د حبيب الهي برى ، د افغانانو سر لوړى

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 7517
سروري
دخبریدو نیټه : 2006-06-13

      د ٢٠٠٦ کال د مې په م ياشت کي د قزاکستان په الماتا ښار کي د رياضي په نړيواله سيالۍ کي زموږ د ګران هېواد افغانستان دوو تکړه زده کوونکو ګډون کړى و ، چي د پروژې مشر يا اصلى غړى دکندهار د افغان – ترک دعالي ليسې خورا غښتلى او پوه زده کوونکى ښاغلى حبيب الهى و .
      دټولو افغانانو له پاره د ډېري سر لوړۍ او وياړ خبره ده چي نوم وړى  حبيب الهى په دغه سيالۍ کي چي د (٥٥) پنځه پنځوسو هېوادونو د زده کوونکو تر منځ سوې وه لومړى ځاى وګاټه او دسرو زرو مډال يې دخپل هېواد په نامه ورسره راوړ.
      دښاغلي حبيب الهى دغه برى ، ټول افغان او س له پاره د مبارکۍ او سر لوړۍ وړ دى ، ده ته په علمي او څېړنيزو هڅو کي له سپېڅلي او ستر څښتن څخه د نورو بريو استدعا کوو او هيله څرګند و چي دهېواد نور ځوانان به هم د ده پر پله باندي پل کښيږدي او نوي وياړونه او سر لوړۍ به راوړي .

د نورو عكسونو له پاره دا ځاى كښيكاږئ