په كندهار كي د مېشت روهي ادبي بهير ۱۶ مه اونيزه غونډه د روان كال د چنګاښ پر ۲۲مه د پنجشنبې په ورځ جوړه شوه.
دا د مشاعرې نوبتي غونډه چي د ماځيګر پر پنځه نيمي بجې د قرآن شريف په تلاوت سره پيل شوه، پرانيستونكې وينا يې سيداحمد قانع وكړه. هغه د بهير پر نظم او پرله پسې تودو غونډو خوښي څرګنده او د ملګرو پر نور يووالي يې ټينګار وكړ، ده دا هم وويل چي له كندهاره چي ځيني ملګ ي كابل ته د ولسمشر حامد كرزي په غوښتنه تللي وو او له هغه سره په درو پرله پسې كتنو كي يې د افغانستان په سهيل لويديځه سيمه كي پر ستونزو او د ادارې پر لارو چارو خبري وكړې نو د كندهار چارواكي اوس ورته په خښم دي او په بې ا بېلو ډولو سره يې ګواښي، ده وويل چي د دغسي ګواښونو پر وړاندي د روڼاندو او فرهنګيانو يووالى حتمي خبره ده، ده وويل كه موږ يو لاس و اوسو، د هيچا ګواښ به راباندي اثر و نه كړي.
وروسته شاوخوا دېرشو تنو شاعرانو په وار سره شعرونه ولوستل، د ترنم زمزمې يې خپرې كړې، د مشاعرې وياند فضل احمدانيس د طنز او خندا په مالګه پروګرام نور هم نمكين كړ. د مشاعرې مېلمه ځوان قدرت الله لېوال او مشر يې واصل حسنيار و چي د غونډي د ارزوني په ترڅ كي يې د قانع د يووالي د خبري پخلى وكړ، او هم يې د شعر پر شعريت او هنريت ټينګار وكړ، ده د دې ارزښت د خپلولو لپاره پر مطالعه ډېر ټينګار وكړ، ده وويل چي زموږ ځيني ملګري مطالعې ته هيڅ پام نه كوي، چي دا كار د دوى د پرمختګ په مخ كي خنډونه جوړوي، ده وويل چي ۹۰ په سل كي بايد مطالعه وشي او ۱۰ په سل كي ليكنه.
غونډه د ماښام د لمانځه
پر مهال د دوعا په ويلو پاى ته ورسېده. په اخير كي يادونه وشوه چي په بله غونډه كي به واصل حسنيار شعر كره كتني
ته وړاندي كوي او عبدالاحمد محمديار به تبصره پر ليكي.