افغانستان په دريم مقام كي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 7902
خليل الله سروري - کندهار
دخبریدو نیټه : 2006-07-01

INEOP)   2006 International Environmental Project Olympiad )

                           خليل الله سروري - کندهار

هر کال دترکيې د استانبول په ښار کي د ژوندانه دچاپي يال تر سرليک لاندي يو معلوماتي سيالي تر سره کيږي. په دغه سيالي کي د نړۍ زيات شمېر هېوادونه گډون کوي . سږ کال د نورو کلونو په څير د ١٤ څوارلسم ځل له پاره  د روان ميلادي کال  د جون په مياشت کي دا سيالي ترسره سوه ، چي دافغانستان په شمول ٣٠ هيوادو گډون په کي کړي و.

دغه سيالي د٢٠٠٦ ميلادي کال دجون د مياشتي  پر څلورمه نېټه چي د ژوندانه  دچاپيريال ورځ ده ، دترکيې د استانبول په ښار کي د ١٤ ځل له پاره پيل سوه او څلور ورځي يې دوام وکړ . په دغه سيالي كي نه يوازي دترکي ښوونځيو زده کوونکي بلکي دنړۍ دهر گوټ څخه هره ښوونځى کولاي سي چي په دې سيالي کي گډون وکړي ، چي سږ کال په دې سيالي کي دنړۍ له گوټ _ گوټ څخه ١٥٠تنو زده کوونکو گډون کړي وو.

په دغه سيالي کي چي سږ کال د افغانستان په شم ول ٣٠ هېودانو گډون پكښې کړي وو ، ٧٥ پروژې تهيه سوې وې ، په دې سيالي كي دنړۍ دهر براعظم څخه هېوادونو گډون کړي وو ، چي د اسيا څخه افغانستان ، ازبکستان ، قزاکستان ، عراق او  کوريا هېوادونو گډون کړي وو .

لکه څنګه چي مو مخکي وويل چي دغه سيالې څلور ورځي دوام وکړ چي لومړى ورځ يې دسيالي د پرانستلو ورځ وه ،     دوهمه او دريمه ورځ سيالې تر سره سوې  او څلورمه ورځ دنتايجو د اعلان ورځ وه  ، چي په نتجه کي کوريا د ١١ پروژو په درلودلو سره لومړى مقام ، قزاکستان د ٨ پروژو په درلودلو سره دوهم مقام او افغانستان د ٢ پروژو په درلودلو سره دريم مقام تر لاسه کړ .

دې سيالۍ ته د افغانستان په استازيتوب په كندهارکي  دشاه حسين هوتك افغان ترك ليسې څخه ويس الدين  ابراهيمي او شاه مسعود ارغنداوي ګډون كړي وو چي دريم مقام يې تر لاسه كړ.