عادل اڅکزئ - چمن
تېره ورځ
د جولاي دمياشتي پر ۲۹ مه نېټه د سهېلي پښتونخوا په مرکز کويټه کي د پښتو ادبي غورځنګ په دفتر کي پرځايي
وخت د غرمې په دوولس نيمو بجو د عالمي سېمينار د ايوارډ کمېټۍارزښتناکه غونډه پېل سوه ،چي ورپکي د ايوارډ کم
ېټۍ لاندنيو غړو برخه په کي درلودله:
۱ عمرګل عسکر
۲ ډاکټر لياقت تابان
۳ عصمت الله
زهير
۴ ډاکټر عبدالرؤف رفيقي
۵ محمد صادق ژړک
۶ عادل اڅکزئ
۷ عبدالستار راهياب
د
نوموړي غونډي د ويندويی چاري ډاکټر لياقت تابان پر مخ بېولې ،پېل عبدالستار راهياب د قران پاک په مبارکو
اياتونو سره وکړ ، ددې غونډي د مشرتابۀ د دنده ( عمرګل عسکر ) ته وسپارل سوه ، له دې څخه وروسته محمد
صادق ژړک د کمېټۍ غړو ته د ايوارډ ورکولو دپاره د پښتو ادب ۱۷ صنفونو نومونه په ليکلي ډول وړاندي کړ
، چي لاندي يې درته ذکر کوم،
۱ نظم ۲لنډه کيسه ۳ناول ۴ډرام
ه ۵ تارېخ ليکنه ۶ کره کتنه ۷تذ کيره ليکنه ۸ ورځ پاڼه ۹ اذاد نظم
۰ ژباړه ۱۱سندر غاړی ۱۲مجله ۱۳ غزل ۱۴ راډيويي خدمت ۱۵
خطاطي ۱۶ ټيلويزني خدمت ۱۷ انځورګري .
ژړک چي کله د وړاندي صنفونو نومونه واؤرول ، دا
يې هم ورسره زياته کړه چي تاسو کولای سئ چي نور هغه صنفونه باندي ور زيات کړی کوم ضروري صنفونه چي له ما څخه
پاته سوي وؤ .
وروسته له دې لومړئ عبدالرؤف رفيقي پخپل وار سره وويل ، چي په وړاندي نومونو کي د څېړني ذکر نه
وسو ، بايد د څېړني صنف ورزيات کړل سي ، د رفيقي دا تجويز ټولو غړو بې له کوم اختلافه ورسره ومنۍ ۱۸ څ
ېړنه ، ورسره اضافه سول ، له دې څخه وروسته عادل اڅکزي د غونډي له مشر څخه د اجازې غوښتلو پس د
خپل تجويز په ترڅ کي وويل ، زما په اند وړاندي ذکر سوي صنفونه ټول د قدر وړ دي ، هر چا چي په کوم صنف کي د کيفيت
ه مخي ښه کار کړی وي ، په همدې خاطر د ايوارډ حقداه بايد همهغه شخصيت او اداره وبلل سي ، دا يې هم ورسره
زياته کړل په وړاندي نومونو کي د يوه نوم ذکر نه سو وه ، لکه ( پښتو وېب پاڼه ) ، لکه څرنګه چي تاسو ته معلومه
ده چي اوس د الېکټرونيکس يا برقي مېډيا درور ته موږ وتلي يو ، د ښه مرغه د تيرو دوؤ کالو رائيسې د انټر نېټ پر
نړيوال جال پښتو وېب پاڼو هم خپل ځای جوړکړی دی ، بايد په وړاندو نومونو او صنفونو کي د ايوارډ په ورکېدا کي
پښتو وېب پاڼه ور اضافه سي ، ټولو غړو دې تجويز ته هم په مثبت نظر وکتل ،۱۹ پښتو وېب پاڼه ،
ورسره اضافه سول ، دريم تجويز د ډاکټر لياقت تابان وؤ ، نوموړي د خپل تجويز په ترڅ کي د ( فلم ) د ور
اضافه کېدا غوښتنه وکړه ،د ډاکټر تابان له دې تجويز سره بعضو غړو اختلاف وښود ، بالا خېره دا تجويز رايي ته
وسپارل سو ، چي په اکثريت د رايو په وړولو سره دا تجويز تايېد سو ۲۰ فلم ، ورسره اضافه سو ، بايد
ووايم چي په هر صنف کي د معيار خاطر په پام کي نيول سوی دی ، مانا په هر صنف کي يؤ ، يؤ شخص د ايوارډ دپاره په
د قيق ډول وټاکل سول ودې غونډي تقريبا څلور نيم ساعته ادامه درلودله .