په کندهار کي دهنرمندانو ټولنه جوړه سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 7775
علي احمد رفيقي - کندهار
دخبریدو نیټه : 2006-06-25

علي احمد رفيقي - کندهار

په كندهار ولايت كښي د مسيقي د پرمختگ په خاطر يو شمير  هنرمندانو د اتح اديي جوړولو په مقصد غونډه و كړى د هنرمندانو او سندرغاړو د پيوستون په خاطر د ۸-جون-  ۲۰۰۶ چي د ۱۱-جمادي الاول- ۱۲۲۷  په ښار كښي د ګڼ شمير ييز سندرغاړو او نورو هنرم ندانو ترمنځ د اتحاديي جوړولو په مقصد لومړي غونډه وسوه.

 

د غونډي د برخه والوله خوا محمدفاروق جيلاني د اتحاديې د مسوول ، فريادي د اتحاديي د مرستيال او علاوالدين رفيقي د مالي چارو م سوول په توګه وټاكل سول.

 

دغه راز عبدالرحمن رحماني ، حيات الله ابدالي او عبدلقيوم ناصيح ته  د هنر مندانو له خواد استادۍ لقب وټاكل سو، دغه راز پرېكړه وسوه چه نوموړې موضوع به د اطلاعاتو، كلتور او ګرځندوی رياست په چوكاټ كښي اړوند وزارت ته وړاندي سي ، تر څو رسمي بڼه غوره کړي او  په دې سره به د كندهار او شاو خواسيمو ټول سيمه ييز سندرغاړي او نور هنرمندان په ګډه خپلو هنري فعاليتونو ته دوام وركړي

استاد حيات الله او استاد رحماني په کندهار کي د يوې مېلمستيا پر وخت

استاد حيات الله د کلاسيکي موسيقۍ او راګونو تر څنګ ډېر زړه وړونکی رباب ږغوونکی هم دﺉ