اوسه هر څه به سم شي الله ج ته به صبر وکړواو اخروي اجر ته به یې په تمه شوو .
جواد ټینګار وکړ ورته وایې ، مورې نن ښار ته ځم چوک په چوک ودریږم کیدای شي یو څوک مې کار ته بوځي او لاس مزدوري راته پیداشي، دومره خوبه وشي چې روژه ماتی پرې برابر کړم.
موریې ورته وایې ، اول مه ځه او که بیا هم کار ته ځي ، ګوره د زړه سره ځان او روژې ته زیان ونه رسوی.
جواد ورته دتاییدۍ سر خوځوي یعني همداسی کوم .
جواد سهار وختي د کار په لټه د کوره ووتلو، دښار په بیلابیلو چوکونو ودریده خو کار ورته پیدانشوو،بیایی ځان سره وویل راځه له دوکاندارانو سره وګوره ، کیدای شي یوڅو روپۍ دکار په بدل کې راکړي ترڅو ننی ارمان پوره کړم نور ارمانونه خو هسی هم لا پاتې دي.
جواد د کار په لټه د سهار تر لسوبجو د ښارپه دوکانونو ګرځیده راګرځیده چې د کابل د زنبق څلور لارې ته په رسیدو د موټر بم چاودنه کې شهید شوو او ارمان یې ارمان پاتي شوو.