دارواښاد مولوي محمديونس خالص لنډ ژوندليک

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8274
بېنوا خپرنيزه څانګه
دخبریدو نیټه : 2006-07-24

دیني عالم ، یکوال ،شاعر او د افغانستان  پخوانى جهادي شخصيت او د اسلامي حزب مشر مولوي محمد يونس خالص  د۱۳۸۵ لمريز کال د چنګاښ د مياشتي پر  اته ويشتمه نېټه ( ۱۹ جولای ۲۰۰۶ ) د و پيښې ناروغۍ له امله د اوه اتيا كلونو په عمر له د فاني نړۍ سترګې پټې كړې .
 د ارواښاد مولوي خالص د مړينې خبر د هغه د مشر زوى انوارالحق مجاهد له خوا د خبري رسنيو له لارې د يوه ليك په بڼه خپور شوى

  د مرحوم مولوي محمديونس "خالص" لنډ ژوندليک

 مولوي محمديونس "خالص" په کال 1919 ميلادي کال د ننګرهار ولايت د خوګياڼيو د ولسوالۍ د ګندمک د کلي (قاضيانوکلا) کې زيږيدلي ؤ هغه د پخواني بادشا محمدظاهر له وخته د بي دينۍ پرضد مبارزه پېل کړي وه په کال 1353 هـ ش کې يې د پاکستان سرحدي سيمو ته هجرت وکړ او بيا يې په کال (1357 هـ ش 1978 ميلادي ) کـــي د کــمونـــستــانــو د مــنــځتـــه راتــګ څـــخـــه وروســــتـــه د حزب اسلامي افغانستان په نوم ګوند جوړکړ .
 دې ګوند د کمونستانو او روسانو پر ضد جهاد کې خورا فعاله ونډه واخيسته او په کال (1358 هـ ش 1979 ميلادي ) کې مولوي "خالص" ننګرهار کې د (توره بوړه ) مشهور جهادي م کز تاسيس کړ .
 د مولوي محمديونس "خالص" پلار ملا عبدالاکبر د انګريزانو پرضد جهاد کې برخه اخيستې وه او م ولوي "خالص" د (1357 هـ ش کال د ميزان له مياشتې څخه د نجيب الله د رژيم ترسقوط پورې پخپله جهاد کې برخه اخيستله .
 مولوي "خالص" پخپل منځى جګړه کې هيڅ وخت هم برخه نده اخيستې او هم يې د کمونستانو او روسانو په ګډون د يو ادين قوت سره هم سازش ندى کړى .
 مولوي محمد يونس "خالص" د پښتو ژبې خورا ښه وتلى شاعر او ليکوال ؤ د هغه عر ډيرې ځانګړتياوې درلودې چې د( بډه ) او (ماراولړم ) شعر يې خورا زيات شهرت موندلى ؤ .
 هغه يو شمېر کتابونه په پښتو ژبه ليکلي او هم يې له عربي ژبې څخه ژباړلي دي .
 نوموړى چې خورا تکړه ديني عالم او د قرانکريم حافظ ؤ ډير وخت يې په درس او تدريس کې هم تېر کړى دى .
 مولوي "خالص" په کال 1988 ميلادي کې د امريکا په سپېنه ماڼۍ کې د وخت د جمهور رئيس ( رونالډريګن ) سره په يوه ليدنه کې هغه ته د اسلام د سپېڅلى دين د منلو بلنه ورکړې وه .
 م ولوي "خالص" د2003 ميلادي کال د اکتوبر په مياشت کې په ناڅاپي توګه ننګرهار کې د اصل کور څخه لادرکه او د ام يکايانو پرضد يي د جهاد اعلان وکړ .