په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8053
عرفان - کاناډا
دخبریدو نیټه : 2006-07-09

 یوه شپه له جهاني سره په ټورنټو کې   

دکاناډا د ملي ورځې د لمانځنې په ویاړ

دښاغلي عبدالباري جهاني د فرهنګي او ادبي هلو ځلو د درنښت غونډه

 

دکاناډا څخه د عرفان پوټ

 

دافغان رسالې/ افغان پوست په نوښت د روان کال د جون پر دیرشمه دجمعې په ورځ د کانا ا په ټورنټو ښار کې د کاناډا د ملي ورځي په مناسبت  او هم د افغانستان د مخکښ او ملي اعر ښاغلی عبدالباري جهاني د فرهنګي او ادبي هلو ځلو په درنښت یوه پرتمینه غونډه جوړه سوه .  په دې لویه غونډه کې څه باندې درې سوو افغانانو او هم کاناډایي شخصیتونو برخه اخیستې  وه . همداراز په ټورنټو کې د افغاني خپرونو چلونکو او مسولینو او هم ادبي ــ فرهنګي څیرو پدې غونډه کې  برخه  درلود  چې د ټولو ګډون والو د بشپړ خوښی وړ وګرځیده.

د غونډې صالون ډیزاین  ډیر ښایسته تر سره سوی و ، د افغانستان دملي مشرانو څېرې، د افغانستان نقشه، د کاناډا او افغانستان ملي بیرغونه، د ښاغلي جهاني د کتابونو  لومړی مخ په غټ سایز د سالون په هرې خوا کې تر سترګو کیدئ،  البته د صالون د ډیزاین چارې  م بتکرې کبرا جانې هوتکي په غاړه درلودی چې مننه او کورو دانې ورته وایو.

 

 د یادونې وړ ده چې افغان رسالې / افغان پوست همیشه  نه یوازې د افغانستان ملي ورځې او ملي تاريخي څېرې لمانخي بلکې د کوربه هیواد ملي و ځې هم لمانځي او دا هیواد د استوګن افغانانو دوهم کور ګڼی .

 نوموړې غونډه چې « یوه شپه له جهاني سره » بلل سوې وه د مازدیګر د اووبجو په شاوخوا کې پیل او د شپې تر یوې نیمې بجې پورې روانه وه. لومړی د پروګرام د انانسرانو « محترمې نسرین هوتکي  ــ  مح ترمې ډاکټر مژده کاظمي » لخوا ټولو برخوالو او میلمنو ته ښه راغلې وویل سو او غونډه یې د ښاغلي سید میرزا محمد عابدي لخوا د قران مجید د څومبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل کړه. ورپسې د کاناډا ملي سرود او بیا د افغانستان ملي سرود وږغول سو  چې ټول حاضرین د احترام لپاره ودریدل .   وروسته د افغان رسالې/ افغان پوست  مسوول مدیر احمد شاه هوتکي خپله پرانستونکې وینا واوروله چې د کاناډا د ملي ورځې لمانځنه یې وکړه  او د ښاغلي جهاني د ادبي او ف هنګي  خدمتونو په بارکې کې یې لنډتوضیحات ورکړل  چې په هره برخه کې د ګډون کوونکو لخوا د تودوو احساساتو سره مخامخ سوه. ور پسې د کاناډا د پارلم ان استازې ښاغلي جیم ګرجیانس (    Hon. Jim Karygiannis, MP) ته بلنه ورکول سوه چې خپله وینا واوروي ، ښاغلي جیم ګرجیانس د لومړی ځل لپاره د افغانانو لخوا د کاناډا د ملي ورځې د لمانځلو په خاطر ډیره خوښي وښودله او په دې اړه یې د افغان رسالې / افغان پوست زیاته درداني وکړه، ده د افغانستان د ملي شاعر او تکړه لیکوال ښاغلي جهاني د کار او زیار یاد ونه په دغسې یوه مهمه ورځ د افغانانو یوه لویه کامیابي وګنله او ټولو ته یې مبارکی وویله.

 

ورپسې  ښاغلي جیم ګرجیانس،   د کاناډا د پارلمان د غړي او د د ایمګریشن مخکني وزیر او دکاناډاد لیبرال د  ګوند  د مشرۍ کاندید او د کاناډا راتلونکي صدراعظم ښاغلي جو ولپي، ( Hon. Joe Volpe, MP.) یې معرفی کړ  او هیله یې وکړه چې ستيژ ته راسي او څو خبري حاضرینو ته واوروي .

ښاغلي ولپی وویل چې نن د افغانستان او کاناډا تاریخونه سره پیوند سوي او دواړه ولسونه نور یو د بل سره مستقیماْ تړاو لري . ده وویل چې افغانستان او کاناډا یو د بل نه لیري پراته دي خو نور به یې زړونه او خوښۍ سره مشترکي وي . ده زیاته کړه چې موږ  پدې ویاړو چې افغانانو د لومړی ځل  لپاره  د افغان رسالې په همت او نوښت د کاناډا ملي ورځ ولم انځله او په دغسې مهم ترینه  ورځ  یې د خپل هیواد مهمترین اعر ښاغلي جهاني په نړیوالو وپيژانده . ده جهاني ته خپل خاص  احترام او اخلاص وښود او هغه یې یو منلی افغان شاعر وباله او ډ ټولو حاضرینو خصوصاْ د افغان رسالې څخه یې د دغسې  لمانځنو  په  خاطر ډیره مننه وکړه .

 

وروسته هغه سوغات  ( لنګی   چې  د افغانانود ملي کلتور سمبول دی)   د افغان رسالې لخوا تهیه سوې وه د ښاغلي احمدشاه هوتکي لخوا ښاغلي جو ولپی ته وړاندی سوه او  چې بیا د احمد شاه هوتکی  او ښاغلي محمد م عصوم هوتک لخوا وروتړل سوه، چې  ښاغلي جوولپی    په ډير ه  خوشحالی  او کور ودانۍ سره ومنل  .

وروسته د مارکم  د سیمې کونسلر ښاغلي خالد عثمان(Mr. Khalid Osman) هم خپله وینا واوروله چې د هغې په ترڅ کې یې د افغاني جامعې څخه په عام ډول او د افغان رسالې څخه په خاص ډول مننه وکړه چې د لومړی ځل لپاره یې د کانا ا ملي ورځ تجلیل کړه . ده هم په خپل نوبت پیاوړی شاعر ښاغلي جهاني ته خپلي نیکې هیلې څرګندې کړې او هغه یې د افغانستان د فرهنګ او ادب یو ځلانده ستوری وباله. ورپسې د کاناډا د ملي ورځې په مناسبت د ددې هیواد بیلا بیل طبیعي مناظر او د لیدو وړ مشهور ځایونه او پرمختګونه  د محترمې کبرا هوتکي لخوا س اید(  Slide Show  )  شو وښودل سول چې پر عین وخت د مدینې  جانې هوتکی لخوا د کاناډا د ورځي تاریخي پس منظر په انګریزي ژبه لوستل کیدې ، چې د حاضرینو په تیره بیا د ښاغلو جو ولپی او جیم  د تاوده هرکلی سره مخامخ کیدل.

 

 د غونډي په ورپسې برخه کې  د کاناډا د صدراعظم ښاغلي ستفین هارپر ( Hon. Stephen Harper, Prime Minster of Canada ) رالیږلی پيغام ، د کاناډا د اطلاعاتو او کلتور وزیرې میرمن بیورلی جودا (  Hon. Beverley J. Oda  ) پیغام، د آنټریو د ایالت د صدراعظم ښاغلي ډالټن مګڼتي (Hon. Dalton McGuinty ) پیغام، د ټورنټو د ښاروال ښاغلي ډیوید میلر( Mayor of Toronto David Miller)  پيغام ،د کاناډا د ملي او توکمي  د خپرونو د شورا د رئیس ښاغلي سارس پیغام،  د محترمې نسرین هوتکي  او ډاکتره مژده کاظمي  خوا ولوستل سوه  ، چې ټولو د کاناډا د ملي ورځې او د افغانستان د مخکښ شاعر ښاغلي عبدالباری جهاني د خدمتونو د ستاینې په مناسبت خپلې نیکې هیلې او زیاتې خوښۍ څرګندې کړې او د افغان  رسالې/ افغان پوست  دغسې عملي خدمت یې ډير ستایلی دی . په دې پیغامونو کې په رښتیا هم   «  جهاني »  نور نو جهاني سوي دی .

 

 د پروګرام  په ب ه  برخه کې دغه رارسیدلې پیغامونه  هم  دافغان رسالې د مرستیال   ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد، محترمې نسرین  هوتکی او محترمې مژده کاظمي لخوا ولوستل سول :

په سويډن کې د افغانانو د دوستي د ټولنې ښاغلي حبیب الله غمخور پیغام ، دسويدن څخه د ښاغلي ډاکټر اکرم عثمان پيغام، د امریکا څخه د ښاغلي داؤد مومند رالیږلي پيغام، په آنټریو کې د اوسیدونکو افغانانو د اتحادیې د رئیس ښاغلي اکټرحسین  دانشور پیغام ولوستل سو چې ددې ورځې او ښاغلي جهاني د کار او زیار د ستاینې په مناسبت رالیږل سوی وو.

د غونډې په دوهمه برخه کې  احمدشاه هوتکي د څو تنو میلمنو څخه هیله وکړه چې د ستيژ  تر څنګ خپلو ټاکلو څوکيو ته تشریف وروړي چې هغه عبارت وو له :

ښاغلي سید محمد اکبر سید زاده، ښاغلي عبدالباري جهاني، ښاغلي ډاکټر اکسیر او ښاغلي محمد معصوم هوتک څخه .

 

وروسته بیا   ښاغلي سید زاده د جهاني په ستاینه خبري وکړې او یو خوږ شعر  یې ولوست چې په ولولو سره بدرګه سو، ورپسې د هیواد مشهور نقاش او انځور ګر ښاغلي کامران احمدي چې د محترم جهاني انځور یې رسم  کړی و ښاغلي احمدشاه هوتکي ته ورکړ  ،  چې بیا ښاغلي کامران او احمدشاه هوتکي هغه انځور ښاغلي جهاني ته تقدیم کړ .

 ښاغلي جهاني خپل دا تصویر په ډيره مینه قبول کړ او د  هوتکي او محترم احمدي څخه یې ډیره مننه وکړه.

ددې نه وروسته د هیواد تکړه لیکوال او څیړونکي ښاغلي محمد معصوم هوتک چې د جهاني نژدې انډیوال او دوست دی، خپله وینا واوروله چې د جهاني د ادبي او فرهنګي شخصیت پرمختلفو اړخونو یې پوره ړڼا واچوله ، د غونډې لومړنۍ برخه د ماښام د لمانځه لپاره په یوه وقفه سره پای ته و رسيده. د ماښام د لمانځه تر ادا کولو وروسته د ډوډۍ خوړولو نوبت  سو چې د افغان رسالې لخوا تهیه سوې وه .

 

د غونډې دریمه برخه د ماخستن پر لسو بجو پیل سوه  چې  تر هرڅه مخکې ښاغلي ډاکټر اکسیر د جهاني د هرکلی پاره یو ډیر خوږ شعر ولوست چې په هره برخه  کي حاضرینو بدرګه کاوه ، ورپسې ښاغلي جهاني ته لومړنی نوبت ورسید چې څو مختلف او په زړه پورې  شعرونه یې د غونډې مینه والو ته واورول چې یو ساعت یې په بر کې ونیو. د جهاني هغه شعري داستان چې د نوشیروان عادل او د کابل د شیر پور د قضیې پرتله وه د حاضرینو د مسلسلو چکچکو او ستاینو سره مخامخ سو او څو ځله  هره برخه ورباندې تکراریده.

بیا  ښاغلي انجینرسلطان جان  کلیوال خپل شعر د جهاني په هکله ولوست چې ډير په زړه پورې او د زیات هرکلی وروګرځید. و وسته ښاغلي جان محمد سرشک، ښاغلي ډاکټر حفیظ الله خوږلن ، ښاغلي محمد اصغر عبادي او په پای کې ځوان شاعر ښاغلي سعید لودین هر یوه په خپل نوبت ډیر خواږه شعرونه واورول چې ټولو محفل ته خورا تازه ګي او رنګینی وبخښله او ب خه والو پخپلو ولولو سره بدرګه کول.

 له دې نه وروسته ښاغلي جهاني ته دوهم نوبت ورسید  چې د عمر خیام د څلوریځو منظمومې ترجمې یې داسې تقدیمولې چې لومړی به محترمه نسرین هوتکي د خیام فارسي رباعي لوستله او وروسته به ښاغلي جهاني د هغه پښتو منظمونه ژباړه اوروله. د غونډې ب خه والو په هر برخه کې خپلې خوښۍ څرګندولې او دابهیر په ډیر جوش او خروش سره جریان درلود.

 

وروسته د افغان رسالې مسوول مدیر احمدشاه هوتکي دسوغات یوه  لنګۍ او د ګلانو ګیډۍ ، چې د افغان رسالې لخوا  د تحفې په توګه تهیه سوې و .  ښاغلي جهاني ته وړاندی کړل   چې په آنټریو کې د افغانانو د اتحادیې پخوانی رئیس ښاغلي الحاج انجینیر عبدالوافي هادي  او احمدشاه هوتکي  په ګډه  ور  وتړل.

بیا د ښاغلي جهاني  لخوا د میدیا کارت  چې د کاناډایي ژورنا یستانو لپاره دی او دې غونډې ته رالیږل سوی وو  د افغان رسالې مرستیال  ښاغلي  ډاکټر نثار احمد صمد ته  وړاندی سو  چې د ډاکټر  صمد لخوا   مننه  وسوه..

 

د پروګرام په پای کې د موسیقي نوبت سو چې تکړه هنرمند ښاغلي هاشم آغا ( د ټورنټو ناشناس) په خپل خواږه آواز کې څو په زړه پورې سندرې وویلې چې د حاضرینو د پرله پسې چکچکو او ولولو سره مخامخ سو.

 

د افغان رسالې  لخوا د هغو افغاني مراجعو ، سوداګرو، اشخاصو او نوروټولو هغو څخه ډیره مننه او کوردوانۍ وسو چې ددې پروګرام په جوړولو کې یې مرسته  او همکاری کړې وه .

 

غونډه د شپې پر یوه نیمه بجه پای ته و رسيده او په ورستۍ شېبه کې هغه سوغاتونه چې د افغان رسالې لخوا تهیه سوی وو ، د احمدشاه  هوتکي لخوا مشهوروهنرمندانو لکه ښاغلی استاد مس الدین مسرور، ښاغلي استاد شاه ولي، ښاغلي هاشم آغا، ښاغلي بابي جان، ښاغلي لالا آغا،  فلمبردار ښاغلي میرویس هوتک ، دپروګرام انانسرانو محترمه ډاکټره مژده کاظمي، محترمه نسرین جانه هوتکي، د سالون د ډیزائینر محترمه کبرا هوتکي، تکړه انځور ګر ښاغلي کامران احمدي،ته وړاندې سول  چې په کور ودانۍ سره یې مننه وسو ه .

باید وویل سی  چې افغان سالې  په ټورنټو کې ګڼو افغاني شخصیتونو ته په دې غونډه کې  د ګډون بلنه ورکړې وه چې ټولو په خوښی او ورين تندي سره قبوله کړه او ګډون  یې پکښې وکړ خو په ټورنټو کې د افغانستان   دجنرال قونسل ځاي خالي وچې هغه په دې پرتمینه غونډه کې ګډون ونکړ او نه یې هم خپل معذرت وړاندی کړ، همدا علت دی چې ددې غونډې اکثریت برخه والو خپل خپګان او نارضایت په ډاګه ښودلی او افغاني قونسلګری  یې د یو مشخص  ګروپ نماینده وبلله  .

 

د افغان رسالې/ افغان پوست په نوښت   چې د هیواد دخوږ  ژبي او ملي شاعر ښاغلي عبدالباری جهاني د کار او زیار د ستاینی کومه  غونډه  په ټورنټو کې جوړه سوه نو دا ومړی ځل  دی چې د یو پرمختللې هیواد یعنې کاناډا صدراعظم، د کابینې وزیران ، لوړچارې، او پارلماني استازی په خپلو پیغامونو کې د هغه د ملي خدمت او رښتنی شاعرۍ یادونه او ستاینه کوی او هغه د کانا ا په ملي ورځ په مینه او لورینه سره ستایی. نو ځکه موږ حق لرو چې ووایو ښاغلي جهاني نور نو جهاني ابعاد  ومیندل یعنی دا چې  :

جهاني  ــ جهانی سو !

 

 

2006 - Abdul Bari Jahani In Toronto