تېره چهارشنبه بيا هم د هلمند ولايت پر ځينو سيمو باندي د ائتلافي ځواكونو د جنګي الوتكو له خوا بمباري وشوه، چي دغه بمباري د هلمند په نوزاد ولسوالۍ كي څو- څو ځلي ترسره شوه.
د هلمند په بېلا بېلو ولسواليو كي د ايتلافي او افغان ځواكونو له خوا د مخالفينو په وړاندي د غرني فشار په نامه تصفيوي عمليات پيل شوي، چي تر يوې نيمي مياشتي راهيسي تقريباً لس زره كورني او بهرني سرتيري ونډه پكښي لري.
د هلمند د سنګين او نوزاد ولسوالۍ جګړې د ايتلافي ځواكونو په وينا په تېرو څلورو كلونو كي تر ټولو سختي او بې ساري وې. دوى وايي چي د القاعده او طالبانو په لسګونو جنګيالي يې له منځه يوړل.
د هلمند ولايت د نوزاد ولسوالۍ بمباري ډېره درنه ښوول شوې ده، چي په هلمند ولايت كي دو تي چارواكي وايي عامو وګړو ته نه يوازي زيان نه دى رسېدلي، بلكي د هلمند د والي انجنير محمد داود په وينا يو ملكي وګړى پكښي ټپي شوى هم نه دى.
تېره چهارشنبه بي بي سي او ازادۍ راډيوګانو په هلمند كي د ايتلافي ځواكونو د يوه وياند تورن ډرېو په حواله يو ريپوټ خپور كړ، چي ګواكي د نوزاد ولسوالۍ په بمبارۍ كي نژدې سل كسان وژل شوي دي، چي ۳۵تنه يې وسلوال طالبان دي، خو وروسته چارواكو توند غبرګون وښود او ويې ويل په دې شمېر خلك نه دي وژل شوي، دوى دا هم وايي ټول زيانمن شوي كسان طالبان دي.
د بي بي سي د ټلوېزوني خپرونو له لاري هم د نوزاد ولسوالۍ وروستي انځورونه خپاره شول او په راډيوګانو كي هم د ځايي خلكو ږغونه نشر سول، چي د جګړو او بمباريو په ترڅ كي يې د لسګونو ملكي كسان د وژل كېدو او ټپي كېدو په باب يې څرګندوني كولې.
كه څه هم په هلمند ولايت كي دولتي چارواكي د تل په شان په ټينګه د ملكي كسانو وژل كېدل ردوي او وايي زيانمن شوي كسان وسلوال طالبان دي، خو ولسمشر كرزي په دې موخه يو پلاوى ټاكلى، چي د نوزاد ولسوالۍ د سر او مال د اړول شويو زيانونو ارزونه او پلټنه وكړي.
د نوزاد ولسوالۍ بازار په بشپړه توګه ويجاړ سوى دى، چي د جمعې د ورځي ځيني انځورونه يې د دې پېښې پخلى
كوي: