د روهي ادبي بهير اونيزه غونډه د روان كال د غوايي پر ۲۸ د پنجشنبې په ورځ د ماځيګر پر پنځه بجې د كندهار ښار په مدني ټولنه كي جوړه شوه.
په دې غونډه كي شامحمود بريالي خپل شعر كره كتني ته وړاندي كړى و چي سيد حبيب الله روحاني تبصره پر ليكلې وه.
د غونډي پرانيستونكې وينا محمدابراهيم سپېڅلي وكړه او پرليكوالو او شاعرانو يې ږغ وكړ چي د وخت ارزښت ته پام وكړي، ده وويل چي د قومونو د برياليتوب راز په دې كي دى چي هغوى وخت ته په درنه سترګه وګوري.
وروسته سيد حبيب الله روحاني د بريالي پر شعر خپله تبصره واوروله او بيا د ګډونوالو له خوا پر شعر او تبصره دواړو اوږد بحث وشو، ځينو برخه والو او خپله ښاغلي روحاني دا ويل چي دا د ښاغلي بريالي له لومړيو شعرونو څخه دى، بايد وستايل شي، خو ځينو نورو بيا په شعر كي د نوي خبري، شعريت او هنريت او له زړو خبرو لكه شراب، ساقي، ميخانه او . . . . څخه د ډډي غوښتنه كوله، په اخير كي بريالي له ټولو څخه مننه وكړه چي ده ته يې ښې لارښووني وكړې او زياته يې كړه چي ده ځكه خپل شعر كره كتني ته وړاندي كړ چي نيمګړتياوي يې ښكاره او بل وخت تكرار نه شي.
تر كره كتني وروسته مشاعره وشوه او تر ماخوستنه ۳۷ تنو شاعرانو شعرونه وويل.
د مشاعرې په منځ كي ډاكټر سيدعبدالرحيم آغا چي لومړى ځل بهير ته راغلى وو، وويل:((شاعران د وطن مزدوران دي، نور د هري رشتې خلك يو اقتصادي لار لري، ډاكټر، انجينر او . . . . هر يو د خپل كار په بدل كي اقتصادي ګټه كوي خو شاعر دا ګټه نه كوي، ځكه نو ډېر د قدر وړ دي، بايد پالنه او روزنه يې وشي، ده په بهير كي د تنكيو ځوانانو پر ګډون كره كتنه او په كره كتنه كي د ځوانانو پر خوندور بحث خوښي وښووله. د غونډي د پاى په شېبو كي د غونډي مېلمه نقيب الله اسد غونډه ښه وارزوله خو دا يې وويل چي يو وخت په رشاد بهير كي پر نثر او لنډه كيسه هم كره كتنه كېده، چي دلته هم يوازي پر شعر نه بلكي پر نثر هم بايد وشي.