خليل الله سروري / کندهار
يکشنبه د ١٣٨٥ لمريز کال د غوايي د مياشتي ١٧ چي د روان ميلادي کال دمى دمياشتي د ٧ نيټې سره سمون لري په کندهار کښي دکندهار د اطلاعات ،کلتور او ګرځندوي رياست له خوا د انارګل دوديزه مشاعره دکندهار په منډيګک ماڼۍ کښي جوړه سوه.
غونډه دسهار پر ٩:٣٠ بجو دقيقو پيل سوه . په دې غونډه کښي دکابل ، هلمند ، غزني ،پکتيا ، ميدان ،زابل ولايتونو څخه ليکوالو او شاعرانو او د دوي تر څنګ د کندهار ښار مخورو،فرهنګيانو فرهنګپالو، دکندهار پوهنتون محصليونو او دښوونځيو زده کوونکو ګډون کړى وو.
غونډه د قرآن کريم دڅو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل سوه ، وروسته دکندهار ولايت د اطلاعات ،کلتور او ګرځندوى رياست رئيس ښاغلي عبدالمجيد بابي پرانستونکې وينا واورل او ميلمنو ته يې ښه راغلى ووايه ورپسي دهېواد د جمهور رئيس ښاغلي حامد کرزى پيغام دکندهار والي ښاغلي اسدالله خالد له خوا وويل سو وروسته په وار سره دپکتيا ،هلمند ، غزني ،زابل ولايتونو د واليانو ، دکندهار د اطلاعات کلتور رياست ، علامه رشاد اکاډيمي ، دکندهار پوهنتون ، دکندهار دښووني او روزني رياست ، داحمدشاه بابا علمي او کلتوري مرکزاو نورو کلتوري ټولنو پيغامونه واورول سوه.
دغونډي دوهمه برخه چي مشاعرې او مقالو ته ځانګړې سوې وه ، په پيل کښي دزرغونې انا دلېسې د ترانې دګروپ له خوا يو ترانه وويل سوه ورپسې ډاکټر عبدالرازق پالوال ، ډاکټر طارق رشاد ، عبدالقديم پتيال ، محمد ابراهيم خاني خېل ،نجيب الله معنوي او نورو ليکوالو خپلې مقالې واورولې ، وروسته د مشاعره لومړۍبرخه پيل سوه چي دانارګل په اړه شاعرانو خپل شعرونه واورل دغرمي د ډوډۍ او لمانځه د ادايني له پاره په غونډه کي وقفه راغله .
د ډوډۍ خوړلو او لمانځه د ادايني وروسته د غونډي دريمه برخه پيل سوه چي موسقي او تمثيلي پارچو ته ځانګړې سوې وه ، دکندهار د راډيو تلويزيون دموسقي ګروپ غونډه نوره هم زړه پوري کړه وروسته دکندهار نندارى له خوا يوه تمثيلي پارچه وړاندي سوه ، ورپسې مشاعره بيا پيل سوه او دماښام تر ٧:٣٠ پوري يې دوام وکړ او ديوې دوعايې په ويلو سره پاى ته ورسيده.
ددې غونډي انځورونه به څو ساعته وروسته پر ليکه سي