د زړه په اړه نوي حیرانوونکي ساینسي موندني ولولئ او ګوته په غاښ پاته سئ:
١. زړه خپل ځانګړی دماغ یا عصبي سيسټم لري!
لومړى ځل "د زړه دماغ" اصطلاح ډاکټر ج. اډریو آرمور په ۱۹۹۱ز کال کي وکاروله. آرمور وښووله چي څنګه د زړه پېچلي نیوروني سیسټم ځان د یوه "کوچني دماغ" په توګه ثابت کړ. "د زړه دماغ" هم عیناً د انسان د اعصابو په شان د نیورونونو، نیوروټرانزمیټرونو، پروټینونو او مرستندویه حجرو غوندي ځانګړي سیسټم لري. ياد سیسټم له عمومي اعصابو په مطلق خپلواکه توګه کار کوي او له خورا هراړخیزو حسي وړتیاوو څخه برخمن دی.
٢. زموږ د زړه درزا یا ضربان د مرکزي اعصابو د معلوماتو د جاجولو وړتیا تر مستقیم اغېز لاندي راولي. انساني زړه عیناً د دماغ غوندي ۴۰ زره نیورونونه لري چي بالکل مستقل کار کوي او مغز ته معلومات لېږدوي.
٣. د هر انسان زړه الکټرومګناټیک فیلډ یا برېښناييزه مقناطیسي سیمه لري. (برېښناییزه مقناطیسي سیمه هغي فزیکي ساحې ته ویل کېږي، چي په برېښنا چارج سوي ذرات یا شیان یې رامنځته کوي او د سیمې په دننه کي د دغو ټولو چارج سوو شیانو او ذراتو چلند تر تاثیر لاندي راولي.) دغه سیمه د څو فوټه په پلنوالي د انسان چارچاپېره راګرځېدلې وي. (اوسمهال د اندازه اخیستني د موجودو آلاتو توان همدوره دی، د سایسنپوهانو په وینا که وروسته نور پرمختللي وسایل تولید سي نو ښايي وښيي چي دا سیمه لا ډېره پراخه ده!) یاده سیمه د انسان احساساتو ته په پام بدلون کوي؛ یعني نور کسان کولای سي ستاسو د احساساتو څرنګوالی او نوعیت د هغي انرجۍ له مخي درک کړي، چي ستاسو زړه یې په همدغه برېښناییزه مقناطیسي سیمه کي خپروي.
٤. زړه د نیورونونو د داسي سیسټم درلودونکی دی چی د لنډمهالي او اوږدمهالي حافظې خپله ځانګړې وړتیا لري. مرکزي اعصابو ته له دغه سیسټمه لېږل کېدونکي سیګنالونه زموږ عاطفي تجارب هم مستقیماً تر اغېز لاندي راولي. (همدغه وجه ده چي د زړه ناروغانو د نوو زړونو تر خپلولو وروسته په زړه و ذهن کي د داسي سیمو، څېرو او ځایونو د ورګرځېدو رپوټونه ورکړي دي، چي دوی په خپل ټول ژوند هم نه ول لیدلي. خو وروسته څرګنده سوې ده چي یاده حافظه اصلاً د زړه ورکوونکي شخص له شخصي ژوند سره تړاو لري. علاوه پر دې، په دغو زړونو تر لاسه کوونکو کسانو کي خورا حیرانوونکي شخصیتي بدلونونه هم لیدل سوي دي او وروسته روښانه سوې ده، چي دوی د هغو کسانو شخصیتي عادات خپل کړي چي زړونه یې ورڅخه تر لاسه کړي دي. په دې اړه د ډېلي مېل يو خورا جالب راپور -د یوې نمونې په توګه- په دوهم کمينټ کي درسره ولولئ.)
٥. زړه اعصابو ته داسي سینګالونه استوي چي له موضوعاتو څخه د هغه د تعبیر قوت، عاطفي تجارب او په لوړه کچه یې فعالیتي وړتیاوي اغېزمنوي.
٦. زړه تر هغه ډېر معلومات اعصابو ته لېږدوي، چي دی یې په مقابل کي له اعصابو تر لاسه کوي!
٧. د مور په نس کي د ماشوم د بدني ودي پر مهال زړه آن د اعصابو تر جوړېدو ډېر مخکي لا په حرکت راځي.
٨. د مور عصبي څپې د ماشوم د زړه له ضربان سره آن هغه مهال هم همږغي کېدلای سي چي کله ماشوم له هغې څو فوټه لیري وي. (همدغه وجه ده چي ماشوم په ناخودآګاه توګه د خپلي مور شتون محسوسولای سي!)
٩. د زړه منظم او همږغی حرکت له اعصابو سره په خلاقیت و نوښت -او همدوی دواړو پوري د تړلو ستونزو په حلولو- کي ځانګړې مرسته کوي.
١٠. په زړه کي د مثبتو احساساتو په راپیدا کولو کولای سو د خپلو اعصابو د ښه او پر ځای پرېکړو د کولو وړتیا لوړه کړو!
١١. پر مثبتو احساساتو پر تمرکز کولو د بدن دفاعي سیسټم غښتلی کېږي.
١٢. مثبت احساسات د انسان په بدن کي داسي ګټور بدلونونه رامنځته کوي، چي له علمي اړخه په رواني لحاظ د ځانګړي اهمیت په سترګه ورته کتل کېږي.
١٣. منفي احساسات د انسان د بدن په عصبي سیسټم کي ګډوډی رامنځته کوي، مګر منفي احساسات بیا کاملاً سرچپه اغېز پر لري.
اوس به پوه سوي یاست چي الله تعالی ولي په قرآن کي بیا-بیا په بېلابېلو الفاظو او بڼو فرمايي:
"... لَهُمْ قُلُوبٌ لاَّ يَفْقَهُونَ بِهَا ... ژباړه: هغوی -له حقه منکران- د داسي زړونو څښتنان دي چي فکر او سوچ نه ورباندي کوي!" سورة الاعراف: ۱۷۹
سرچینه: د "هارټ مت انسټیټیوټ - HeartMath Institute" رسمي ویبپاڼه.
یاد انسټیټیوټ د آمریکا په کلیفورنیا ایالت کي له ۲۷ کلونو راهیسي د زړه په اړه په لویه کچه علمي څېړني کوي.