دولسمشر کرزي سره دبي بي سي ځانګړې مرکه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 7922
مرکه کونکی ايمل پسرلی
دخبریدو نیټه : 2006-07-02

د بي بي سي پښتو ويبپاڼي څخه په مننه

ک زى : د افغانستان جگړه ټولې سيمې ته خپريدلى شي
 

 
 
ولسمشر کرزى 

له بي بي سي سره په مرکه کې
د خپل کار په دفتر کې له بي بي سي سره په مرکه کې ولسمشر کرزي د ډيورند له کرښې ها پلو د دۀ په وينا د پښتنو د وژونکو پر ضد هم د گام پورته کيدو غوښتنه وکړه.
افغان ولسمشر حامد کرزي خبردارى ورکړى دى چې که د ترهگرو مخنيوى ونه شي نو په افغانستان کې نا امني به ټولې سيمې ته خپره شي .

له بي بي سي سره په يوې ځانگړې مرکې کې ولسمشر کرزي وويل د دۀ دولت له وسله والو طالبانو سره په خبرو بوخت دى او دغو طالبانو دۀ ته ويلي چې د يوۀ هندي انجينر په وژنه کې گواکې د دوى لاس نه و .

دغه انجينر دوه مياشتې وړاندې په افغانستان کې سر پرې کړى وموندل شو چې د وژنې پړه يې پر طالبانو لويدلې وه .

ولسمشر کرزي د ډيورند له کرښې ها پلو د دۀ په وينا د پښتنو د وژونکو پر ضد هم د گام پورته کيدو غوښتنه وکړه.

له ولسمشر کرزي سره ايمل پسرلي مرکه کړې او په پيل کې يې ترې د افغانستان د خراب شوي امنيتي په باب غبرگون غوښتى دى .

ولسمشر کرزى : په دې کې شک نشته چې د افغانستان امنيتى حالات خصوصا په هغو ولايتونو کې چې له پاکستان سره پوله لري ښه نه دي.او زموږ دجدي تشويش وړ دي.

دغه حالات له تيرو دوو کلونو راهيسې مخ په خرابيدوو. داسې زموږ د هيواد ٥٠٠ کسان که دا طالب وي که غير طالب وي په هرنامه يې چې يادوې په پنځو اونيو کې وژل شوي دي.

دا په خپله د دې نښه ده چې ام نيت نه دي ښه اويا دا هېواد له يو ډول تيري سره مخامخ دى دتهاجم سره مخامخ دى دبيابان څخه . يا داچې په وطن کې داسې شرايط دي چې هغه ډاډمن نه دي. په هر صورت موږ تشويش پکې لرو.

پوښتنه: ولسمشر تاسو واياست چې اډه نه ياست چې بهرنى اړخ يې دى او که کورنى يې دى حتما به د حل کومه لاره هم لرئ که داسې وي ستاسو په گومان به يې دحل لاره څه وي ايا خپل کوم نوى امنيتي پلان لرئ او که نړيوال ځواکونه غواړئ چې لا فعال او چټک واوسي ؟

ولسمشر: زه په دې ډاډه يم او د افغانستان خلک هم پوهيږي چې کومه برخه يې کورنۍ او کومه يې بهرنۍ ده .

په دې واضح پوه يو . پردې دافغانستان ملت واضح پوه دى. خو نن نه غواړم چې ډير په بهرنۍ برخې خبرې وکړم.

نن غواړم پر هغو حالاتو خبرې وکړم چې زموږ د خپلو شرايطو زيږنده دي هغه په ولسواليو کې د پوليسو کموالى دى، هغه د ملي پوځ اساسي تقويه ده چې بايد وشي، هغه زموږ د ادارې لا ډېره اصلاح ده چې باېد وشي .

او هغه په نظام کې د فساد او رشوت ورکېدنگ دى چې بايد وشي په ځانگړې توگه مهمه دا ده چې زموږ ولسوالۍ ت ويه شي .او پوليس پکې ډېر شي اوتوانمند شي .

پوښتنه: ولې تر اوسه پورې دا نه دى شوى يعنې تاسو چې واياست دوه کاله وشول همدا غوښتنه مو وه ولې څه ونه شول ، ستونزه څه وه ؟

ولسمشر: افغانستان يو خوار ملت دى چې له ٣٠ کلونو ورانيو څخه را ولاړ شوى او افغانستان د بهرنيو د مرستو په مټ چليږي.

که موږ معاش هم ورکوو دخارج نه راځي لږ ترلږه نيمايي پيسې له بهره راځي، او که موږ اصلاح هم غواړو پيسې يې له بهره راځي اوکه چيرې بدلون هم راولو نو پيسې يې له بهره راځي.

نو ددې لپاره کوم بدلون چې موږ دافغانستان په پوليسو کې ،ياهغه تقويه چې زموږ ارزو ده چې دافغانستان په پوليسو کې يې را ولو هغه هم بايد د بهر په مرسته او د هغوى په موافقه وشي دا له بده مرغه زموږ حالت دى او بايد چې ويې منو دغه مو حالت دى .

غريبان يو او د غريب سړي احتياج وي نو ما له نړيوالو ځواکونو سره دا يونيم کال په دې اړه ډيرې خبرې کړي. ډير مجلسونه شوي دي .

تېره مياشت موږ وتوانيدو يوه توافق ته سره ورسيدو هغه دا چې هغه تعداد د پوليسو چې زموږ دگډې مذاکرې له لارې تعين شوى وو چې ٦٢ زره کسان وو دټول افغانستان لپاره چې دا په اوسنيو شرايطو کې دافغانستان دامن لپاره بس نه دي .

خصوصا په هغو ولسواليو کې چې د پاکستان سره په پوله کې پرتې دي بس نه دي .

بايد اساسي بدلون پکې راشي. د مثال په توگه د ارغستان يا برمل ولسوالى او هغه ولسوالۍ چې ٦٠ زره ٨٠ کسان پکې اوسيږي او له پاکستان سره نژدې ٣٠٠ کيلومتره پوله لري. يوازې ٤٥ پوليسه لري. په ډېر کم معاش . نو هغوى ښونځى وساتي،.خپله ولسوالۍ وساتي ، خلک وساتي دا پوليس څه وکړي؟ .

نو په دې اړه اخته وو موږ دا ېر وخت اوس يوې موفقې ته رسيدلي اگر چې دا موافقه هم زموږ لپاره په زړه پورې نه ده خو تر پخواني حالت به ښه وي .

نو سبا به زه هغه مکتوب امضا کړم نوى هدايت ورکوم دبهرنيانو موافقه مو پکې اخيستې ده چې دا پوليس تقويه شي زموږ تکليف دغه وو . او ددې نقص نه تروريزم، د هيواد دښمنانو او بهرنيانو گټه واخيسته او وضعه يې راته خرابه کړه.

پوښتنه: تا سود پوليسو دتقويې خبره وکړه داسې گونگوسې بلکي خبرونه او رپوټونه شته چې تاسو قومي مليشي روزلي ياساتلي يا غواړئ چې ويې ولري يو ه بيلگه يې په هلمند کې د ملاشير محمد اخند له لوري د ځينو مليشو جوړول دي ايا داهم ددغه پلان يوه برخه ده چې تاسو واياست سبا به يې لاسليک کړئ ؟

و سمشر: نه صاحب نه صاحب موږ هيڅ وخت مليشې نه دي غوښتي او نه هم د مليشو غوښتونکي يو مليشوافغانستان دربه دره کړ .

دمليشو دلاسه دا خاوره خرابه شوه . په هيڅ وخت کې موږ مليشي نه غوښتي او نه يې غواړو.

موږ فقط دا غوښتي چې دافغانستان ولسوالۍ تقويه شي او ولسوالۍ د پوليسو خاوند شي . او په ولسواليو کې دننه د ولسوالۍ دخلکو څخه پوليس وگمارل شي .

دا خو مليشه نه ده دا خلک هم حق لري چې د پوليس په توگه په دندې وگمارل شي او کار پيدا کړي .

موږ غوښتي دوى هم د منظمو پوليسو په چوکاټ کې راشي دوى به د پوليسو کالي اغوندي،د پوليسو تر قومندې لاندې به وي او قومندان او امر به يې د پوليسو وي دا به تړلي وي ديوې سلسله په څير تر کابله پورې .

هغه شى چې بهرنيان ځيني وخت نه راسره پوهيږي درک نه کوي هغه دافغانستان عنعنوي جامعه او دهغه حالت دي . مثلا اربکي هم دوى مليشه بولي . اربکى مليشه نه ده اربکى زموږ په ويه پکتيا کې دارسم دى د سوونو کلونو هغه دقوم ساتونکي دي هغه مليشه نه دي هغه پخوا هم په افغانستان کې وو افغانستان يې ساتلى دي او سبا به يې هم ساتي .

 که موږ معاش هم ورکوو دخا ج نه راځي لږ ترلږه نيمايي پيسې له بهره راځي، او که موږ اصلاح هم غواړو پيسې يې له بهره راځي اوکه چيرې بدلون هم راولو نو پيسې يې له بهره راځي.
 

پوښتنه: ليکن که يوبل ولايت کې هم که څوک ووايي چې موږ قومي مليشه ساتواو د اربکي نوم ورکړي هغوى به هم پريږدئ ؟

و سمشر: بل ولايت يې نه شي کولاى ځکه هلته دا عنعنه نشته په لويه پکتيا کې دا عنعنه شته او هغه هم موږ تر اوسه عم ي کړى نه دى .

زه تاسو ته توضيح درکوم چې اربکي ، پوليس او مليشه له يوبل سره جلا دي.موږ د مليشې مخالف يو او مليشې نه غواړو. موږ غواړو چې پوليس تقويه شي دنيا دې زموږ پوليس راتقويه کړي .

پوښتنه: نړيوالې رسنۍداسې ښيي چې گواکې افغان مشرتابه په اداره کې پاتې راغلى دى خپله دعادي افغانانو په نظر کې هم يو ډول توپير اوس احساسيږي له هغه وخته چې د ولسمشرۍ ټاکنې کېدې ، اوس ځيني داسې احساسوي چې گواکې خپله ستاسو گرانښت هم له هغه وخته کم شوى ستاسو په گومان ولې داسې شوي دي ؟

ولسمشر: دا طبعي خبره ده. طبيعي خبره په دې ده چې موږ يو خوار او ټوک ټوک هيواد د جوړيدو وخواته بيايو .نو چې د غه ډول هيواد دجوړېدو خواته بيايو نوهغه ناخوالې او خرابۍ چې په دې هېواد کې دي دهغو اصلاح هم بايد وکړو او اداره هم باېد وکړ .

دافغانستان دخلکو هيلې پرځاى او ډېرې دي ، د دغو توقعات ټول پوره کول په يوه وخت کې ممکنه خبره نه ده . زما خپله هيله دا ده چې دغه هيواد ژر ودان شي خو حقيقت دا دى چې ژريې نه شوکولى .
ولسمشر کرزى : زما دا هي ه نه ده چې زه دې سږکال هغومره په خلکو گران واوسم. چې تير کال وم.

په ډېرو برخو کې ددنيا مرستو ته هم اړيو هغه ددنيا مرسته هم کله پروخت را ورسېږي او کله را ونه رسيږي او په خبرو اترو کې چې څه کار کولاى شو اوڅه نه شوکولاى .

نو ټول داشيان چې په نظر کې ونيسو ستونزې لرو او دې ستونزو ته هره ورځ دحل لارې پيداکوو .

څلور کاله زما دحکومت تيريږي له موقتې دورې نيولې بياتر اوسه پورې له حکومته د خلکو انتظارات زيات و خو ټول په يو وار حل کيداى نه شي. او خوابدي او ناخوښي مينځ ته راځي . او زه ډېر حقيقت بينه يم .

زما دا هيله نه ده چې زه دې سږکال هغومره په خلکو گران واوسم. چې تير کال وم. يا تېر کال به هغوم ه گران پرخلکو وم چې ترهغه دمخه چې وم .

خو خلکودې په دې راسره پوه شي چې زما آرزو روزمره کوشش ، خواري دافغانستان د ښيگڼې او ښه کولو وخواته ده

پوښتنه: ولسمشر کرزى پرتاسو يوه نيوکه چې عام ولس او حتي يو شمېر نړيوال ديپلوماتان يې هم کوي داده چې تاسو له مصلحتونو کار اخلئ او په مصلحتونو کې موهم گواکې مصلحت دادى چې د مجاهدينو له يوې خاصي کړۍ سره تاسو پالۍ ، همداسې ده ؟

ولسمشر: افغانستان پر مليشو،ډلو او نتظيمونو ويشلى يو هيواد دى. دې هيواد ته بهرنيانو لاس اچولى و او قومونه يې يو دبل سره اچول او بې اتفاقه کولو يې او ډير انسانان په دې کې برباد شوي دي.

زما اوله دنده د يوه عادي افغان په توگه چې د طالبانو او دبهرنيو مداخلو پر وړاندې د ملي وحدت غږ و.

د هغې سلسلې چې زه ورسره اړيکې ل م دافغانستان دقومي مشرتابه، او تعليم يافته و همدا غږ وو.

زه چې دموقتې ادارې مشر شوم زما اوله دنده هغه ورځ نن او سبا او ترهغه ورځې ولمشر وم دا به زما او له دنده وي چې ملي وحدت ساتلى وي. اودا به پالم او دا ددې ولس حق دى پر ما د ولسمشر په توگه .

نوپه هغه افغانستان کې چې سلو مختلفو ډلو ، ټبرو د ټوپکو،زورتر لاس لاندې وو ما بايد ټولې هغه لارې بايد غوره کړي واى چې دا ولس مې کرار کرار سره را غونډ کړي واي او ملي وحدت واى او د نظام جوړولو وخواته مې بيولاي وايي .

دا په زور او شدت هميشه نه کيده. کله به مو شدت کاو کله به نرمي کوو چاته به وايو په اغا او په لالا چې مه کوه او چاته به په ټينگه واېو چې دا مه کوه که چيرې دا مصلحت وي نو دا مصلحت مې پرون هم درلوده نن ېې هم لرم او په راتلونکې کې به يې هم لرم. چې افغانستان را غونډ وي. او دافغانستان د جوړولو لپاره ، ( افغانستان ) ډير نازک او ښکلى لوښي وو چې بايد په طوفان کې مو تر يوه ځايه رسولاى وو او دالوښى زما په لاس کې وو .

دا مې را ورساوو د طو فان وڅنډې ته دا څنډه هم لا خط ناکه ده . نو اوس هم ډير احتياط کوم ځيني کسان پر ما دا نيوکې کوي ، زه په خپله لاره پوهيږم او دا لاره به پرمخ بيايمه تر کومه چې زه پوه شم دغه هيواد ډاډمن شوى دى.

تر او سه لا نه يوو خوندي . وروره دنيا هم هغه مرسته چې بايد راسره ويې کړي په ځينو برخو مواردو کې نشته . نو موږ پوهيږو او خپل مو وسايل پوهيږي ددغو وسايلو په رڼا کې به دا کارونه کوو .

پوښتنه : يعنې تاسو دا واېاست چې دغه مصلحتونه د مجبورۍ له کبله دي ځکه که داسې ونه شي گواکې دغه خلک کېداى شي چې کوم غم جوړ کړي ؟

ولسمشر : غمونه يې جوړ کړل ، غمونه يې پخوا هم جوړ کړي و بيايې هم جوړلى شي.
په کابل کې دې څو شپې وړاندې چور اوچپاول وليده؟

پر ما نيوکه ده چې ولې پوليسو سخت عمل ونه کړ؟ ما پوليسو ته وويل چې ډزې ونه کړئ.. که چيرې ډزې شوي واى او دلته دخلکو په سوو دغه زامن که اهل وو او يا نا اهله وژل شوي واى دا به ښه و؟

او يا دا چې په کمو تلفاتو مو دغه مسله کنترول کړه؟ نو سړى احتياط کوي په ژوند کې . نظام مو نه دى جوړ. نو دافغانستان خلک په دې بايد پوه شي چې نظام مو دې حالته نه دى رسيدلى چې په سمو وسايلو کار وکړي.

له پوليسو سره يوازې ټوپک و، نه ډنډې ورسره وې او نه هم د اوبوشيندلو وسايل که چيرې له ټوپکه کار اخيستل شوى واى نو په سلگونو کسان به پکې هيدان شوي واى.. او کورنۍ به برباد واى .

نو زه په خپله لاره ولاړ يم که هرڅومره نيوکې هم راباندې کيږي . دځينو حلقو لخوا دانېوکې را باندې کېږي بهرنيان يې هم راباندې کوي له مجاهيدينو سره هم کښينم ،له خلقيانو پرچميانو سره هم کښينم له هر ډول انسانانو سره کښينم چې په عادي ژوند کې ولله که روغبړ هم ورسره وکړم خو د و سمشر په توگه زه مجبوره يم چې ورسره کښينم او خبرې ورسره وکړم.. چې دا هېواد يوې خواته بوځو.

پوښتنه : ولسمشر کرزى که بهرنۍ اړخ يې اوس ياد کړو د امرېکا دبهرنيو چارو وزيره ميرمن راېس په داسې وخت کې افغانستان ته راغله چې تاسو پر نړيوالې ټولنې نيوکې وکړې او دترهگرۍ پر وړاندې جگړه مو له افغانستان نه دباندې وغوښته ددې تر غوږو به هم داخبرې حتما داخبره ور رسېدلي وي . ددې غبرگون ، ځواب او پيغام يې څه وو؟

ولسمشر: زما دنړى سره د بهرنۍ لاس وهنې په باب په دي سېمه کېي چې په افغانستان کې کېږې څلور څلور نيم کاله کيږي له هغې ورځې چې زه دلته راغلى يم ما دوى ته دا خبرتيا ورکړې چې د افغانستان د دخرابۍ اصلي عوامل چيرې وو.؟

و بياهم که چيرې افغانستان ته سوله نه راتله د دې عوامل به چيرې وي؟. د افغانستان دملت دا حق ما پر ځاى کړى دى.

هره ورځ مې دنيا ته ويلي چې مشکلا ت چېري دي او له کوم ځاېه راځي دا مې هم ورته ويلي چې زموږ داخلي ستونزې چېري دي او په کورنيو چارو کې پاتې راتگ دا زموږ ستونزه ده زه خپل ځان پکې ملامتوم.

 موږ يو خوار او ټوک ټوک هيواد د جوړيدو وخواته بيايو .نو چې د غه ډول هيواد دجوړېدو خواته بيايو نوهغه ناخوالې او خرابۍ چې په دې هېواد کې دي دهغو اصلاح هم بايد وکړو او اداره هم باېد وکړ .
 

او دحکومت اعضا ملام توم که په کې ناکامه شو . اما بهرنۍ برخه زموږ دستونزو چې له بهر نه راته راځې ، روزل شوى سړى او يا تروريست راته راځي .

دا ستونزه موږ نشو حلولى. د ا د نړيوالې ټولنې له موږ سره تړون دى چې دا ستونزې راسره حل کړي.

او ده همدې لپاره نړيواله ټولنه افغانستان ته راغله چې ترهگر وشړي او خپل ځان هم له تروريزم څخه وژغوري. دخپلې ساتنې لپاره راغله په دې کې د نړيوالې ټولنې دنده دا ده چې دافغانستان دبيارغونې سره مرسته وکړي دافغانستان ملي موسسې پوليسو او پوځ تقويه کړي او له تروريزم سره مبارزه وکړي.

په تير يو نيم کال کې له دوى سره زه په دې اخته وم زړه مې تنگ شو نتيجه لاسته نه راتله.

نو دا مې هم ورته وويل چې ا دوستانو سخته حمله د تروريزم پر افغانستان له بيابانه راروانه ده نو مجبوره شوم غږ مې وکړ چې زه په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې د ترهگرى په وړاندې د مبارزې د تگلارې بدلون غواړم .

يوه مياشت دمخه په کندهار ، هلمند، روزگان، زابل پکتيا ، پکتيکا او کنړ کې ٥ سوه انسانان ددې هېواد که طالب وو که غېر طالب دواړه ددې خاورې خلک وو ووژل شول .

ددې مسوليت دچا پر غاړه ده که له بهرنه راغلي ولي راغلي دنيايې ولې مخه نه نيسي او که په کوردننه مشکل دى دانو بيا ډېره مهم او اساسې خبره ده دا نو بيا ددنيا کار نه دى له موږ سره دا نو بيا دافغانانو کار دى چې سره کښېني او داستونزه سره حل کړي.

نو ما نړۍ ته دا ويلي که ستونزه په موږ افغانانو کې وې نو گوته ماته ونيسه او راته ووايه چې دغه ستونزې په خپله حل کړو او که چيرې دبيابان لاس دى او دخارج لاس دى او له بهرنه داستونزه راته پيښېږې نو بيا له ماسره ملگرى شه او ورشه ورته ووايه چې نور په افغانستان کې مداخله مه کوه .

د ترهگرۍ پر ضد اساسي مبارزه وکړه او داغواړو نن يې هم غواړم سبا يې هم غواړم او تردې خبرې نه تېرېږم .

زه په دې خوشحاله يم چې امريکې حکومت او ايتلافي ځواکونو زما خبره واوريده اوپه دې خوښ ېم چې د امريکې د بهرنيو چارو وزيره ژر ترژره کابل ته راغله او راته ويې ويلي چې کرزيه وايه مشکل دې څه دى او ما دا خپل ټول مشکل ورته وويلې او خوښ يم چې پوه شوله زموږ په ستونزو کنفرانس يې تاسو واو ېده او دا د صحېح دوستۍ علامه وه اوموږ ځينې خوښ يو.

پوښتنه : په افغانستان کې د ناټو قومندان واي چې نړيوال بايد د ولسمشر کرزي يعنې ستاسو خبرو ته غوږ کېږدې او دده په گرمان د روانو حالاتو ېو دليل هم همدادى چې نړيوالو دافغان مشرتابه خبرې اورېدلي خو منلي يې نه دي له ميرمن رايز سره ترلېدو او له هغې سره تر خبرو وروسته څ و مره ښاغلي ولسمشر تاسو ډاډه ياست چې دا کار دا ځل شوى دى ؟
هرځاى چې ترورېست يا افغانستان ته را استوي او ېا د ډيورنډ و اخوا د پښتنو پر ضد استعمالوي هغه ځاى ته بايد گوته ونيول شي.

ولسمشر: موږ خو خپلې خبرې وکړې او دوى هم زموږ خبرې واوريدې او په ډېر برخو کې توافق راسره وو څه شيان مو سره وسنجول او زه اوس په انتظار يم چې د دوى له خوا په هغو اصلاحاتو کې چې ماغوښتل په ځانگړي توگه د پو يسو دتقويي او امکاناتو په برخه کې څه راسره کوي .

په دغو حالاتو کې چې له هرې خوا تر حملې لاندې يو او وسايل مو دفاع وړ نه وي بيا نو مجبوره يو چې غږ وکړو او خداى دې وکړي چې ژر احوال راکړي .

پوښتنه: ديوه امريکايي جنرال له خولې رسنيو رپوټ ورکړى چې گواکې طالبان له گاونډي پاکستان نه خپل عم يات اداره کوي دا هغه خبره ده چې افغان دولت له ډېرې پخوا څخه کوله . که دغه ادعا رښتيا وي ستاسو په گومان ولې نړيواله ټولنه په دې اړه څه نه کوي

ولسمشر: سوال په دغه ځاى کې دى ، زموږ مشکل او غوښتنه پردغه ځاى کې ده ، دا زما غږ دا څو ورځو وړاندې هم له نړيوالې ټولنې څخه همدا وه ، زه خوشحاله يم چې دې امريکې جنرال دا خبره کړې ده.

اومنلي يې ده موږ به له دوى سره په دې کې مرسته وکړوخو موږ غواړو چې زموږ گاونډيان او په ځانگړې توگه پاکستان له تروريزم سره په مبارزې کې هغه لاره غوره کړي چې هم د دوى په گټه وي او هم زموږ په گټه. ده .

گوره نن په ټول افغانستان کې ورانۍ کيږي خو خصوصا په جنوبي ولايتونو کې که تاسو ځير شې په هغو ولايتونو کې چې له پاکستان سره گډه پوله لري دا ورانى ډير دى هر ورځ ښونځي ، روغتيايي مرکزونه سوځول کيږي ، قومي مشران ،ښونکي او ديني عالمان،هندي انجينر،کاناډايي ميرمنه يا عسکره، امريکايي انجينر او نور بهرني کا کونکي وژل کيږي .

نو د بهرنيو هيوادونو خلک به وايي دا زموږ ډاکټران ، انجينيران،او سرتيري په افغانستان کې افغانان وژني نو دوى به زموږ په اړه فکر کوي چې آيا افغانان د دې وړ دي چې موږ ورسره مرسته وکړو؟

او که ورسره مرستې کوو نو وژل کيږو ولى ؟ بيا دا زموږ دنده چې ورته ووايو دا افغانان نه دي چې دا کسان يې وژلي . ښه نو چې افغانان نه دي نو څوک دي .

هغه ځاى بايد پيداشي هغه ته باېد گوته ونيول شي هغه بايد معلوم شي . زما غږ دنيا ته همدادى چې اه دنيا افغانان ارامي غواړي ژوند غواړي در بدره دى ٣٠ کاله يې په مصيبت او په توطيه ، په مداخلو او په اشغال کې تېر شوى دى . غواړي چې خپل وطن جوړ او اباد کړي دا زموږ غږ دى .

پوښتنه: نو ايا طالبان افغانان نه بولى ؟

ولسمشر: هغه طالب چې افغان دى او ده افغان بچى دى په ژوند په خداى که خپله خاوره خرابه کړي.دهيڅ افغان بچى دا کار نه کوي .

زه طالبان پيژنم او ما له طالبانو سره وخت تير کړى . اصل طالب ددې خاورې دا کار نه کوي . ماته يې احوال راکړى دى . ماته طا بان راځي او احوال راکوي .

ماته يې ويلي چې کرزى صاحب موږ نه يو هغه هندي انجينير چې څوموده وړاندې ووژل شو او سر يې ځېنې پريکړ ماته طالبانو احوال راکړ چې دا موږ نه دى کړى او زموږ له نامه څخه گټه و اخيستل شوه.

پوښتنه: هغه وسله وال طالبانو تاسو ته داخبره وکړه ؟

ولسمشر: بلکل .
پوښتنه : نو چې دوى تاسو سره خبري کولاى شي ولې وسله پر ځمکه نه ږدي ؟

ولسمشر: احوالونه را استوي ، خبرې را استوي هره ورځ احوال را استوي وړمه ورځ هم راغلي و او ما ورسره خبرې وکړې. راځي ددې وطن خلک دي او خوايې بديږي په دې هېواد . زما سوال له ملا عمره او د دوى نورو مشرانوڅخه چې په بهر کې په ميلمستونونو کې ناست دي دا دى چې، اه ملا عمره دخداى روى ومنه که ته په دې کې ولاړ يې چې دا ځوانان را استوى مرگ ته يې ورکوي او خپله خاوره هم پرې خبرابوي نو ولې؟.

دا خو نه اسلام دى او نه هم افغانيت. او که ته پرې خبر نه يې بل څوک يې ستا په نامه کوي نو بيا اسلاميت،افغانيت او غيرت دا غواړي چې ته اعلان وکړې چې دا کار ما نه دى کړى. چې خپلو منځو کې س ه پوه شو. دا دافغانستان حالات دي .

که تاسو د ډيورند هاخوا په وزيرستان کې وگورې دغه مصيبت چې زموږ په منځ کې له تير يونيم کال راهيسې پيل شوى د پولې هاخوا هم پيل شوى دى په پښتنو کې د پاکستان .

هلته ښونکى ،قومي مشر،خبريال او کار پوه وژل کيږي. مکتب سوځول کېږي . او خلک تعلېم ېافته او دقوم سپين ژېرې فرار ته مجبوره کيږي . داڅوک دي زموږ قومي مشران او دډېو رنډ و اخوا دقومي مشرانو وزل او تهدېد څوک کوي زموږ غوښتنه زموږ له ورونو د پاکستان له حکومت څخه هم دا ده چې دا مصيبت څوک راپيښوي راځه چې لاسونه سره ورکو که اسره قانع يې او داورک کړو.

که نه ددې څخه به ډېره لوېه بلا جوړه شي . دا داسې نه ده چې يوازې به افغانستان پکې برباد وي افغانستان والله که بالا برباد شي .

موږ شايد څه وخت ستونزې ولرو انسانان به مو وژل کېږې خو دا مملکت کاميابه دي ځکه چې ددې خاورې خلک ددې ملت کاميابي غواړي او موږ سل په سلو کې ب يالي يو او انشا الله خپل مقصد ته به رسيږو.

پوښتنه: تاسو واياست د ډېورنډ دکرښې اخوا او ديخوا چې کوم خلک تخريب کوي يودي سره او دا پاکستان ته هم گواښ پيښوي ليکن په عين حال کې تيره اونۍ چې تاسو د ست اتيژيکې همکارۍ خبره کوله تاسو وويل هغه ځاى دې په نښه شي چې ترهگروته وسلې ورکول کيږي ..........

و سمشر : بلکل هر ځاى چې دي هرځاى چې تروريست روزل کيږي ، ترورېست ته پيسې،وسلې ورکول کيږي او هرځاى چې ترورېست يا افغانستان ته را استوي او ېا د ډيورنډ و اخوا د پښتنو پر ضد استعمالوي هغه ځاى ته بايد گوته ونيول شي.

هر ځاى چې وي . که دا په افغانستان کې وي او که له افغانستان نه بهر باېد په نښه شي .

پوښتنه: يعنې په دې حساب دا ستونزه د پاکستان هم ده او بايد پاکستان په دې کې لاس ونه لري ځکه چې په خپله خاوره کې خو څوک څه نه خرابوي .

ولسمشر: دا ستونزه ددې سيمې ده زموږ هيله او وينا هم همدا ده چې سيمه دې داسې فکر نه کوي چې زه به يوازې افغانستان پکې سوځم.

دا اور وروره امکان ددې نشته چې دادې يوازې پر موږ پورې محدود وي . رسيږي تر هر ځايه چې رسيږي .

او زه . تر څو چې په دې خاوره کې ولسمشر يم نه پټه خوله کيناستى شم ، نه يې زغملى شم، هم مې مسوليت دى او هم مى آخرت دا راته وايي .زه د خبرو لاره غواړم.

 زما غږ دنيا ته همدادى چې اه دنيا افغانان ارامي غواړي ژوند غواړي در بدره دى ٣٠ کاله يې په مصيبت او په توطيه ، په مداخلو او په اشغال کې تېر شوى دى . غواړي چې خپل وطن جوړ او اباد کړي دا زموږ غږ دى .
 

پوښتنه: پاکستان وايي چې افغانستان په کور دننه هم ستونزې لري . ولسمشر کرزى په دې وروستيو کې مې ستاسو له يوه والي سره مرکه لرله هغه راته وويل چې قاضيان يې په ښکاره رشوت اخلي . ستاسو دکابينې ځېنو پخوانېو لوړ پوړوچارواکو هم ويل چې گواکې ځينې لوى کسان په دولت کې په قاچاق اخته دي . ستا سو خپله هغه پخوانۍ هېله هم چې گواکې کار به ېې اهل ته سپارئ د ډېرو افغانانو په گومان نه دى ترسره شوې نو ايا داسې کوم تغير ممکن دى کوم نوى پلان لرى چې د خلکو دغو ريښتېنو اندېښنو ته ځواب ورکړى .

ولشمسر: وروره، دغه کوښښ مې له اوله ورځې څخه تر ننه کړى دى. چې ټولو هغو کسانو ته کار ورکړم چې زموږ په نظر کار کولى شي. او ازمويلي مې هم د ي له بهرنه مې هم افغانان راوستلي دي .

دننه په افغانستان کې مې هم ځوانان پيداکړي او کار مې ورکړى دى . سپينږيرو ته مې هم کار ورکړى دى ، چې استعداد مو پکې ليدلي دا کار مو کړى دى.

کوښښ مو کړى دى چې دا کار پر ټولو افغانو وويشل شي او هېڅ وک بې برخې پاتې نشي .

خصوصا پر هغو کسانو چې استعداد لري. خو په ځينو مواردو کې پښيمانه شوي او ناکامه شوي دي .

له بهر راغلي ځيني کسان د دې پرځاى چې کار وکړي دلته يې د ځان لپاره شتمني پيدا کړې او هېواد يې بېرته پريښى بيا تللي دي.

ځيني کسانو چې په داخل کې کښيناستلي کار يې نه دى کړي . زه منم چې رشوت شته ، اداري فساد شته .

اوپه دې ټوله سيمه کې شته افغانستان يوازې نه دى. د يوې نړيوالې ټو نې د سروې له مخې يوازې ايران پر افغانستان په منطقې کې ښه دى. خوبيا د نورو ټولو گاونډيو هيوادونوپه پرتله ادا ي فساد په افغانستان کې کم دى.

خو دا په دې مانا نه ده چې موږ ووايو افغانستان له نورو هيوادنوڅخه ښه دى. او د اداري فساد کچه يې کمه ده.

د خوشحالې څاى هغه وخت دى چې افغانستان د ښه اداره لرونکيو هيوادونو په ډلې کې وشمارل شي. دا وخت غواړي ، دا مسلکي انسانان غواړي ، دا د قانون پلي کول او د قضايي سيستم او څارنوالۍ اصلاح کول غواړي. . په دې اصلاحاتو لگيا يو او ډير وخت به پرې ولگيږي.

زما دوره به ختمه وي او فساد به ختم نه وي.او حتى د بل ولسمشر دوره به هم ختمه وي خو بيابه هم د فساد لمنه نه يې ختمه شوې. په هيڅ ځاى کې نه ده ختم او په افغانستان کې به هم ختم نه شي خو د اصلاح د ښيگڼې وخواته د بدلون هڅې بايد تل جاري وي .