ګیله من

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69387
عبدالباري جهاني
دخبریدو نیټه : 2024-07-21


ما چي خوب لیدلی وو تعبیر یې ریشتیا کیږي
سیند د اباسین به له هیلمند سره ګډیږي
وروڼه به له سواته تر کنړه اولسونه وي
زموږ به په رګونو کي یوه وینه بهیږي
نوري به تربور ته توري کښلي سترګي سرې نه وي
وراني د پېړیو، په قرنونو کي ښخیږي
نور به د خوشحال توره یوه، د ټولو خپله وي
شرنګ د کندهار به تر اټک پوري رسیږي
ږغ د منظور ویښ کړل د پېړیو له درانه خوبه
وار د پښتنو دی د زمرو په څېر غوریږي
اوس به د غلیم د غلامانو جنازې وینو
ښار به مو د شیخ پر هدیره باندي نڅیږي
چاچي پښتونخوا د پنجابي خاوره بللې وه
ځي به له ناسیالو سره مخ به یې توریږي
چاچي تویي کړي پښتنې شهیدي ویني دي
اور د انتقام به یې په مېنه کي بلیږي
نور به جهاني هم « ګیله من» شعرونه نه لیکي
زموږ له حماسو به د غلیم خونه لړزیږي

د ۲۰۲۴ کال د جولای شلمه، ویرجینیا