مركه كوونكى : (( سپېڅلى ))
درنولوستونكوعصمت (( زهير)) په ځوانوليكوالانواوشاعرانوكي خپل ځانته يوجلاځاى لري ځكه نوموړي تراوسه پ
ښوشعرونوسربېره ځيني څيړنيزي مقالې اودپښين دتاريخ په اړه يې يوكوچنى كتاب هم ليكلى چي دپښين په اړه دځوانوڅ
يړونكوسره ډيره مرسته كولاى سي .
ددې ترمخه چي دده سره زموږ دهمكارمحمدابراهيم (( سپېڅلي )) يوې مركې ته
ستاسوپام راواړو غواړوچي دده دپېژندګلوى په اړه يوڅه نورمعلومات هم دركړو.
ښاغلى عصمت (( زهير)) دنن څخه كابويوڅلويښت كاله وړاندي ( ۱۹۶۴) كال دفروري دمياشتي پرشپږمه نېټه
دښاغلي حاجي ملك محمددين په كاله كي دې نړۍ ته راغلى اوهملته په پښين كي په ډګري كالج كي ترددولسم ټولګي پوري
زده كړي كړي اوورسته يې بياڅلوركاله په كابل كي د(كادرهاى جوانان) په څانګه كي زده كړي ترلاسه كړيدي د( ۱۹۸۵څ
خه تر۱۹۸۶ )پوري يې په كوټه كي ( پلوشه ) دوه مياشتنۍ مجله چلول چي ورسته تراقتصادي ستونزويې نوردمجلې كارپ
ېښودخواوس يې بياپه كوټه كي د( لمبې ) مجلې دمرستيالۍ دندي ته اوږه وركړېده له دې سره سره يې يوه شعري ټولګه
(دسندرواوښكي )هم چاپ ته چمتوده چي دبرياليتوب په هيله يې داده مركه خپره و خوبايديادونه وكړو چي دامركه يوڅو
مياشتي وړاندي په كندهاركي ورسره سويده اوپه لومړي سركي ورڅخه پوښتل سويدي چي دشعردشاپيرۍ سره مودميني تا
څنګه غوټه كړى ؟
ځواب : ډيري لاري كيداى سي خوزه شعريوازي په مينه پوري نه تړم بلكي په ټولنه كي كله
،كله داسي حالات راپيداسي چي سړى خوږمن كړي اوودې ته يې وهڅوي چي شعرته متوجه سي ،زمابه هم دامينه يوه پيلامه
ګرځېدلې وي خوكله چي مادشعرپه ډګركي ګام كښېښودنوماډيرڅه وليدل لاكن زه دخپلې ټولني غربت ( په داسي حال كي چي
زه ديوې بډايه كورنۍ غړى يم ) شعرليكلوته هڅولى يم خوماپه يوازي هيڅكله داهڅه نه ده كړې چي زه خپل درداوسوز په
شعركي انځوركړم كه مي انځوركړى هم دى نومادخپلي فيوډالي ټولني غريبان راسره ګډكړيدي .
پوښتنه :دڅه ډول شع
لوستنه مودزړه تنده درخړوبوي ؟
ځواب : زه خپله درحمان باباڅخه نيولي بياترځوانوشاعرانوپوري ټول لولم خو
يره تنده مي دهغه شاعر شعرراماته وي چي ځانته يوځانګړى سبك ولري ،په شعركي يې ددې ځپلي اولس لپاره يوپيغام پ
وت وي اوتكراري شاعري يې نه وي كړې دبيلګي په ډول زه تاسوته ديوه كتاب مثال راوړم : تېركال دځوان شاعرسهيل (
جعفر) شعري ټولګه ( دياد په جزيره كي )مايوڅوپاڼي ولوستل دلوستلوپرمهال ماته رحمت شاه ( سائيل ) دستي راپه زړه
سوځكه دده شعرونه داسي راته ښكارېدل لكه درحمت شاه ( سائيل ) شعرونه چي لولم نومي دځانه سره وويل چي ماخو د(
سائيل ) صاحب شعرونه ډېرويلي دي نوزه بايدهغه ولولم .
پوښتنه : كه دخپل شعرپه اړه راته وواياست چي شعرد
باندي راوري اوكه يې ځانته په زوره راولى ؟
ځواب : ماشعوراً داكوښښ نه دى كړى چي زه دي شعرته كښېنم خوشعركله
،كله ماته وايې چي ماوليكه نوكله چي شعروليكم اوبيايې ورسته لولم داسي فكركوم چي دابه مانه وي ليكلى خوزه
وايم چي شعردعلان په بڼه كي راسي اودپيغام شكل واخلي دابه ډيرښه وي .
پوښتنه: ديوه شاعراوليكوال په صفت
دكندهاري ځوانوشاعرانواوبيادډيورنډدتوري كرښي هاخواته دكوټي،پښين ، ږوب اوچمن ځوانانوشاعري څنګه سره پرت
ه كوى ؟
ځواب : عبدالباري ( جهاني ) دكندهارپه اوسمهال شاعرانوكي يوه ځانګړې څېره ده له هغه څخه ورسته په
ځوانانوكي د( محمديار ) ( پتيال ) اونوروځوانوشاعرانويونيم شعرونه چي مااورېدلي دي ښه شعرونه ليكي په ښځينه
اعرانوكي پروين ( ملال ) ښه شعرونه ليكي همدارنګه احمد(( صميم )) پخواډيرښه شعرليكى اوبيادليكي هاخواته زماپه
خيال درويش يوه داسي كلاجوړه كړېده چي هيڅوك ښورلاهم نه سي وركولاى ،دغسي په پښين كي فروفيسررازمحمد( راز) په
فلسفي اندازباندي ښه شعرليكي په لورلايي كي خيرمحمد( عارف ) اوافضل (شوق)اودپښيين په ځوانانوكي محمدنعيم( آزاد)
ډيرښه شعرليكي .
پوښتنه: زهيرصاحب !هلته دپښتوبهير څنګه ارزوى ؟
ځواب : اوس دخداي څخه ډيردشكرځاى دى چي
افغانستان مخ پرجوړېداوددې جوړېدوسره هلته يوڅه ګڼه ګوڼه جوړه سوېده يوڅه مجلې راوتلي دي كنې ترمخه دكوټي په
سيمه كي يوازي د( اولس ) په نامه دولتي مجله وه چي په اووه پينځوس كاله كي يې اكثره وخت دافغانستان پرضدباندي
خپروني كولې خواوس ډيره دخوښۍ خبره ده چي دكوټي څخه دامهال ( لمبه ) ( پښتو) اومخكي ( پالنه ) راوتل چي موږ يې
غنيمت بولو،همداراز په كوټه كي راډيوتلويزون اوپښتواكاډمۍ سته خوداسي يوكاريې نه دى كړى چي يادونه يې وسي كه
څه هم پښتواكاډمۍ دنظرمات لپاره ځيني كتابونه چي پښتوټولني په كابل كي پخواخپاره كړي وواودوى بياتكراراً
چاپ كړه بيايې هم موږيونيك كاربولوخوكه رښتيادرته ووايم ډيره اغيزه راباندي دكندهارپرته ده ځكه داوخت له
كندهاره څخه موږته ( ښكلا) (تنده) (هوډ) اوكندهارمجله يادكابل څخه ( هوسۍ ) (ميوند) ( ورېښم) اونوري... راځي چي په
وستلويې زموږ تنده خړوبيږي .
پوښتنه : تاسودپښين دتاريخ په اړه يوكتاب ليكلى ددې كتاب ليكلوته موڅنګه زړه
ښه كړ ؟
ځواب : يووخت ،يووخت به ما داځيني تاريخي اسنادكتل نودكندهاراوپښين خبري به رامنځ ته سوې بياماپه
كال ( ۱۹۷۰ ) كي دخپل پلاردمځكويوڅه قبالې وكتلې په هغه كي داراته معلومه سوه چي زماپلاردمځكوماليه په كندها
كي تحويل كړېوه نودلته ماته داپوښتنه راپيداسوله چي داكندهار او پښين دتاريخ په اوږدوكي يودبله سره څه
اړيكي درلودلې اوزه څنګه كولاى سم چي داخبره ښكاره كړم؟ هغه ړچي پلټني مي پيل كړې اوپه دې پلټنوكي ماته څرګنده
سوه چي كندهاراوپښين لكه نوك اوورۍ هيڅ ډول بيلتون نه مني ځكه ماداويستاپه متنونوكي داخبره پيداكړه چي
كندهاراوپښين بيخي سره يو شىدي ،بياچي مي پلټني پيل كړې اوداخبره مي په هغه كتاب كي هم كړيده چي دپټي خزانې
يرجزيات په پښين پوري تړلي دي اودوهم داچي كندهاريوولايت ړاوپښين يې يوه اولسوالي وه نوځكه دشپږمي پيړۍ څخه
مي راپيل اوتراتلسمي پيړۍ پوري مي راورسول اونورهم كوښښ كوم چي دغه لړۍ وغزوم .
پوښتنه : اوس مونورڅه ترقلم
لاندي سته ؟
ځواب : بلې اوس مي له پټي خزاني څخه يوشاعرراخيستى دى چي دپښين دلرغونوشاعرانوڅخه ړ حافظ رحمت
خان اڅكزى نوميدى چي درحمان باباهم عصره و اوبل پريوه بل شاعرملازبردست چي دلوى احمدشاه باباهم عصره
اودپښين دترينوله بټيزيوڅخه ړ يوڅه كارراپيل كړيدى همدارازمي د( فوشنج ) پرټكي هم يوه څيړنه راپيل كړيده چي
عبدالباري ( جهاني ) پخپل كتاب ( هرات،پښتانه اوستره لوبه ) كي چي كله دفوشنج خبره كوي نوپه قوس كي ورسره ( پښين
) ليكي نوپه دې حواله مي هم يوڅه ترقلم لاندي دي كه خداى وكړه چي بشپړسي نوبه ډيرښه كاروسي .
پوښتنه : دخپل
عرڅخه څونده خوښ ياست ؟
ځواب : والله څه به درته ووايم كله چي يوشعروليكم نوترهغوچي بل شعرليكم يوڅه مي
زړه په تړلى وي خوچي كله بيانوى شعروليكم هغه پخوانى شعربياچنداني خوندنه راكوي .
هيله: ښاغلى عصمت الله
(( زهير)) كه ستاسوددې په زړه پوري مركې په ورستۍ برخه كي يوه غزل زموږپردرنولوستونكوباندي ولوروى نودابه م
وځواني وي .
ځواب : دغه يوه غزل مي نوې ليكلې ده كه موخوښه وي ستاسوله لوستونكوسره به شرېكه كړم :
غزل
چي سوې رايادي ډكي سترګي مات زړګي وژړل
دومره بربادسوم چي
پرما پردي سړي وژړل
زه دي په تمه دراتلودړوم ځان ته ځوا ني
دنوي قبرسرته ناست چاليوني وژړل
مادګلاب
ځواني ساتلې ده دزړه په وينو
په ماتېدوو،دزړه تل كي مات اغزي وژړل
وي به كوم قبرزما دمور،زمادوژلي با
با
لاسونه غبرګ بې مړوندويوه كوچني وژړل
يوازي اوښكي يا قوتي سكروټي نه سړوي
څيري ګريوان ځان ته ((
زهير)) ورك اجنبي وژړل
ښاغلى (( زهير )) صاحب له تاسوڅخه ډيره مننه چي زموږ ټولوپوښتنوته موپه ورين تندي
ځوابونه وويل اوپه ورستۍ برخه كي موپخپله يوه غزل هم ونازولونوتاسوته دژوندپه ټولوكارونوكي لابرياليتوب
غواړو.
زهير: له تاسوڅخه هم مننه چي موږ ته مودمركې وخت راكړاوستاسوپه واسطه موله درنو لوستونكوسره دزړه
خواله وكړه بياموهم مننه . پاى