د بشري ټولني پارازیټونه – څلورمه برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69353
عبدالستار ایوبي
دخبریدو نیټه : 2022-03-08


دا سازمانونه یوازي په هغه ټولنو کي د اقتدار د جګړې د اورلمبو وژلو ته زمینه برابروي چي په دې پوه سي چي په هغه ټولنه کي د خپل یوه بنسټیز حق یعني خپلواکي مدعي نور نه دی پاته او هغه ټولنه نور د دوئ چور او چپاو ته لکه د بې څښتنه ډک کور اماده پرته ده. د یوه انسان د خپلواکي حق په دې معنا دی چي دی د نورو انسانانو سره د ځمکي د طبعي سرچینو په تصرف کي شراکتداره دی. کله چي دا شخص خپل د خپلواکي تر حق تیر سي نو بیا طبعاً د دې نړیوالو مافیاوو مریی دی چي د ده څښاک، خوراک، پوښاک، عزت، حیثیت، ملکیت، ژوند، مرګ ټوله د همد ې مافیاوو په واک کي دي. دا مافیاوي د خپلو لاسپوڅو افرادو او حکومتونو په هر صورت دفاع کوي تر هغه وخته چي اړتیا ورته ولري او د دوئ اړتیا نه ختمیدونکې ده. دوئ تر مرګه د دې مریي څخه کار اخلي. هو هغه مهال نور دا شخص د دوئ نه دی په کار چي کله یې خپله خپلواکي وغوښتله. د اسلام سپیڅلي مبین دین د مریيتوب پدیده بشپړ نه ده لغوه کړې، ځکه چي د ډیرو احمقو او کمزورو انسانانو پالنه د ډیرو ثروتمندو او زورورو لخوا د همدې مریي او بادار د تعلق په اساس کیږي او ډیر انسانان خپله خوښوي چي مریي یا وینځیاني و اوسیږي. د هغه په عوض یې پر بادار باندي د مریي یو شمیر حقوق تعین کړي دي. هغه دا چي مریی او مینځه د واده حق لري، د خپلو عوایدو د ملکیت حق لري (بادار تنها پر دې عوایدو باندي د مالیې د تعینولو حق لري). اسلام د مریي ازادول یو د ثواب کار بللی دی او امت یې تشویق کړی دی چي د مریانو په ازادولو کي مرسته وکړي. موږ کولای سو چي د صدقاتو پیسې د غاړو په ازادولو کي ولګوو. یو شی چي تل په مسلمانانو کي ډیر حساس پاته سوی دی، هغه د کافر مسلمان سوي مریان دي. مسلمانانو به حتی د هجرت څخه وړاندي کلونو کي هڅه کول چي د کفارو مسلمان سوي مریان په پیسو رانیسي او هغوئ ازاد کړي. دا چي موږ کله کله خبریږو چي اروپایانو پر افریقا بریدونه وکړل نو ډیر اسلامي هیوادونه یې هم فتح کړل او مسلمانان به یې مریان ګرزول. دلته د هغه وخت د قریشیانو مسئولیتپزیري تر سوال لاندي راځي چي همیش یې د پیغمبر ص سره د نیژدې والي له سببه د امارت د حق دعوې لرلي دي. چي هر ځای چي په غیر جنګي یا غیر بحراني حالاتو کي مسلمانان خپل مشر ټاکي نو یو شمیر غاښک (هغه د مخ دوه غاښه چي یې غټ وي) علماء کښیني چي وګورئ، که یو قریشي یا اهل بیت (سادات) موجود وي، حق اولیت و هغه نه ورکړئ. په هر صورت! کله چي د دې مافیایو غړی د کوم داسي جرم مرتکب سي چي جزاء یې د هغه هیواد په قانون کي مرګ وي، په هغه هیواد کي قاضي، څارنوال او واکمن ته امر کوي چي دا شخص وژغوره، او په ورته وخت کي چي عادي سړی ورته جرم وکړي هغه اعدامیږي. یعني د یو عادي مجرم موږ د سزا څخه په هغه صورت هم نه سو ژغورلای چي قانون ورته واړوو. خو د دې سازمانونو اجیر دنافذه قوانینو د قیده ښوی وځي. مثال؟؟؟؟ جنرال پرویز مشرف، عبدالفتاح سیسي، بشار الاسد...... ځکه نو دا خبره ډیره اړینه ده چي د ټولني خلګ د قانون څخه سرغړوني د نیژدې څخه و څاري. عاملین یې وپیژني او د هغوئ په سزا رسیدلو پروسه وڅاري. دا خبره ځکه ډیره مهمه ده چي په دې مافیاوو باندي روږد ډیر داسي د کرایي قاتلین سته چي د دې مافیاوو لپاره د قتل خدمات سر ته رسوي او د مافیاوو لخوا د قانون څخه ورکړل سوي معافیت څخه د لوچګي او د شخصي اهدافو لپاره د خلګو د حقوقو تر پښو لاندي کولو کار اخلي. د عصمتیانو او رازقیانو د مظالمو په شپو کي ډیر داسي اڅکزي وه چي د یوه ډیر ناچیزه دولتي موقف په مټ یې ستر ستر ظلمونه کول او د طالبانو په تیره دوره کي به چي هر نورزی د ملابخت ماد و د حافظ مجید آلو په شفتالو خپل وو نو ټوله کندهاریان به یې خپل مریان بلل.  کله چي د یوه هیواد ولس د خپلو داسي واکمنانو پر ضد عمومي پاڅون وکړي چي د هغه بقاء د دې سازمانونو اړتیا وي نو د هغه هیواد د خپلواکي مبارزې څخه د کرکټ ټیسټ سیالي جوړه سي. وروره یو وار خپلواکي غوښتونکي په څو ډلو وویشل سي، بیا نوي ډلي پکښي پیدا سي. بیا د دې ډلو څخه ځیني په خپل منځ کي سره وخوري. ځیني یې بیا پټ د ظالمو واکمنانو د استخباراتو سره معاملې پیل کړي. د حکومت پرزولو یوه رسمي نورماله پروسه پر غوایمه واوړي. یو مثال یې سوریه ده، بل مثال یې لیبیا ده او دریم مثال یې په مصر دی، څلورم مثال یې فلسطین، پنځم مثال یې الجزایر او داغسي پسي ورځه. حسن مبارک ملعون پر ضد ولس راپورته سو او پاڅون یې د عبدالفتاح السیسي ملعون پر واکمني پای ته ورسیدی. هو، دا یوه نورماله پروسه ده چي ولس ته داثابته سي چي واکمن فاسد سوی دی باید لیري سي او یا واکمن نظام ټوله فاسد سوی دی، باید د بیخه و ایستل سي. فساد په هیڅ صورت سره جواز نلري. لکه په یوه ټولنه کي چي یو شخص لوجګي پیل کړي، څو شریف اشخاص یې پر ضد باندي دریږي. چي څو اشخاص په اتفاق سره لوچګي پیل کړي ټوله قوم یې پر ضد باندي دریږي. کله چي یو قوم په اتفاق سره لوچګي پیل کړي، څو اقوام یې پر ضد باندي دریږي. او کله چي یو ملت لوچګي پیل کړي نو بیا ملتونه یې پر ضد باندي دریږي. دا ځکه چي د لوچګي سلوک د بشريت ټولنیز نظام لپاره د زهرو حیثیت لري، که دا ټولنیز نظام د یوه هیواد داخلي نظام فرض کړو، د څو هیوادونو خپل منځی ټولنیز نظام فرض کړو او که ټوله نړیوال چاپیریال فرض کړو.
دا نړۍ د بشریت ګډ کور دې. د اویجي پر مخ چي څه جګړې کیږي، انسانان پکښي تلف کیږي، طبعي زیرمي د بینه ځي، د پیاوړو انسانانو نسلونه پکښي خرابیږي. په پایله کي یې د یوه مشخص زمانه په محدوده کي ژوند لرونکي یوڅو انسانان موقتاً یوه ناچیزه ګټه ترلاسه کوي.
په دې خو ټوله اسلام او کفر موافق دی (په استثنا د ځینو مشرکو صوفي فرقو څخه) چي دا نړۍ درالاسباب ده. یو الله تعالی ج بلاکیف اجرآت کولای سي، انسان چي هر څه کوي د اسبابو په مټ یې کوي. دا نړیوال یهودي سازمانونه هم خپلي لوبي په بلاکیف ډول پر مخ نه بیایي. په هره ټولنه کي خپل اجیران لري، چي د واک ګدۍ ته دې سازمانونو رسولي وي. هغه یې ساتي او هغه یې روزي. او یو خاین او فاسد شخص که د دوئ منظم اجیر نه وي، هم داسي دی لکه د دوئ قراردادي. ځکه چي څوک فساد کوي د زر، ښځي، هلک او ځمکي لپاره یې کوي. دا سازمانونه دا هر څه په عالي کیفیت ورته برابرولای سي. دا چي نړیوال یهودي سازمانونه یوه ټولنه څنګه ضعیفه کوي، یو څو تکتیکونه به یې لاندي ذکر کړو نور قضاوت دي پر لوستونکو پاته وي چي زموږ په چاپیریال کي په واقعت سره دا لوبي جریان لري او که نه. بیا کیدای سي چي موږ ته دا سوال هم حل سي چي دا زید اخندزاده و حماد اخندزاده ولي یو ځل رباني و حکمتیار خطا ایستل او بیا ملا عمر و جلال الدین کباړي (حقاني) خطا ایستل او بیا هم د سیاسي سودابازیو څخه لاسونه نه اخلي.
تر ټولو عامه حربه د دې سازمانونو د دایمي عوایدو د سرچینو لاسته راړلو تکتیک دی. عام انسانان د عوایدو لاسته راړلو لپاره داسي خدمات او مصنوعات ټولني ته وړاندي کوي چي هغه د ټولني د عامو وګړو مبرمه اړتیا وي لکه غذا، جامې، کسب، بشري قوا. دا سازمانونه د انسان د اړتیاوو پر ځای د انسان د خواهشاتو د تسکین پر مصنوعاتو باندي پانګونه کوي لکه مسکرات، مخدرات، جنسي خواهشاتو تسکینونکي اسباب او ساعت تیري لوازم. د ټولي نړۍ فاحشه خانې، شراب خانې، تفریحځایونه او مخدره موادو کاروبارونه د دې سازمانونو په لاس کي دي. په دې برخه کي د دوئ مهم تکتیک د انحصار دی. کله چي د یوې ټولني د اړتیاوو دوامداره اړتیا مشخصه سي، دا سازمانونه او د دوئ اجیران هغه کاروبار د انحصار هڅه کوي. نور خلګ نه پریږدي چي د پراخیدونکي بشري اړتیا په وړاندي عرضه وکړي (یعني انحصار معنا دا چي هرڅومره د اړتیا سرچینې قبضه کولای سې، هغه قبضه کړه او هغه چي نه سې قبضه کولای هغه تخریب کړه). په عامه اصطلاح کي دې ته قبضه ویل کیږي. دا سازمانونه خپل مریان ټولني ته د خپلواکو سرمایه داره شخصي متشبثینو په توګه وړاندي کوي. هغه د دې سازمانونو لپاره جایدادونه خریداري کوي، صنعتي او تجارتي فعالیتونه کوي. واقعي مریی د یو شمیر هغه امتیازاتو څخه محرومیږي چي خپلواک انسان یې باید ولري. مثلاً مریی د ملکیت حق نلري ځکه تشبث هم نه سي کولای، د شخصي نظر څرګندولو حق نلري (ځکه نو د جرګو په تسامیمو کي ونډه نه سي اخیستلای)، داوطلبانه خدمات نه سي عرضه کولای، مسئولیت نه ورسپارل کیږي. مریی فقط د خپل بادار خدمت کولای سي او مشخص امر به مني او د غلطي په صورت کي بادار سزا ورکوي. ځکه نو د دې مافیاوو مخفي مریی د ټولني د ازادو انسانانو په منځ کي باید یو ډیر خطرناکه عنصر وګڼل سي. دا خپلواک انسانان دي چي ملکیت لري، تشبث کوي، د خپل ژوند د اسایش لپاره د نورو خپلواکو انسانانو سره د مشترکو اهدافو لپاره ګډ ژوند د یوه تړون په اساس غوره کوي او حتی نور ازاد انسانان مریان کوي او په خپله قبضه کي یې ساتي څو د خپل بادار امر پر تطبیق کړي (ښه بیلګه یې د شیعه او سني صوفي فرقو پیران، شیخان او اغا ګان دي). لکه نارینه او ښځه د کورنۍ د تاسیس لپاره د واده تړون کوي، کورنیاني د خپل خوندیتوب او ژوند د اسانتیا لپاره کلي، ښارونه، ایالتونه او هیوادونه جوړوي. د ګډو سرمایو لکه مساجدو، مدارسو، روغتونونو، سړکانو او جغرافیې د ساتني لپاره واکمنان ټاکي چي دا واکمنان بیا بیرته د همدې کورنیو څخه اهل و قابل افراد د ټولنیزو خدماتو لپاره په اجوره دروي. د اجیرانو د مطلوبو قابلیتونو د روزني لپاره مدارس، دارالعلومونه، حربي او حرفوي زده کړو مرکزونه جوړوي. د دې کار د مصارفو لپاره د ټولني هر وګړی د خپلو عوایدو یوه برخه ورکوي چي مالیات ورته ویل کیږي. دا چي د ټولني څخه بنسټیزه ګټه هر فرد ته د ګډ ژوند په برکت حاصلیږي او دا ګټه د بشر په ټولو لاسته راوړنو کي بنستیزه ونډه لري نو ځکه الله ج چي د ځان لپاره کومه مالیه (زکات) غوره کړې ده، هغه یې د ټولني د بیوزلو وګړو د بنسټیزو اړتیاوو لپاره وقف کړل. که نه الله تعالی ج په خپله اراده د هر بیوزله اړتیا مستقیماً د پوره کولو بشپړ توان لري چي په دې خبره کي د کوم شک ګنجایش نسته. د دې خبري د ښه وضاحت لپاره به یو کوچی یا خوار بزګر په داسي وحشي سیمه کي خوشي کړو چي د فقط د ژوند بنسټيز لوازم لکه اوبه، ګیاه او ښکار موجود وي او یو به د ښار سرمایه داره په داسي سیمه کي خوشي کړو. بیا کال څومیاشتي بعد وګورو چي سرمایه داره هلته څومره سرمایه جمع کړې ده (که ژوندی پاته وو، په دې شرط)او په مقابل کي هغه خوار کوچي یا بزګر څومره خپل ژوند سم کړی دی. راته ثابته به سي چي دا د ټولني سرمایه دارانو خپل ثروت د دې ډیرو خلګو په مټ خپل کړی دی، نو ځکه د ټولني بیوزله د سرمایه داره په دنیا کي د زکات په اندازه حق لري. دا سازمانونه د ټولني سرمایه داران د ځان سره شریکوي او د عامو وګړو د استحصال او شکولو کي یې د ځانه سره ملګري کوي. دوئ عام خلګ مفلس او وږي ساتي څو دې ته یې اړ کړي چي د دوئ مریتوب ته غاړه کښیږدي. بل مهم تکتیک د دې سازمانونو دا دی چي په علمي او ادبي ډګر کي استعداد لرونکي او موثره انسانان په خپلو ساختارونو کي جذبوي. د دې ډول جلب و جذب لپاره دوئ په ټولنو کي ډول ډول فرقې راباسي چي په یو شکل د شکلونو د ټولني د ثابتو ارزښتونو سره په ټکر کي وي لکه په اسلامي ټولنو کي شیعګان، اسماعیلیان، بریلویان، اهل الحدیث او په غربي ټولنو کي ایل جي بي ټي کیو، ایف کې کې او داسي نور. داسازمانونه خپل صفوفو د پاکو خلګو څخه تل پاک ساتي او چټل خلګ یې خوښیږي. دا چي پاک خلګ خپلي ټولني ته مخلصه وي نو ځکه د خپلي ټولني قوانینو، اصولو او ارزښتونو ته ځانونه پایبنده ساتي. که یوه ټوله اداره د فاسدانو څخه ډکه وي او تنها یو پاک شخص یې په مینځ کي مقرر سي، د دې ټولوفساد ته بند اچوي نو ځکه دا ټوله هڅه کوي چي د بینه یې یوسي. اکثره په مرموزو وژنو کي داسي خلګ د بینه ځي. دا سازمانونه عموماً په یوه ټولنه کي داسي خلګ استخداموي چي یا خو ځانونه د ټولني د عامو وګړو څخه ډیر فوق ګڼي او یا پردي او یا هم داسي کسان چي د خپلو شهواتو او خواهشاتو په لاره کي خنډ ټولنیز اصول نه مرائتوي. دا سازمانونه تل هڅه کوي چي د خپل وس تر بریده د ټولني د مسئولیت پر موقفونو باندي هم داسي خلګ راسي چي یا خو د ټولني د بنسټیزو اصولو، مقرراتو او قوانینو څخه خبر نه وي او یا یې په قصه کي نه وي. لکه په افغانستان کي رسمي موقفونو کي تل د اقلیتي فرقو او نورو ځایو څخه را ناقل سوي کورنیو غړي ځکه زیات دي چي دوئ د افغاني ټولني د اکثریتي کتلې یعني پښتنو د اسلامي او پښتني ارزښتونو په قصه کي نه دي او د دې ارزښتونو د پاللو په سبب یې د پښتنو څخه نفرت هم راځي. په افغانستان او پاکستان کي د پښتنو او بلوڅو د توکموژني یو عامل دا وو چي د دې ټبر مشرانو په شخصي چوکاټ کي د دولتونو څخه امتیازات غوښتي وه نه په قومي یا ملي چوکاټ کي. مثلاً زموږ کوم مشر په پاکستان یا افغانستان کي دې ته توجه کړې ده چي د اردو، پولیسو، ملکي خدماتي یا اکاډمیکو ادارو کي یا د قراردادونو او شرکتونو د جوازونو په حصول کي دي د خپلو خلګو په ونډه پسي ګرزیدلی وي. پایله یې دا ده چي په هر هیواد کي ځای میشتي ولسونه پایمال دي. د یهودي سازمانونه د دولتونو د انحصار په لاره کي مریانو ته زیاته اړتیا لري. او دوئ خپله دا اړتیا پر ضعیفه ملتونو باندي د جګړې د تحمیلولو د لاري تسکینوي. بیا هم دامریان پیاوړو ملتونو قلمرو ته راولي او هغه کارونه په کوي چي ځای میشتي وګړي به په مرګ هم ورته رواداره نه سي.
د ټولني د معنویاتو تحریف هغه لمړۍ حربه ده چي دا سازمانونه کار ځني اخلي چي په واقعیت کي د ټولني د انحلال لپاره لاره هواروي. په دې برخه کي ښه مثال د الهي ادیانو راوستلای سو. د یهودو ملایانو د خپل وخت د اشغالګري امپراتوري سره د مخفي معاملې په ترڅ کي د تورات اوزبور احکام تحریف کړل او په دې لاره کي خنډ حضرت زکریا علیه سلام او حضرت یحیی علیه سلام یې په شهادت ورسول. الله تعالی ج عیسی علیه سلام د نوي شریعت سره مبعوث کړ او انجیل یې ورته اعطاء کړ او معجزې یې ورکړې څو خلګ د ملایانو د درغلي څخه آګاه کړي (د نوي شریعت د نشعت پروګرام اصلاً د سرور کاینات پیغمبر اکرم ص د بعثت سره پیلیدونکی وو). دوئ د هغه مبارک علیه سلام د شهادت هڅه وکړل. عیسیعلیه سلام د الهي ارادې په اساس ژوندی او سالم اسمانونو ته ولاړ چي ځمکي ته بیرته راتګ او دلته د پاته ژوند د تیرولو وعده یې موجوده ده . دوئ انجیل هم تحریف کړ. الله تعالی ج خپل وروستی نبي حضرت محمد ص د شریعت سره په داسي ټولنه کي مبعوث کړ چي د دوئ د مستقیم واکه وتلې وه او خپل شریعت یې په ټوله نړۍ کي خپور کړ. نن د الله ج کتاب د هر خوار او غریب په کور کي پروت دی. دې یهودو هر څه وکړل، ولسونو ته یې رشوتونه ورکړل. اسلامي سیاسي نظام ړنګ سو خو الهي شریعت باقي پاته سو. د شعوبیه تحریک پیل سو چي وروسته د شیعه او شرکي صوفي فرقو په ډول پراختیا وموندله. د صحاح سته ډرامه یې پسي جوړه کړل چي د سلفي یا اهل الحدیثو فرقوي سلسلو موجب سول خو د قرآني تعلیماتو عملي تفسیر نبوي سنت د څلورو سترو اسلامي فقهو او بالخصوص د حنفي فقهي په شکل د وخته لا محفوظه سوی وو.
        ‍