راحت ګل زیارمل ، ۱۳۸۵/۳/۲ ل ( ۲۴ می ۲۰۰۶ ز) کابل
ځوان کمپیوټر پوه اسراراحمد ک
یمزی سږکال په ټوله نړۍ کې یوځل بیا دکمپیوټر دپروګرام جوړونې په برخه کې لمړی مقام خپل کړ،
او کارپوهانو پرته د ښوونځيو زده کوونکو او د پوهنتون محصلينو هم ګډون کړی
و.
له ده وروسته د پوهنې پخواني وزير پروفيسور رسول امين د اسرار د ستاينې ترڅنګ
له دولت نه غوښتنه وکړه چې داسې استعدادونوته په خپله برخه کې دپرمختګ لارهواره کړي.
دغونډې بل وینا وال استاد محمد آصف
صمیم وو، نوموړي په اسلام اباد کې دافغان سفارت دکارکونکوهغه عمل هم وغانده چې داسرار احمد په وړاندې یې کړی
وواوله دولت نه یې وغوښتل چې که لږترلږه زموږاستعدادونه خپلې خوښې اوخپل کار ته پریښودل شی اومخه یې ډب نشي
نونړیوالوته به ښکاره کړي چې موږشته یو.
ورپسې وار ليکوال او شاعر پیرمحمد کاروان ته ورسېد چې د افغان ادبي بهير د مبا کۍ له وړاندې کولو وروسته يې وويل:اسراراحمد د کمپيوټر پټ اسرار(رازونه) راوسپړل ، که دی وهڅول شي نو داسې نور ډېر پټ اسرار به راوسپړي .
په ولسي جرګه کې د پکتیکا ولایت وکیل نادرخان کټوازی هغه ویناوال وو چې پردو
تي چارواکواوملي تلویزیون يې نیوکې وکړې چې ولې یې دافغانستان په داسې مهمه غونډه کې ګډون نه درلود.
له ده وروسته دپژواک
اژانس مشردانش کړوخیل داسرار په اړه یوه کیسه وکړه چې څنګه توانېدلی ووهغه پروګرام چې یوه انګریز د څلویښت زره ډالروپه اخېستوسربېره هم نه وو جوړکړی ،اسرار جوړ کړ. نوموړي وویل جالبه داده چې اسرارپه دغه برخه کې کوم ځانګړی استادهم نه لري.
دولسي جرګې وکیلې شکریې بارکزۍ اس
اروستایه اوویې ویل چې داویاړ دټول افغان ملت ویاړ دی اوهغه ستونزې چې اسرار ورسره مخ شوی،یوازې اسرارنه ب
کې ټول افغانان ورسره مخ دي.
دافغانستان دملي ترقي غوښتونکودګوند مشرابوالاحرار رمزپور د کم
پيوتري علم په ارزښت وغږېد او اسراراحمد يې وستايه.
استاد حبیب الله رفیع دخپلوخبروپه یوه ځای کې وويل : اسراراحمد یوه داسې میړانه وکړه چې لویدیزوالوته یې په خپل رنګ کې کوټ ورکړ.
دافغانستان دسیمیزوڅېړنودمرکزمشرغفورلیوال دمعین مرستیال دخب
وبرعکس وویل دملت استازي دې اسرارته په غاړه کې ګلان نه وراچوي بلکې داکاډمیکو زده کړولپاره دې په یوه بهرني
هېواد کې د تحصیل لپاره ورته زمینه برابره کړي، چې داخبره دغونډې دبرخوالوله خوا په
چکچکوبدرګه شوه.
له
ده وروسته دڅرک مدني اوکلتوري ټولنې له خواجوړشوي ډبرین ایوارډ استادرفیع،وکیل نادرخان،استاد صمیم ،غفور
یوال اوپیرمحمد کاروان په ګډه اسرار ته ورکړ.
دولسي جرګې غړې ډاکټرې رو
نک وردک هم اسرارته دګلونوګېډۍ ورکړه
اوهغه ویډیویی فلم چې اسرارته په رومانیا کې دبریالیتوب لمړي مډال ورکول کیده هم نندارې ته وړاندې شو په ف
م کې اسرار دمډال داخستوسره سم خپل رب ته په سجده پریوځي اوله ډېرې خوښۍ پکول په هوا کې ګډوي. ددې نندارې په لیدوسره دغونډې تولوګډونکونکوپه چکوونازاوه .
په پای کې نذیراحمد نذیردخوست له والي معراج الدین پټان
چې دهوټل په لګښت اود میدیوتیک له مرکزي دفترنه چې دسونډ سیستم په برخه کې یې مرستې کړې وې مننه وکړه.
همدارنګه داسراراحمد پ
ارهم له ټولوګډونکونکومننه وکړه اودغه لمانځغونډه یې دنوروافغان ځوانانودهڅونې پیلامه وبلله.
دیادونې وړده چې اسراراحمد کریمزي په 2004 کال چې دتاجکستان په هېوادکې د35 هېوادونوترمنځ کمپیوټري سیالۍ وې
مړی مقام اودسروزرومډال اوپه 2005
کال په رومانیا کې
د 42
هیوادونوترمنځ په هغه سیالۍ کې چې دځوانوکمپیوټرپوهانو171 ډلوپکې ګډون کړی وو دویم مقام اودسپینوزرومډال ګټلی وو اسراردریوواړوسیا
یوته په خپل مالي لګښت تللی اوهيچا په دې برخه کې ورسره مرسته نه ده کړې.
پاتې د
ې نه وي چې پخواني پاچا محمدظاهر شا تېر کال اسرار دغازي میربچه خان په عالي مډال
نازولی و.
ښاغلی پيرمحم دکاروان غونډي ته د ويناپر مهال
دغونډي ځانګړي مېلمانه
دغونډي برخه وا
ځوان کمپيوټر پوه ښاغلی اسرار احمد کريمزﺉ
اسرار احمد د جايزې او ستاينليک ترلاسه کولو پر مهال