د ښکلا مجلې څخه
مركه كوونكى محمدابراهيم ((سپېڅلى ))
ښاغلى احسان الله (( ارينزى ))
دنن څخه پنځوس كاله وړاندي په كابل كي زيږيدلى اوخپلي لوړي زده كړي يې دكابل پوهنتون دحقوق په پوهنځي كي ترسره
كړيدي ،مخكي يې ( وردګ ) تخلص كاوه خوكله چي دسردارداؤدخان دواكمنۍ پرمهال سيمه ايز تخلصونه بندسول نوده هم د
يرونوروليكوالانو غوندي خپل تخلص په ( ارينزي ) باندي بدل كړ چي لاتراوسه هم په دغه تخلص ليكني كوي چي تراوسه
يې نهه كتابونه چاپ سوي چي څلوريې له خپل دماغ څخه ليكل سوي پښتولنډي كيسې دي اوهغه نوريې جغرافيايي اوادبي
ژباړي دي چي هريويې پرخپل ځاى باندي ددرناوي وړدى .
داچي ښاغلى (( ارينزى )) دادبياتوپه ځانګړي ډول دداستاني
ادبياتوپرلورڅنګه مخه كړه زموږ همكار محمدابراهيم(( سپېڅلي )) ته يې ديوې مركې په ترڅ كي داسي وويل :
ځواب :
يركلونه پخوادكندهاردډيرولويواستادانولكه (حبيبي) ،(بېنوا)،(رشاد)چي اوس په دې فاني نړۍ كي ژوندي نه دي اوځيني
نورواستادانولكه : (رفيع) صاحب ،(هيوادمل) او...دشخصي ناستي اوولاړي څخه داخبره راپورته سوه چي زه دقلم اوكتاب
دنياته راغلم اوڅونيمګړي كارونه مي سرته ورسول چي لاتراوسه ځيني ډاډه نه يم .
پوښتنه : ارينزى صاحب ! په
ځانګړي ډول دلنډي كيسې لمن موڅنګه ونيول ؟
ځواب : ډيركلونه وړاندي ماته داسي برېښيدل لكه دهرانسان ژوندچي
پخپله يوداستان وي اوهمدا سي هم ده كه تاسودهرچاژوندوګورى دحوادثويوه ټولګه ده چي دهغه څخه لنډي كېسې،ناول
ياداستان هم جوړېداى سي . كه تاسوداوږدې لوي،لوي كيسې ولولىپه هغوكي قهرمانان موجوددي همدارنګه كه
دافغانستان دادجنګونوكلونوته پام وكړونودهرافغان ژونديوداسي داستان دى چي په ډيرو نورو ځايو نوكي به يې بي
ګي كمي ترسترګوسي زه ګمان كوم چي دغه مسائلوبه پرماهم اغيزه كړې وي اودلنډو كيسوخواته به راغلى يم اوپه دې ب
خه كي مي يوڅه كارهم كړيدى چي زه يې نيمګړى بولم .
پوښتنه : ارينزى صاحب ! ستاسودكيسوتومنه څه شي ده ياكه
داسي ووايم چي تاسوڅه ډول موضوعات دلنډي كيسې په لمن كي رانغاړى ؟
ځواب : ماډيركوښـښ كړيدىچي دغه
دجنګونودوخت تاريخ اودهمهغه وخت دخلګوحالات چي ډير يو عجب حالات وو دلنډي كيسې په لمن كي راونغاړم البته ګم
ان كوم چي په دې كي دښځوونډه ډيره زياته ده ځكه چي دجنګونواومهاجرتونوپرمهال دستونزوډيردروندباردښځوپراوږو
نوزه چي اوس دخپلو دا ستانونوكيسې ترنظرتيروم وينم چي ټول كريكټرونه يې افغاني دي اوټولي پيښي په افغانستان
كي رامنځنته سويدي .
پوښتنه ستاسوپه آندديوې لنډي كيسې لپاره كوم شيان ډيرآړين دي ؟
ځواب : ددې سره چي پ
يوې لنډي كيسې باندي دكلماتوپه حساب فكركيږي چي بايدڅوزره ياڅوسووه كلمات سره راټول سي اودهغوڅخه دي يوه لن
ه كيسه جوړه سي خودلنډي كيسې دلويو استادانو د تجربو څخه چي ماڅه اورېدلي دي هغه دادي چي هره لنډه كيسه يوقه
مان يااصلي كريكټربايدولري په ځينوكيسوكي كيداى سي چي دااصلي كريكټر( ځان ) نه وي طبعي عوامل وي لكه باد،
طوفان اوياهم زلزله اوبيافرعي كريكټرونه هم ددوى ترمنځ ديوې معلومي پيښي په منځ كي دمنظموډيالوګونوسره
وجودولري اوداپېښه بايدداسي راپيل سي چي بالاخره يوه منطقي پايله ولري اوپه دغه ځاى كي يوداوج ټكى موجودوي
ترڅولوستونكي دارضاع ترپولي پوري ورسوي اوزمناًياده سوې كيسه په يوه ټاكل سوي وخت كي واقع سي نودغه مسائل
ټوله په يوه لنډه كيسه كي ليكل كيداى سي البته داسي كيسې هم سته چي ديادوسووتوكوڅخه نيمايي پكښي نه ترست
ګوكيږي خوهلته بيا د ليكوال قلم دونده ساحروي چي لوستونكي دغه كميوته هيڅ نه متوجه كيږي خوپكارداده چي ټول
ذكر سوي توكي په يوه كيسه كي ليكوال وكاروي اوله پامه يې ونه غورځوي
پوښتنه : دځينوپېژندل سووكيسه ليكوا
انوسره چي ماپوښتني ګروېږني كړي دي نودوى راته ويلي دي چي پرموږ باندي هم كيسه ،ډيلاګونه اوكردارونه داسي
اوري لكه پريوه شاعرچي شعرراوري يعني مطلب داچي كيسه په زورنه ليكوبلكي خپله راته راسي تاسوپه دې اړه څه
واياسته؟
ځواب : زه هم په دې عقيده يمه چي كيسه په زورنه ليكل كيږي اونه پريوه ځاى ليكل سويده ،كيداى سي چي
ځيني مسائل دكوچنيوالي څخه دليكوال په ذهن كي وي ياكيداى سي هغه پيښه يوكال دوه كاله مخكي واقع سوې اوپر
يكوال يې اغيزه ښندلې وي ،په يوه بل وخت كي به يوڅه ولولي يابه يوڅه واوري بالاخره داټول شيان دليكوال په ذهن
كي دهغه له هغه موجوده ځواك سره چي دليكوال په ذهن كي سته يوځاى كيږي اوبيا ليكوال ورڅخه كيسه جوړوي ،زماسره
خپله هم داسي كيسې سته چي پوره لس كاله وخت يې غوښتى دى آن داسي مسئلې لازماسره سته چي ديارلس كاله ورباندي
اوړي خولا تر اوسه هغه څه چي ديولنډداستان لپاره اړين دي بشپړسوي نه دي نوليكوالان بايددكلونواومياشتوپه
جريان كي ورته اماده سي ترڅويوه ښه كيسه وليكلاى سي .
پوښتنه : دكوموليكوالانوداستانونه موخوښيږي ؟
ځواب : په افغاني ټولنه كي مي داستادرهنوردزرياب اوزرين ( انځور) كارونه خوښيږي ،ددې ځاى څخه چي ووزوپه نړۍكي
دلنډي كيسې ډيرلوى،لوى استادان سته همداراززموږپه ګاونډي هيوادايران كي دلنډي كيسې ډيرپياوړي ليكوالان تي
سويدي همدارازپه پيښاوركي هم دزيتون بانوپه څيرپښتنې اديباني پيداسويدي داستانونه يې ليكلي دي اوزماددوى
نثرخوښيږي ،په غربي نړۍكي مي د( وهين ) ، (تولستوى ياګوركي) داستانونه خومي ژباړلي هم دي چي كيداى سي په دې
نيژدې راتلونكي كي به ديوې ټولګي په بڼه چاپ سي اود( چخوف) كيسې مي هم ډيري خوښيږي
پوښتنه :ددغه ليكوالانوپه
كيسوكي څه شي سته چي دونده موخوښيږي ؟
ځواب : دغه ليكوالانوچي دكوموموضوعاتولپاره قلم چلولىدى اوهغه م
وضوع يې په خپل داستان كي كار كړېده نوكله چي يې زه لولم ماته خپل ځان په هغه صحنوكي ديادوسووكريكټرونوسره ډي
نيژدې احساسيږي ،ماته هغه ډيالوګونه چي ددوى په كتابونوكي كارول سوي دي بيګانه نه بريــښي اوكله چي بياددوى
ليكل سوې كيسه ،ناول ،داستان اويارومان پاى ته ورسوم هغه كارچي استادانوپه دې كتاب كي كړى وي زه يې اغيزه په
ځان كي وينم نوځكه مي ډيرخوښيږي .
پوښتنه : كه په لنډوټوكوكي زموږلوستونكوته وواياست چي په كيسه ايزادب كي
موڅه ډول موضوع له ځانه سره دكيسې ترپايه پوري بيايې ؟
ځواب : له بده مرغه زموږ ژونددافغانستان دتراژديود
سيزوسره مل ؤ په دغه كلونوكي په افغاني ټولنه كي باروت ؤ،ويني وې ،مهاجرتونه ووياداسي پيښي وې چي ماته كله
،كله داسي شك پيداسي چي په داسي وختوكي به اصلاً مينه نه وه ځكه په هغه وخت كي موږ دواقيعت په يوه داسي ټيل م
اټيل كي راګيرووچي اصلاً درومانټيكوموضوعاتولپاره مووخت نه درلودنودهمدې سببه زماګرسره دغسي كيسې خوښيږي
چي دانسانانودكړاؤ ورځي پكښي بيان سوي وي خودژغورولودلاري سره يوځاى ياد افغاني ټولني هغه ستونزي چي پرخ
ګوباندي تيري سولې بيان كړي خودوى ته دازيرى هم وركړي چي توري شپې تل نه وي اوشپه چي څونده تياره وي سهاريې
بياهغونده روښانه وي .
پوښتنه :آرينزى صاحب!دلنډوكيسوځيني ليكوالان خپلي لنډي كيسې ډيري لنډي آن يومخ
يكي خو ځيني ليكوالان بيادلنډوكيسوترسرليك لاندي ډيراوږده ،اوږده داستانونه خپروي اوس موږكومي يوې ته لنډه
كيسه ويلاى سويعني دلنډي كيسې چوكاټ بايدڅونده وي ؟
ځواب :هغه كسان چي هم خپله لنډي كيسې ليكي اوهم كره
كتونكي دي اودلنډوكيسوپه اړه يې لار ښوونيزكتابونه هم ليكلي دي دوى ديوه لنډداستان لپاره ددووزروڅخه ترڅ
وروزروپوري كليمې مناسبي بللي دي البته داقطعي حدنه دى كيداى سي تردې يې كلمات ډير يالږوي .
په دنياكي ت
ټولولنډه اوكوچينۍكيسه چي ليكل سوېده هغه دپينځه څلوېښتوڅخه ترپينځوسو كلماتو پوري ده،نوزماپه آندداپه
يكوال پوري اړه لري كوم ليكوال چي ډيرساحرقلم ولري دى كولاى سي چي هغه مسائل په ډيرولږوكلماتوكي راونغاړي
اوزه دلنډوكيسواوږدوالى دليكوال كمزورتيابولم يعني هر څوك چي په دې نه دى بريالى سوى چي خپل مطلب په لنډوجم
وكي آداءكړي هغه هڅه كوي چي پر ګرافونه اوجملې تكرارراوړي ځكه دلنډي كيسې په اړه ويل سويدي چي (( دډوډوۍ پرميزيې
راواخلې اودډوډۍ دخوراك په څنګ كي هغه ولولې اوپاى ته يې ورسوې . )) داسي فارموله هم سته چي لنډه كيسه معمو
اًبايدلنډه وي .
پوښتنه : دنكل اولنډي كيسې ترمنځ توپيرسته اوكه يالنډه كيسه دنكل پرمختللې بڼه بولى ؟
ځواب : دادواړه سره بې تړونه هم نه دي ،زموږ په افغاني ټولنه كي پخوادادودؤچي په ژمي كي به خلګ سره راټولېدل
يوځاى به دسيف الملوك اوبدرالجمالې ياهم دنوروپخوانيوقهرمانانوروايتي كيسې چي كله،كله به سندري هم ورسره وې
ويل كېدلې دانه يوازي په پښتنوكي بلكي په ټوله نړۍكي دغه حالت روان ؤ خوپه هغوځايوكي چي دنياعصري سوه ،ماشين
اغلى ،تمدن راغلى اودنيانوې سوه نوهلته نوي ادبياتووده وكړه دپخوانيونكلونولمن ورو،وروټوله سوه اوځاى يې م
عاصروادبياتودلنډي كيسو،ناول اونوروژانروپه ډول ونيو،زه په ځانګړي ډول په دې باوريمه چي نكل اولنډه كيسه
دواړه سره بې ارتباطه نه دي اوزه لنډه كيسه دهغه پخوانيونكلونوادامه اونوې بڼه بولم .
پوښتنه : آرينزى صاح
ب!ستاسوپه آندپه اوس مهال كي لنډه كيسه په پښتوادبياتوكي څونده اړينه ده ؟
ځواب : ډيره زياته،ځكه لنډه
كيسه دهغه ادبي ژانرونوڅخه ده چي په نړۍكي ډيرلوستونكي لري د( اوهينري ) كتابونه په غربي نړۍ كي دمي
ونونوټوكوپه تيراژسره خپاره سويدي اواوس هم تاسوكله ،كله اورى چي په آمريكايااُروپاكي دلنډوكيسويوه ټولګه
خپريږي دوې اونۍ ورسته اورې چي دهغه كتاب لس ميلونه كاپۍ خرڅي سوي دي همدارنګه لنډه كيسه په دې ډيره اړينه ده
كه مخكي چي مي تاسوته وويل چي هغه دچايودڅښلوياډوډۍدخوړولوپروخت يې ولولې ،پاى يې ته يې ورسوي اوخوندهم ځيني
واخلي داپه دې چي په اوسنۍنړۍ اواوسني افغانستان كي لوستي خلګ ډيربوخت دي معمولاً دوى د اوږدومطالبواواوږ
دوكيسولوستلوته بشپړوخت نه لري نوپه دې لحاظ زموږ ليكوالان بايدهم خپله كيسې وليكي اوهم دنوروژبوڅخه يې
اوژباړي چي په هغوكي كافي قوت پروت دى .
پوښتنه : كه چيري په يوه ټولنه كي لنډي كيسې اودهغوليكوالان نه وي
نوټولني ته به يې زيان څه وي ؟
ځواب : هغه ټولنه به داسي وي لكه زموږ ټولنه ځكه دلته موږدلنډي كيسې ډيرلږ
يكوالان لرو،لنډي كيسې ډيري لږلرواوهمدغسي مونورژانرونه ډيرورسته پاته دي .
داچي دهنري معاصري مدني زده
كړوپه برخه كي بيوزلي يوهم دغسي موژوندهم په ټوليزډول بيوزلي دىكه موږټول مدني مظاهرولرو،لنډه كيسه ول
و،دلنډي كيسې ليكوالان ولرو،كتابونه يې ډيرچاپ كړواوخلګ يې په مينه رانيسي اوپه مينه يې ولولي نودابه هغه
وخت وي چي په افغاني ټولنه كي كُلي تغيرات راغلي وي .
پوښتنه : آياتاسودلنډي كيسې اودهغوى دليكوا
انوزياتوالى ديوې پرمختللي ټولني نښه بولى ؟
ځواب : ضرور،ضرورځكه دادهغې ټولني لپاره دي چي هلته خلګ دكتاب
،لنډي كيسې ،ناول اوكتاب لوستني په ارزښت باندي پوه سوي وي نو داپوه سوي كسان هم كتاب رانيسي اوهم دليكوا
انو درناوى كوي ،داټول يوله بل سره ارتباط پيداكوي اوټولنه پرمخ بيايې .
پوښتنه : دلنډوكيسوځيني ليكوالان
پخپلوكيسوكي ددې لپاره چي ډيرى لوستونكي يې كيسه ولولي بربنډي جملې كاروي نوتاسودغسي كارته په كوم نظرګورى ؟
ځواب : زمادټولوليكوالانوڅخه داغوښتنه ده ،دوى چي په هرڅانګه كي فعاليت لري بايدزموږدټولني دخلګوذهني م
عيارپه پام كي ونيسي اودداسي كلماتو دكاروني څخه ډډه وكړي چي هغه زموږ دخلګو د عقايدواودكورنۍ داخلاقوسره
سمون نه خوري ځكه دادلوستونكي اوليكوال ترمنځ واټن زياتوي .
پوښته : پښتولنډي كيسي دپخواپه پرتله څونده پ
مختګ كړى اوراتلونكى يې څنګه ارزوى ؟
ځواب : زه په ځانګړي ډول په لنډه كيسه كي تغيرات ګورمه ځكه زموږ دلنډي
كيسې ليكوال پخويوازي دافغانستان په جغرافيايې محيط كي راګيرخلګ وودوى يوازي له هغه څه څخه متاثيره كېدل چي
پدې هيوادكي پيښېدل خواوس چي دجنګونوپه نتيجه كي په زرګونوافغانان دهيوادپرېښودولوته اړسول دوىكه يوڅه د
اسه وركړل ،يوڅه يې لاسته هم راوړل نوره دنيايې وليده ،لوړي زده كړي يې وكړې ،بهرنۍ ژبي يې زده كړې اوپه دې
ژبوباندي يې دلويو،لويوليكوالانوآثارولوستل دبيلګي په ډول تاسي زرين (( انځور)) صاحب پېژنى چي په المان كي
اوسي اوس نوموړى هغه پخوانى (( انځور)) نه دى چي په كابل كي زيږېدلى ؤ اويوازي يې كابل ليدلى ؤ اوس هغه ددنياپه
سويه فكركولاى سي ځكه هغه دنړۍ دلويو،لويواستادانوآثارلوستي ولوستل ،زه په دې باورلرم هغه څه چي اوس ښاغلى ((
انځور)) صاحب ليكي دده دشلوكالومخكي ليكنوسره به ډير زيات توپيرولري ځكه اوس يې په آندوداونړۍ ليدكي ډير تغير
راغلى اوكُلي تغيريې كړيدى .
پوښتنه : آياستاسوپه لنډوكيسوكي داسي كيسه سته چي تاسوته ډيره په زړه پوري وي
اوكه وي نوولي درته په زړه پوري ده ؟
ځواب : بلې يوه كيسه ده چي (( ډوډۍ )) نوميږي دامي ځكه ډيره خوښه ده چي ټوله
قهرمانان يې زما د كلي اوزموږ دكورخلګ دي :زمادتره ښځه ده ،زمادتره لورده اوهغه څوك چي ددوى په مقابل كي مطرح
دى په داستان كي ( ثمرګل ) نوميږي هغه هم زموږ دخپلوانوڅخه دى اودامسلۀ كابوپينځه نوي په سلو كي همهغسي واقع
سوېده .
پوښتنه:ځوانوكيسه ليكونكوته څه كول په كاردي ترڅوكيسې يې دمعياري كيسوپه ليكه كي ودريږي؟
ځواب :
له بده مرغه په افغانستان كي نه پوهيږم چي دڅه مهال راهيسي يورواج جوړسويدى چي ډيرى ليكوالان دخپلوآثا
وچاپولوته ژرخوشحاليږي ممكن دځوانوليكوالانولپاره داخبره په زړه پوري وي خوهغه كسان چي كرار،كراريې
دژوندتجربه ډيريږي له هغوڅخه زماغوښتنه داده چي اول بايددوى ډيره مطالعه وكړي اوس خوپه دنياكي ډيري كيسې
يكل سويدي هغه كسان چي په بهرنۍ ژبوپوهيږي زماځانګړې هيله له هغوڅخه داده چي په هغه اصلي ژبودي مطالعې وكړي
ځكه دااكثره راژباړل سوي كيسې له هغه اصلي متن سره يوڅه توپيرلري اوكه دلنډي كيسې ميتودولوژي پيداكړي اوپه
هغه سر خلاص كړي چي په لنډه كيسه كي وخت څه شي دى ، په لنډه كيسه كي مقصدڅه شي دى ،ډئيلاګونه په لنډه كيسه كي څ
ونده اهميت لري اوياهغه لنډه كيسه چي بايدهيڅ ډئيلاګ ونه لري له هغه ډئيلاګ لرونكي كيسېسره يې څه توپيردى په
همدې ترتيب قهرمان څه شي دى اوپيښه څنګه رامنځته كيږي اوڅنګه بايدداوج ټكي ته ورسول سي ؟؟؟...
نوكه زموږځوان
كيسه ليكوونكي دكيسې دليكلوڅخه ترمخ دكيسې په تخنيك ځان وپوهوي نوهغه ورځ ليري نه ده چي زموږ ځوان افغاني كيسه
ليكوونكي به د نړيوالوښوكيسه ليكونكوپه ليكه كي په جګ سرودريږي .