نوی سنګر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69385
بارکوال میاخېل
دخبریدو نیټه : 2024-07-21


بس پر وطن مو نور ختمیږي توره شپه د ستم
د ازادۍ تر لیلا پاته یو څو ګامه مزل
د رزم لاره کې مو وکرل د اور تخمونه
نور به مو نه وي تر منزل پورې ناکامه مزل
نور چې دوښمن زموږ د خاورې مور ټیکری تښتوي
موږ به یې ولو د ښېرا په تېرو غشو باندې
نور چې غاصب لوټي زموږ د زندګۍ خزانه
موږ به یې ولو د ژړا په تېرو غشو باندې
بس نور شیندلای رقیب نه شي د نفاق بڅري
ورته راوړې مو ښه ډېره ده وسله د ښکنځا
ځو بس اوس خېژو د خوبونو سنګرونو ته ځو
وړو د خیالونو په خورجین کې به توښه د ښکنځا
نور به مو تېر پردی لښکر نه شي پر زړه د وطن
ورته ساتلي مو تیار د قهر ډېر غشي دي
نور چې مو ویني کوم سرونه د فنا خوبونه
برابر کړي پر هغو مو تاریخ تېر غشي دي
بس نور به ړنګ وي د هر چا د ستمونو سنګر
د اسوېلیو په مرمیو مو درې ډکې دي
بس نور به ورانه د تیارو د استبداد خونه وي
په تېرو چیغو او سلګیو مو کوڅې ډکې دي
بس پر وطن به مو نور نه راځي غدۍ د غلیم
خپله یو بل ته مو جوړ کړی دی سنګر د بدۍ
خپله به اخلو یو له بله ازادي د ژوندون
نه شته امکان زیاتي چې بل څوک راوړي سر د بدۍ.