د اولس په لګښت د اساسي قانون + قومونو سپکاوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 7717
اسدالله لونګ - جرمني
دخبریدو نیټه : 2006-06-22

 بې خبري که وېره؟

 د افغان سفارت د پاملرنې وړ + افغانستانيان

اسدالله لونګ  - جرم ني

دا هغه څه دي چي د يوه سيمينار په نامه يوه يوه ضيافت کي په پوره وضاحت ترسترګو کېدل .

د جون دمياشتي پر څلورمه نېټه د ماځيګر پر څلورو بجو د المان د اتحادي جمهوريت د فرانکفورټ ښار ته څېرمه د مينتال په سيمه کي د ارواښاد پوهاند ډاکټر عبدالاحمد جاويد په نوم يو پرتمين ضيافت د سيمينار تر نامه لاندي د ملي کنګرې په غوښتنه دافغانستانيانو په ملاتړ او په المان او انګليستان کي د افغان سفارتونو په مالي لګښت جوړ و  چي نه يې د پوهاند جاويد د زوکړي او نه يې هم د وفات له نېټو سره سم ون درلود ، او نه خو هم يو تحقيقي علمي سيمينار ته پاته کېده  ځکه د تحقيق په انډول تح قير پکښي پوره برلاسی و . 

د پوهاند د علمي کارنامو د يادون پر ځای ساز او  اواز او ترانې پکښي پرېمانه وې  او د خوړو ترتيبات خو لا په اروپا کي تر کوزدو او ودونو درانه او اوچت نېول سوې وه .

د ضيافت مشري  د بدخشان خودمختار مبتکر افغانستاني ښاغلي  بيژنپور کوله چي د ښاغلي لطيف پدرام راسته لاس جوړوي چي دافغان د نامه په اورېدو سره ښکر وباسي .

ښاغلی پدرام د هيواد وې ني څرګنده نمونه ، دايراني او روسي پروژو تازه نفسه ځوان خدمتګار او د اوسني حاکميت او پنځه ويشت مليونه خلکو د رايو مخالف  دﺉ او په ډاګه وايي چي ښاغلی کرزی که د پنځه ويشت ملينونه خلکو له خوا وټاکل سي ماته بيا هم د منلو وړ نه دﺉ . په هر صورت د جوړ شوي ضيافت په هکله :

ضيافت مېرمن زهره يوسفي چلاوه او له پخوا څخه په نښه سويو خلکو له امريکا څخه تر اروپا او افغانستان پوري پکښي ګډون درلود .  نابللو افغانانو پکي دګډون حق نه لاره  او د ضيافت د تالار دروازې په خورا جدي توګه د ساتونکو ( سيکيوريټي ) له خوا تر څارني لاندي وې خو په ضيافت کي زما ګ ون زما د يوه دوست دسرخيرات بولم چي ماته يې يو کارت په تور بازار کي ترلاسه کړﺉ و .

ټول هغه څه چي ما ليدلي د ويلو نه دي

خو سپکېدل يې د قومو د پټېدلو نه دي

دلسګونو ويناوالو په منځ کي دښاغليو سلطان سالار عزيز پور ، احمدضيا رهين ، استاد تاجک ، پروفيسور عبدالرسول رهين ، فولاديان ، ناصرپور ، پلانی پور . . . پور  . . پور   او يوې د يوې مېرمني په شعر کي دومره پارسي زېبا  پارسي بې همتا پارسي قشنګ خوراسان کبير خراسان تاريخي خپل صفت او د نورو عيب واورېدل چي نژدې و زه هم تر سپګو ( پور ) سم ، او چيغه پرې وکړم چي ظالمانو څومره دکرکې ( پور ) ياست . په خاصه توګه دپروفيسور اکټر عبدالرسول رهين په مقاله چي  د ( سرنوشت کتابخانه شخصي دوکتور جاويد فقيد ) تر عنوان لاندي په خلاص لاس د هيواد پښتانه او په خاصه توګه هزاره قوم دومره وراټه او جانيان يې وبلل چي ګواکي دکابل دجګړو انسان وژني پوهنتون تړلو او د استاد دکتابتون چپاول  له يوه مخه ددوی و او ددوی تر څنګ يې دامر صاحب احمدشا مسعود نوم په دومره بې سارې دبدبه او برم اخسته چي هر ځل به ې د سالار شهيدا او سالار اسلام لقب ورکاوه ، بس دومره پاته سوه چي هيله وکړي د ضيافت په پرېکړه ليک کي دي امير صاحب ته د پيغمبرۍ قب ورکړه سي . ځکه داستاد څو کتابونه يې پنجشېر ته له ځان سره وړي وه .

د پښتنو او هزاره ګانو دغه سپکاوي ته په المان کي د افغانستان لوی سفير ښاغلی ناصر ضيا او په لندن کي دافغان سفير لمړی مرستيال ښاغلی ډاکټر سيد اکبر  هم ناست وو او په پوره انداز يې فخر خرڅاوه چي ګواکي ضيافت خو ددوﺉ په جېب چليږي او اصلي وياړ خو يې له دوی سره خوندي دﺉ . دابه البته ترې هېر وه چي دوﺉ ددولت رسمي مامو ين دي او اصولآ دقانون له مخي حق نه لري په داسي ضيافتونو پيسې ولګوي او ګډون پکښي وکړي چي  هلته هر څوک په خلاصو لاسونو په هيواد کي د ميشتو قومونو سپکاوﺉ او بې عزتي کوي ، کنه ضرور به له ضيافت څخه وتلي وه او يا خو به يې دا ډول ويناکوونکو ته ويل چي ګرانه ضيافت زموږ له جېبه نه ، بلکي د ملت له جېبه جوړ سوی ، د ملت او قانون په وړاندي چټياټ مه وايه .

د ښاغلي ډاکټر عبدالرسول رهين د وينا په اورېدو سره مي پرېکړه وکړه چي پټه خوله پاته کېدل ګنا بولم يو څه بايد د ضيافت له منځه وليکم او د خپلو غوښتنو تر څنګ يې د هيواد مشرتابه ته وړاندي کړم . خو لمړﺉ يوه لنډه يادونه د فقيد ډاکټر عبدالاحمد جاويد په اړه :

پوهاند جاويد زما له اړخه دوه اړخيزه شخصيت لاره  ، لمړﺉ  علمي او ادبي شخصيت او د ارواښاد جاويد سياسي شخصيت او دريځ .

له لومړۍ برخي سره پوره موافقت لرم ځکه په رښتيا هم استاد جاويد دپارسي ژبي يو نوميالی ليکوال څېړونکی اواستاد و چي پالل يې په هيڅ وجه يوازي  په پارسي ژبو پوري اړه نه لري  بلکي موږ يې هم په پا لو او ستايلو نه يوازي خوشالېږو بلکي ملاتړ يې هم کوو .

مګر د پوهاند جاويد سياسي شخصيت په همېشنۍ توګه تر پوښتنو لاندي و ځکه د څ وېښتمو کلونو په اوږدو کي له ايران څخه هيواد ته په راستنېدو يې د افغانستان له نامه سره له هماغه شروع څخه نيم پټ او نيم ښکاره مخالفت پيل کړ  او دافغانستان پر ځای يې خراسان ډېر خوښېده  چي په هيواد کي دډېرو پخو روڼ اندو په فکر پورتنۍ نظريې د ايراني ستراتيژۍ يوه برخه جوړوله چي په هيخ قيمت د هيواد او هيوادوالو په خير نه وه .

استاد جاويد نه يوازي د ژوندانه تر پايه دغي نظريې ته وفادار پاته شو ، بلکي په دې لاره کي يې پرېمانه شاګردان وروزله چي دملي کنګرې غړي او افغانستانيان يې ښه نمونه ده چي د هيواد ويشني او ايران پالني په سياست پوره سمبال او په اوسنيو هڅو کي يې د هيواد مځکنۍ بشپړتيا او دافغان ملت نوم تر سوال لاندي دﺉ  چي له بده مرغه ددوی په ابتکار ددا ډول غونډو په جوړولو کي ددوی ( افغانستانيانو ) برلاسی د خپل مشرتابه په خاصه توګه جلالتماب کرزي او ښاغلی رنګين دادفر سپنتا بې خبري وبولم که ناڅرګنده وېره ، اويا خو هم هغه د مور او ميرې چلند نوم و کړم .

لږ په پام سره :

کلونه وړاندي د مساپرۍ او کډوالۍ په دنيا کي له هيواد څخه ليري زموږ دوه سياسي علمي او فرهنګي سټي دڅو ورځو په فرق يو له بل پسي په انګليستان کي  له نړۍ سترګي پټې کړې  چي يو يې دافغانستان لوی سياسي شخصيت ا واښاد عزيز نعيم او بل هم ارواښاد عبدالاحمد جاويد و . د خداﺉ پاک په دربار کي دواړو يو شان کفنونه لرل خو د جلالتماب کرزي صاحب او ډاکټر عبدالله په دربارکي تفاوت وګورﺉ .

د فقيد جاويدمړﺉ په پوره برم او دبدبه  په انګليستان کي دافغانستان د سفارت له لوري نمانځل کيږي  . ختمونه او خيراتونه پسي کيږ ي او تابوت يې په ګلونو پټ هيواد ته لېږدول کيږي چي له پيل تر پايه ټول مالي لګښت يې په انګليستان کي  دافغانستان لوﺉ سفارت  په غاړه اخلي ، خو  له بده مرغه دهیواد د ملي شخصيت ارواښاد عزيز نعيم جنازه د خداﺉ بخښلي د څو تنو دوستانو په منځ کي د هغه د بوډۍ مېرمني په ناتوانه اوږو هيواد ته استول کيږ ي.

جلالتماب کرزﺉ  ستاسو په دربار کي دومره لو ﺉ تفاوت ستاسو کمزوري وګڼو ياستاسو بې خبري ؟

ا واښادعزيز نعيم خو به نه خلقي و او نه طالب يا ترهګر .

کلونه وروسته د څو ورځو په فرق د هيواد د نامتو ليکوال څېړونکي او سياستپوه خداﺉ بخښلي کانديد اکاډيميسن محمد صديق روهي امانت جسد لس کاله وروسته له جرمني څخه د څو تنو فرهنګيانو د بچيو دډوډۍ په بيه وطن ته لېږدول کيږي او دارواښاد روهي د مېرمني په ضعيفه اسونو پخه سوې حلوا په ترکي ډوډۍ کي چاته رسيږي نه ، خو بيا همدلته په جرمني کي دافغانستان د سفارت په مالي لګښت دارواښاد جاويد په نامه پرتمين ضيافت جوړيږي په لسګونو زره يورو خرڅيږي ، له نورو هيوادونو  څخه راغليو مېلمنو ته په هوټلونو کي کوټې نيول کيږ ي او حتی د الوتکو دټکټونو بندوبست کيږي ، درنګينو خوراکونو او څښاکو به څه وليکم ؟

يو ځل بيا جلالتماب کرزﺉ اود بهرنيو چارو وزيز  ښاغلی رنګين دادفر سپنتا!

اجازه راکوﺉ چي وپوښتم  !     بې خبره ياست  که وېرېږﺉ !؟

ايا په هغه ورځ چي دارواښاد روهي په ياد په جرمني کي غونډه وه ستاسو سفارت دلته تړلی و ؟

ښاغ ی ډاکټر رنګين سپنتا !

په المان کي د افغانستان لوی سفير ښاغلي ناصر ضيا دغه افغانۍ له جېبه خ څي کړي او که زموږ د ايرانۍ ورېنداري په سپارښتنه د ملت له جېبه څخه .

ايا له ښاغلي نا صر ضيا او ښاغلي سيد اکبر زېوري څخه پوښتلاﺉ سی چي دوی د ملت سفيران دي او که د زړې شورا نظار او نوي کنګره ملي غړي ؟

دوﺉ دکوم حق له مخي ددا ول ضيافتونو خرڅ و رکوي او ګډون پکښي کوي ، چيري چي قومونه بې عزته کيږ ي، د اساسي قانون ضد څرګندوني کيږي او په لسګونه ځلي دافغان او افغانستان په نامه ملنډي وهل کيږي ، حساب راتلونکی او دتاريخ سينه ډېره پراخه ده .

دارواښاد ډاکټر جاويد په ياد دغونډواو سيمينارونو د جوړولو نه يوازي مخالف نه يو ،  بلکي ملاتړ يې هم کوو . فقيد جاويد د يوه فرهنګي او اديب په توګه پر موږ ټولوحق لاره او ري يې ، مګر دارواښاد جاويد په نامه د افغانستانيانو په غوښتنه د ولس په پيسو د دا ډول غونډو د جوړېدو له ام ه  چي مشهور افغان دښمنه ، ايران پ وه  پيژندپور پکښي دهيواد او افغان ملت پر ضد خپله سياسي فانتازي ويشي ،نه يوازي پو ه مخالف يو ، بلکي ستاسو په وړاندي احتجاج هم کوم .

جناب کرزی او ښاغلی سپنتا !

که ددا ول غونډو او ضيافتونو مخنيوی دغربي دموکراسۍ خلاف عمل بولی ، لږ تر لږه خپلو سفيرانو ته ويلای سی چي د ملت له جېبه خرڅ مه ورته کوﺉ .

په پای کي د ضيافت د پرېکړه ليک د يوې مادې دغوښتني له مخي زه هم د يو افغان په توګه هيله کوم چي دپوهاند جاويد علمي شخصيت ته د درناوي په خاطر دي  يوه لېسه د جاويد په نوم ونومول سي . په رښتيا هم د شرم او خجالت ځای دﺉ چي دهيواد په شمال کي د سقاو د زوﺉ په نامه ( لېسه امير حبيب الله کلکاني ) لرو ، چي نه يوازي يې  ليک لوست نه و زده ، بلکي عملآ د علم ، ادب ، فرهنګ  او پرمختګ ضد يوه خيرنه څېره وه . مګر د پوهاند جاويد په نامه هيڅ نه لرو . که د(  ليسه حبيب الله کلکاني )  پر ځای ( لېسه پوهاند ډاکټر عبدالاحمد جاويد ) وليکل  ي دا به د ټولو د پاره دتايد وړ خبره وي او افغانستانيان به هم پرې سرټيټي نه وي .