هند لیوالتیا ښکاره کړې چي په افغانستان کي خپل تړلی سفارت بیرته پرانیزي په همدې حال کي د هند د ولسمشر مخکني معاون حامد انصاري تيره ورځ رسنۍ سره په مرکه کي ويلي چي افغانستان کي د سفارت بندول غلطه پريکړه وه او هيله يي څرګنده کړل چي ژر به افغانستان کي خپل سفارت خلاص کړي