پښتني قبلې وپیژنۍ : ۱۴۰ برخه - ناغر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69048
ډاکټر لطیف یاد
دخبریدو نیټه : 2020-06-14


ناغر له آره غرغښتي پښتانه دي چې دخپل نیکه ناغردنامه په وجه دنا غرو په نامه سره یادیږي . دپښتنو د دودیزې شجرې له مخې دوی دغر غښت نېکه دزوی داني او لاده ده. دشجروپر بنسټ داني څلورزامن درلودل چې کا کړ ، داوی ، پڼي او ناغر ول ،ناغر بیا دوه زامن درلودل چې دیوه نوم یې یونس او دبل یې واماس یادومشت و.یونس شپږ زامن درلودل چې نومونه یې دادي :پلکټ ، میا ښا زوچې صوفی اوعابدانسان و،متارو او چیندران چې ددوو نوروزامنو نومونه یې دنسب په شجره کې نه دي راغلي .واماس شپږ زامن درلودل بهزاد ، برند ، ترک، رندک ، سلاح او عبدالرحمن. ویل کیږي جې دناغرو شمیر لس زرو کورنیو ته رسیږي،دوی زیاتره دجنوبي پښتونخوادموسی خیلو په ولسوالي ، کوټې او هم دسلیمان غره په بیلا بیلوسیمو کې میشته دي اولږ شمیر یې په افغانستان کې میشته دي،په پاکستان او هندکې هم یوشمیرناغر میشته دي .نا غرو پښتنو په پخوانیووختونو کې ډیرشمیراوښان اوآسونه درلودل .هغه پښتانه کو چیان چې آسترالیا ته تللي وو نو دنوروپښتنو کو چیانو په ګډون نا غر هم دخپلو اوښانو سره هلته تللي ول. دپښتانه دتاریخ په رڼاکې دتاریخ لیکوال بهادرشاه ظفرکاکا خیل لیکي: نا غریوه قبیله ده جې به کتهرانوورګډه شوې ده ، حال داچې دتاریخ حیات افغاني لیکوال محمد حیات خان بیا لیکلي دي چې دناغرو زیاتره برخه په کاکړو کې ورګډه شوې ده او د کاکړو پښتنو ددمړښاخ دناغرو سره یوځای اوسیږي .
ناغر دتاریخ په اوږدوکې :
----------------------------------------------
ناغروپښتنو په پیل کې کوچیا نی ژوند درلود اودډیرو اوښانواو آسونو خاوندان ول.دوی دخپلواوښانواو آسونو سره دسوداګریزو چارو دترسره کولولپاره هندوستان ته هم تلل راتلل. دوی یووخت نګاهه او سخي سرور ته نږدې غرنۍ سیمې په لاس کې درلودلې چې دسلیمان غره برخې ګڼلې کیدلې او بیا دغه سیمې په لویدیزه برخه کې دسره غردجنوبي لړیوسره نښتې وې . .ددوی په لویدیزاو شمال کې کانسي کتهران او دمیاڼه قومونه اوسیدل.ددوی په جنوب دکاچي اواره او میداني سیمه او په جنوب کې یې داندس دره او په ختیځه برخه کې یې دملتان دپنج ناد ولسوالۍ غرنۍ سیمې چې اوس بزدار ، کسراني ، کهوسه ، لغاري ،لاشاري ، بګهتي او مزاري بلوڅان پکې اوسیږي برتې وې . هغه وخت چې نا غر د پرمختګ په حالت کې وو نو دوی دانډس درې په ختیزو او جنوبي سیمو کې خواره شول او د هرنډ ، او کینډ کوټ سیمې یې هم تر خپلې ولکې لاندې راوستلې .دې سیمې ته دپني پښتنو تر راتګ دمخه دوی دبلوچستان اوارې سیمې سیوۍ ( سیبۍ ) هم تر خپلې ولکې لاندې کړې. دسیفي هروي دتاریخنامه هرات په قول د دوی داستو ګنې سیمه په دیارلسمه زیږدیزه /میلادي پیړۍ کې دمستونګ نه ترکوټې اوبیادسیوۍ پر لاره تر دوکۍ پورې دافغانستان دخاورې برخه وه چې مرکز یې مستونګ و. نا غر پښتانه دهندوستان دلودي واکمنانو په تیره بیا دسلطا ن بهلول لودي په پوځونو کې هم شا مل وو. کله چې دمغولوله خوا په هند کې دلودیانو دواکمنۍ ټغر ټول شو نودوی خپل اوښان اوآسان خرڅ کړل اودهندپه بیلا بیلو برخو کې میشته شول. همدارازدنا غرو دقبیلې ځواک هغه وخت کمزوری شو چې مغولو په ۱۵۹۴ او ۱۵۹۵ زیږدیزونو کلونوکې دوی په زوره دسیوۍ (سیبۍ )او سیت پور له سیمو وشړل اوناغرو دخپلومتحدینو پنیو چې هغه هم دپښتنو یوه قبیله وه اوددوی تربرونه وو اوپه قبیلوي اتحاد کې ورسره ګډ وودمغولي واکمنانو جهانګیر او شاه جهان له لاسه ماتې وخوړله او غرنیوسیمو کې خواره واره شول.

دپاکستان دپنجاب دهړنددسیمې ناغر:
-----------------------------------
هړند چې اوس دپاکستان دپنجاب ایا لت درجن پوره ولسوالۍ کې مو قعیت لري اصلي نوم یې هري نند و چې اوس ورته هړند وایی. د هند دمغولي واکمنانو په وخت کې دناغرو دقبیلې یوتن مشرعبدالفتح خان ناغرله افغانستانه راغی اوپه هړند کې مېشته شو. وروسته ددیره غازي خان دګورنر دسپارښتنې له مخې دی دهړند دسیمې لوی چارواکی وټاکل شو چې تراوسه پورې یې اولاده هلته مېشته ده.همداراز دپاکستان دکراچۍ او سندپه نوروبرخوکې هم ناغرپښتانه میشته دي.
دپاکستان دملتان دسیمې نا غر :
-----------------------------
کله چې دهند دپښتون واکمن سلطان بهلول لودي دواکمنۍ په وخت کې اسلام خان ناغر دملتان په جنوبي برخو په تیره بیا په سیټ پور ، مظفر ګړ ،دیره غازي خان اودسند په کاشمور باندې ولکه درلودله دا سیمې دسندیا دانډس پر ښۍغاړه پرتې وې .اسلام خان ناغر خپل دملتان دلنګها نه جلا کړ او په سيټ پور کې یې دیوه نوي خپلواک سیمه ایزحکومت بنسټ کیښود، خو میراني بلوڅان ډیر زردغې سیمې ته راغلل او له ناغرو سره یې جګړه پیل کړه چې دسیټ پور ، هرنډ او داجال سیمې یې لاندې کړې وې او غازي خان په ۱۴۸۲ زیږدیزکال کې دوی له دې سیمو وشړل او دناغرو دغه سیمه دلومړي اسلام خان دلمسی قاسم خان چې هغه جنوبي برخې په لاس کې درلودلې او په کین کې اوسیده او دده د وروراسلام خان تر مینځ چې شمالي برخو باندې یې ولکه درلودله اوپه سیټ پور کې اوسیده او له پخوانه یې دسیمې اوځمکوله کبله ورسره شخړې او لانجې درلودلې وویشله شوه،خوبیا دقاسم خان او اسلام خان تر مینځ دسیموپر سر جګړه رامینځ ته شوه .قاسم خان په خپلې سیمې کې مزاري بلوڅانو ته بلنه او لاره ورکړه چې دده سیمې ته راشی اودده سره دده دورور اسلام خان پر خلاف اتحاد وکړي .مزاري بلوڅو په شپاړسمې پیړۍ کې ناغر له کین نه وشړل او به هماغه وخت کې یې دسیټ پور سیمه هم په ۱۷۳۹ زیږدیز کال کې ددوی لاس ته ورغله .تردې وروسته مخدوم شیخ راجن دمیراني بلو څو مشرپه همدې ۱۷۳۹ زیږدیزکال کې دخپل لاسه وتلې سیمې بیرته ترلاسه کړې او ناغر یې له سیټ پور نه وشړل. کله چې په هند کې دروهیلکهنډ دسیمې نواب حا فط المک حافظ رحمت خان دافغانانو دانسا بو شجره ( خلا صة الانساب) لیکه نو دناغرود پاتې شونو او بقایاوو داستوګنې سیمې یې لا تر دې وخته په لویدیځ کې دکاکړو او دسند دبلو څو او په لویدیز کې ددیره غازي خان او او سني کهتران تر مینځ ښودلې وې .
دناغروپښتنو له مشرانو نه یو تن طاهر خان چې په سرورمشهور و په خپل ژوندانه کې یې خپل مزارجوړ کړ چې دغه مزار چې عالیشا نه ګومبده پرې جوړه شوې ده به سیټ پور کې اوس هم شته.
په هند کې مېشته ناغر :
------------------------
کله چې سلطان بهلول لودي په هند کې واکمني تر لاسه کړه نو خپل لمسی(دلورزوی) نواب یونس خان نا غر یې دهند د را جستهان په نهر واتي کې یې دیوې جګړې لپاره وګوماره او هغه دهغه ځای دراجا او دجود دراچپوتو سره وجنګید او دهغه ځای راجا ته یې ماتې ورکړه اوهلته دیوه افغان واکمن په توګه نواب شو.ترهغه وروسته دهغه زوی دلاورخان چې په ملک اسما عیل سره یې شهرت درلود دهغه ځای ناستی وټاکل شو.تر دلاورخان وروسته لاندنیونوا بانو پر هغه ځای کې واکمني کړې ده.علاء الدین خان ،قاسم خان ، حسین خان ، بالن خان ، دیوان قطب خان او ددغه ځای وروستنی نواب عبدالله خان .ناغرو پښتنو پر دغه ځای د۱۴۵۶ زیږدیز نه تر ۱۷۳۱ زیږدیزه پورې واکمني اونوابي درلودله او دهغو اولاده اوس هم په باګار ، جی پهاړي او اسلامپور کې مېشته دي.همداراز دهندپه راجواره ،کرولي او دهاریانا ایالت په روهتک نومي سیمه کې هم ناغر پښتانه میشته دي.دجنوبي هند په برار ، حیدراباد اودکن او دهند په نوروجنوبي برخوکې هم ناغر استوګنه لري.
------------------------------------------------
ما خذونه او سرچینې :
۱- تاریخ حیات افغاني ، ۲۵۷ مخ ، دمحمد حیات خان لیکنه ، دډاکټر لطیف یاداومحقق فرهادظریفی ژباړه ، دپیښور چاپ ، ۲۰۰۷ زیږدیز کال.
۲- پښتانه دتاریخ په رڼا کې۱۳۲۹ مخ ،سیدبهادرشاه ظفرکاکا خیل ، پيښور یونیورسټي بک ایجنسی ، ۱۹۶۲زیږدیز کال.
۳- صولت افغاني ، دزردارخان نا غر تالیف ، ۳۸۲-۴۰۵ مخونه ، کانپور، ۱۸۶۲ کال .
۴- پښتني قبیلې ، ۲۷۳مخ . دډاکټر لطیف یاد تالیف ، پيښور ، ۲۰۰۷ کال .
۵- نا غر ، دخان برمزید مقاله ، خیبر.اورګ سایټ، ۲۰۱۵ کال .