دنسلګيري لپار په زړه پوري حيوان بايد انتخاب شي داځکه چي دښه حيواناتو دالقاج څخه ښه حيوان دبد څخه بد حيوان لاس ته راځي چي دتوليد له مخي غير اقتصادي وي . دچرګاو دانتخاب دنسلګيري لپاره په لاندي توګه سرته رسيږي .
١- دحيوان انتخاب دهغه دظاهري شکل په اساس :
ه نوع حيوان ځانته خاص شکل پواسطه تنخيصيږي اوورڅخه ګټه اخيستل کيږي.
دمثال په توګه تخمي چرګان نري بدن لري غاړه يي نري وي غټي هګي اچوي ورنونه يي نري وي دتخم دتوليد ظرفيت ښه لري بدن ئي هم کوچني وي لوح او حرکات بطي وي ولي دغوښي چرګان نسپتا" غټ جسم لري غاړي ئي لنډي ولي پلن وي ورنونه يي غټ دهډوکو او غوښي په منځ کښي تناسب کم وي دغوښي دتوليد ظرفيت لري ولي دهګيو دتوليد رظرفيت نه لري دنسلګيري لپاره په انتخاب کى دهغو ظاهري شکل لکه چه مخکى دهغه په باره کى معلومات ارائيه شو بايد په نظر کى ونيول شي کوم چرګان چي دغوښي دتوليد لپاره ظرفيت لري هغه بايد دهګيو دتوليد لپاره او کوم يي چي دهګيو دتوليد لپاره ظرفيت لري هغه بايد دهګيو دتوليد پاره انتخاب شي او بيا دهغو څخه نسلونه توليد شي .
١- دحيوان انتخاب دهغه دتوليد ي ريکارد په اساس :
دجهان په مترقي ممالکو کى دچرګانو دانتخاب په وخت که دهغو توليدي ريکارد په نظر کښي نيول کيږي کوم چرګان چي په عمومي توګه زيات او اقتصادي توليد کوي او په توليدي ريکارد کى دهغودزيات توليد په باره کى معلوماتونه درج شوي وي هغه چرګان بايد دنسلګيري لپاره انتخاب شي او ياد تجرربي په واسطه معلوم شي چي کوم چرګان زيات تو يد کوي . که چري تجربه هم ثابته کړه چي ديوه فارم چرګان دبل فارم څخه زيات توليد کوي او هم دمرګ فيصدي کمه ده دهغه فارم څخه په زړه پوري چرګان بايد انتخاب شي او دنسلګيري په واسطه شمير ئي زيات شي .
٣- دشجري په اساس انتخاب
که څه هم دشجري له مخي انتخاب ډير مؤثر نه ښکاري ولي بياهم دنورو طريقو په تفکيک دچرګانو دوالدينو شجره هم بايد په نظر کى ونيول شي ځکه که چيري دچرګانو پلار او مور او نيکه ګانوئي زيات توليد کړي وي نو داسي څرګنديږي چي اولادبه ئي هم ښه توليد وکړي نو ددي طريقي څخه بايد دنورو طريقو په څنګ کى استفاده وشي او ددي طريقي څخه په ځانګړي توګه بايد دچرګانو په انتخاباتو کى دنسلګيري لپاره استفاده وشي (١٦،١٥،١٢).
په الوتونکو کښي نسلګيري ( Breeding ) .
دتخمي چرګانو په روزنه کي نسلګيري په توليد کښي لومړى ځاى لري ځکه هغه چرګان چه زيات توليد کوي دهغو چرګانو په پرتله اقتصادي دي چه کم توليد کوي . دچرګانو نسلګيري بايد په داسي ډول تر سره شي چه په نتيجه کښي لاسته راغلي چرګوړي دخپلو والدينو څخه دزياتو هګيو دتوليد ظرفيت ولري . تر څو چي دلږ مصرف په مقابل کښي ډير حاصل لاسته راشي او داقتصاد پياوړتيا سبب شي او غذائي کموالي له منځه يوړل شي . دهمدي نسلګيري په برکت داسي نسلونه لاسته راغلي چي دپخوانيو نااصلاح شويو چرګو په نسبت څوبرابره زياتي هګي توليدوي او تر ډيره ده ئي ذائي کموالي پوره کړي دي (٣-١٢) .
دنسلګيري ځيني ډولونه په لاندي ډول دي :
I- (Close Inbreeding ) :
پدي ډول نسلګيرکښي چه دوالدينو، خور او ورو ترمنځه نسلګيري صورت نيسي او دمشابه خواهو دساتلو لپاره سرته رسيږي . پدي ډول نسلګيري کښي هتيروزيګو زيتي ( Heterozygosity ) له منځه وړل کيږي او په عوض کي Homozygous جينونه تجموع کوي او په نتيجه کي خالص نسلونه چه دزيات توليد ظرفيت لري په لاس راځي بيا نو داخا لص چرګان دهغه چرګانو سره القاح کيږي چه کم توليد کوي او پدي توګه کم توليده نسلونه اصلاح کيږي . ځيني پدي عقيده دي چه دزيانو حيواناتو دساتلو مانع ګرځي چه زيات شمير مالداران داقتصادي تاوانونو سره مخامخ کيږي (٣-١٢) .
II: (Line breeding )-
پدي نسلګيري کى دترور ( عمه ) ځوي او لور او خاله ځوي او لور تر منځه نسلګيري صورت نيسي . پدي نسلګيري کى دنارينه حيوان دالقا ح لپاره دعيني نسل دبلي رمي څخه انتخابيږي اوبيا په نسلګيري ور څخه ګټه اخيستل کيږي . ددي نوعى نسلګيري فايده داده چه نسل په خپل حال ثابت پاته شي ددي نسل دودي او مقاومت خاصيتونه ه منځه نه ځي دوهم داچي ما لداران دزيات اقتصادي ستونزو سره نه مخامخ کيږي ( ١٠،١٢،٣) .
III - ديو نژاد د م ختلفو کورنيو تر منځه نسلګيري (Out breeding) :
پدي نسلګيري چه ديو نژاد دمختلفو کورنيو ترمنځه صورت نيسي ښه نسلونه چه ښه او په زړه پوري خاصيتونه لري دبلي رمي څخه انتخابيږي او بيا دهغه دنسلونو داصلاح لپاره تري ګټه اخيستل کيږي (٣،١٥).
IV- ددوه مختلفو ډولونو ترمنځه نسلګيري :( Single two way crosses)
داډول نسلګيري ددوه مختلفو ډلو ترمنځ صورت نيسي او يواځي دتوليدزياتوالي لپاره تري استفاده کيږي دنسل داصلاح لپاره تري استفاده نه کيږي او لاس ته راغلي چرګوړي قوي دوه رګه صفات دځان سره لري . نوموړي نسلګيري په لاندي دوه ډولونو دي :
١- پخپل منځ کښي نسلګيري :(In crossing)
پدي نسلګيري کى ديو نژاد دوه لينونه سره يوځاي کوي .
الف- ددوه مختلفو نژادونو Fi ترمنځه نسلګيري : (In cross breeding )
پدي نسلګيري کى هغه اولادونه چه ددوومختلفو نژادونو د. (Inbreeding) پواسطه منځته راغلي وي سره يو ځاي کوي ترڅو د(In breeding) دخطراتو مخنيوي وشي.
ب- دري جانبه (اړخيزه) نسلګيري ( Three way crosses) :
پدي ډول نسلګيري کى د Fi ښځينه جنس چه د Cross breeding څخه لاس ته دراغلي دنارينه جنس سره يو ځاي کيږي تر څو دمورني جنس څخه يو قوي دورګه لاسته راشي (١٥،٣).
ج- څلور جانبه (اړخيزه) نسلګيري ( Four way or Double crosses ) :
پدي نسلګيري کى ددوو مختلفو نسلونو د Fi دوه رګه ؤ څخه استفاده کيږي ترڅو يو دوه چنده وي دوه رګه لاسته راوړل شي( ٠١٦،١٥،٣) .
V- (Upgrading): داهم دنسلګيري يو نوع دي پدي نسلګيري کى دخپلي رمي څخه نارينه او ښځينه حيوانات انتخابيږي او بيا ورڅخه په نسلګيري کى استفاده کيږي. دتوليد څخه وروسته هغه چرګان چي په زړه پوري خاصيتونه لري دبل نسلګيري لپاره انتخابيږي کوم حيوانات چي په زړه پوري خاصيتونه نه لري هغوي خش ه کيږي او له منځه وړل کيږي داډول نسلګيري دڅو کلونو څخه وروسته دهغو چرګانو دتوليد نسبت لري چي زيات توليد کوي (١٤) .