په امريکا کي د چکنور د ملا سيب په وياړ مجلس

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 7221
سعدالدين شپون - امريکا
دخبریدو نیټه : 2006-05-26


 دهمدې کال دمې په دوو لسمه نېټه د متح ده ایا لاتو د ویرجنیا په ایالت کې د چکنور د ملا سیب د یادونې غونډه جوړه شوې وه. دامجلس د «شام دروېشان» د یا انو په ابتکار جوړ شوی ، چې د افغانستان د تصوفي او علمي نو میا لیو د پیژندنې په غرض د منظم پروګرام لاندې دای یږي او یو هدف یې د افغانستان د کلچر سره د بهر مېشتو افغانانو آشنا کول او له فرهنګي پردیتوب نه ژغورل دي . د غونډې مشری ، د افغانستان د مشهور سیا سي او ادبي شحصیت ، ابراهیم صفا زوې، د امریکن یو نیورسټۍ استاد، مو سی صفا کوله .
 
 د غونډې په ګڼو ویناو او مقا لو کې د چکنور ملا سیب د علمي او جهادي شخصیت په باب په دري، پښتو، او انګرېزي مقالې ولوستل شوی ، د وطنپالنې ترانې او شعرونه ور ته ډالۍ شول. . ګڼ شمیرافغانا نو ورته د نوروایالتو او هېوادو نو نه هم خپلې مقالې او څېړنې ور استولې وې .په دغو کې:
 
 د چکنوري ملا سیب زوی، پخوانی سنا تور ، غاجان چکنوری له پیښور نه، دافغانستان د تاریخ لیکو نکو سر لاری ډاکټر حسن کا کړ له کالیفور نیا ،د افغانستان نو میالی سیاسي تحلیلګر ډاکټر صمد حا مد له جرمني نه ،د پښتو ژبې مخکښ محقق او فعال ، زرین انځور له جرمني نه، خوږ ژبي مقرر ، دپښتو اکاډمۍ پخواني مشر، پرو فیسر پرېشان خټک او ډګر جنرال سید شفیع فاطمي له پېښور نه ، او م هور تحلیل ګر، استاد اسحاق نګارګر وفاروق اعظم له لندن نه هم د چکنوري ملا سیب د دیني او دنیوي سپېڅلتیا او غزا ګا نو په مو ضوع مقالې را استولې وې او د افغانوتوجه یې دخپلو دغسې روحاني ، سیاسي او ملي مشرانوکارنامو ته اړولی وه چې په سخته ورخ او بحراني وختو نو کې د خلکو له مینځ، له کلو بانډو نه لکه د نجات پر ښتې را ولاړ شوي او افغاني ولس یې ژغورلی دی
 په شاعرانو کې د استاد خلیلي زوی معتصم بالله، حامد نوید،افضل کندهاري او شپون په افغانستان کې د مشر کېدو په شرایطو او د خلکو په میړانه نظمو نه واورول. .
 دا مقالې به په تفصیل سره وروسته په یوه رساله کې خپرې شي . غونډه د شپې له نهو بجو تر یوې نیمې بجې پورې روانه وه .

 

 
علمي اوڅيړنيز تحليلونه
دچکنور ملاولې خلکودمشرپه حیث ومانه؟
(زريــن انـځـور) د چکنور ملا (( رح )) ياد غونډې ته :