د مډرنه انسان له خوا د ګاڼو تر ټولو زړې ټوټې د ساينس پوهانو له خوا موندل شوي دي. د يوې نړېوالې څېړنيزې ډلې په وينا، دغه درې موندل شوې ټوټې چې د وچو ميوو له پوټکو څخه جوړ شوي، لرغونتوب يې له 90000 څخه تر 100000 کلونو پورې رسيږي. له دغو درې ټوټو څخه دوه يې په اوسني اسرائيل کې د سخول نومي غار څخه لاسته راغلي او درېيمه يې هم په الجريا کې موندل شوې ده. دغه نوې څېړنې چې په يو اس ژورنال ساينس خپرونې کې خپرې شوې، د ساينس پوهانو هغه تير باورونه يې بې بنسټه ښکاره کړل کوم چې له مخې يې د ګاڼو د توکو لرغونتوب پنځه ويشت ز ه کاله اټکل شوی وو. په تيرو څيړنو کې د ګاڼو داسې توکي موندل شوي وو چې لرغونتيا يې له پنځه ويشت زره کلونو وړاندې نه وه.
د ساينس پوهانو په اند، نوي موندل شوي توکي چې د نباتاتو له زڼو څخه جوړ شوي او يو بل ته ورته سوريان لري، ښايي په مزو کې له پييلو وروسته ترې اميل او يا لاسبند جوړېده.
ګاڼې د انسانانو په ژوندانه کې يو ځانګړی ځای لري چې د تاريخ په هر پړاو کې يې بيلګې د هستۍ له دغه موجود سره يو ځای ليدل شوي دي. د کارپوهانو په وينا، کله چې انسان پر ځان ګاڼې پورې کوي، نو موخه يې مقابل لوري او يا د چاپيريال نورو وګړو ته د يو پيغام بيانول وي. دا پيغام کيدای شي د واک، شتمني او يا هم جنسي غريزو څرګندويي وکړي. دغه راز ځيني وختونه ګاڼې کيدای شي باوريز اړخ هم ولري لکه په ځينو انساني ټولنو کې هغه ښکلي او اغوستونکي توکي چې زموږ په وينا سوچه بلل کيږي او داسې باور پرې کيږي چې ګوندي دا توکي خپل خاوند د شر له يرغل څخه ژغوري.