د تالندې او بريښنا پر مهال له ګرځنده ټليفونونو څخه ګټه مه اخلئ.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 7778
سهارګل
دخبریدو نیټه : 2006-06-25

                              &n bsp;    

د ګرځنده ټليفونونو په څير توکو کې د وسپنې شته والی کولای شي بريښنايي جريان بدن ته هم وليږدوي. بريټانيايي ډاکټرانو خبر داری ورکړی چې په توپاني هوا کې له ودانيو دباندې د تالندې او بريښنا له ام ه له ګرځنده ټليفونونو څخه ګټه اخيستنه ګواښمنه ده.  په بريټيش ميډيکل ژورنال کې دې خبرې ته په اشارې سره ديوې  تنکۍ پيغلې کيسه ليکل شوې چې په ګرځنده ټليفون کې د خبرو پر مهال پرې تندر راپريووت او سخته ټپي شوه. 

د کارپوهانو په اند د ګرځنده ټليفون په غوږۍ کې کارول شوې وسپنه کولای شي بريښنايي جريان بدن ته وليږدوي. دغه پنځلس کلنه نجلۍ هغه مهال د تالندې تر بريد لاندې راغله چې په يوې توپاني او باراني هوا کې يې د ندن ښار په يو پراخ پارک کې له خپل ګرځنده ټليفون څخه ګټه اخيسته.  نوموړې نجلې د پيښې څرنګوالی هير کړی او زړه يې د څو شيبو لپاره درېدلی وو چې د ډاکټرانو په زيار سره بيرته پر هوښ راغله. له پيښې څخه د يو کال په تيرېدو سره بيا هم دا نجلۍ په بشپړه توګه نه ده جوړه شوې او د معيوبينو له ځانګړي بايسکل څخه کار اخلي. د ډاکټرانو په وينا، دې نجلۍ ته مغزي زيانونه رسيدلي چې په پايله کې يې دې ته د پيژندنې او احساساتو ناخوالې پيدا شوي دي. ډاکټ ان وايي په هغه غوږ کې چې دې نجلې د پيښې پر مهال د ټليفون غوږۍ ورته نيولې وه، د غوږ پرده څيري شوې او ورته يې دايم ي کوڼوالی پيښ کړی دی.

                              &n bsp;                 

کله چې يو تن د تالندې تر بريد لاندې راځي نو د پوټکي لوړ مقاومت ددې لامل ګرځي چې لګيدلی بريښنايي جريان په سطحي ډول له بدنه تير شي چې دا يوه باندنې صاعقه ګڼل کيږي خو ځيني پياوړي بريښنايي جريانونه له پوټکي هم تيريږي او د بدن دننه زيانونه رامنځته کوي. د مايعاتو او وسپنيزو توکو په شان د بريښنا يږدوونکو موادو سره نيغ په نيغه تماس، دا ګواښ ډيروي چې بريښنايي جريانات بدن ته دننه خپاره شي او داخلي ا ګانونه سخت زيانمن کړي.

د ډاکټرانو په وينا، تر اوسه دې ته ورته درې نورې پيښې په چين، کوريا او ماليزيا هيوادونو کې هم ترسترګو شوي دي چې قربانيانو يې ټولو له ژوند سره مخه ښه کړې ده. ډاکټران وايي چې که څه هم دا پيښې ډيرې کمې رامنځته کيږي خو په اړه يې د خلکو خبرول اړين دي. يو تن ساينس پوه پاول ټيلر هم وايي چې ښايي په توپاني هوا کې ان په جيبونو کې هم د ګرځنده ټليفونونو ګرځول ګواښمن وي.

                              &n bsp;          

نو له دې وروسته مو په پام کې وي چې له تالندې او بريښنا سره په مله توپاني او باراني هوا کې ، په ګرځنده ټليفونونو کې له خبرو څخه ډډه وکړئ.