د شهيد فرهاد ياد غونډه جوړه شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8312

دخبریدو نیټه : 2006-07-30

عبدا احمد محمديار/كندهار

 

د ارواښاد شهيد طاهر فرهاد په ياد غونډه د روان كال د زمري پر پنځمه په كندهار كي د روهي ادبي بهير له خوا جوړه شوه، په دې غونډه كي د ځوانيمرګ فرهاد د ارواخوښۍ لپاره د قرآن عظيم ال ان ختم او خيرات هم وشو.

د غونډي د پيل په وينا كي د هيواد كلتوري ټولني مشر واصل حسنيار د ساينس تر څنګ د شعر د ارزښت په اړه وويل چي دى دامني چي ساينس انسان ته ډېر څه وركړي دي خو شى چي يې نه دى وركړى هغه روحي غذا ده، دا غذا د روهي بهير غوندي بانډارو په ترڅ كي د موسيقۍ په يوه پرده او د يوه عر په يوه بيت كي ترلاسه كېداى شي، ده وويل چي نن دوى يوه خواشينوونكې غونډه جوړه كړې. هغه د ځوانيمرګ فرهاد ياد غونډه ده چي دوى يې د وير پر ټغر ناست دي، خو ده بيا پر دې ټكي خوښي وښووله چي په كندهار كي د يوې بلي پښتني سيمي د يوه ځوان پر مړېنه اوښكي تويېږي، ده دا د پښتنو د راويښېدو او پرمختګ نښه وبلله، ده زياته كړه چي خداى دي موږ ته دا احساس هم راكړي چي آن د دې خاوري د يوه دري ژبي افغان د يادوني همت هم وكړو، دا ځكه چي دا وطن د ټولو افغانانو ګډه خاوره ده.

ورپسې د تيري غونډي ګزارش د عبدالواسع هڅيال له خوا واورول شو او كره كتنه ورباندي وشوه.

عبدالظاهر قلموال وويل چي له بشپړنامه سره يو ځاى بايد (ښاغلى) رانشي، بله دا چي هڅيال صاحب ليكلي وو چي محمديار د حسنيار صاحب د شعر ځيني نيمګړي اړخونو ته هم ګوته ونيوله، خو د هغو نيمګړتياوو يادونه يې ونكړه.

حسنيار صاحب د ښاغلي قلموال د خبري پخلى وكړ او ويې ويل چي دا سمه خبره ده ځكه كه دلته داسي خلك راغلي وي چي تېره غونډه يې نه وي ليدلې نو هغه به پوه نه شي چي دانيمګړتياوي كومي وې.

ښاغلي قلموال دا هم وويل چي د روهي بهير غونډه جوړه شوه څو ځلي تكرار شوې وه، خو غلام سخي نوريوال وويل چي له بشپړنامه سره كه ښاغلى وليكل شي هم پروا نه كوي، بل دا چي خپل مطلب چي په څومره لنډو جملو كي راتلاى شي بايد راشي.

عبدالاحمد محمديار وويل چي په ګزارش كي ګزارش ليكونكى بايد خپر نظر څرګند نه كړي لكه دا چي ((عصمت الله لايق ډېر ښه ترنم وكړ)) البته كه د غونډي د ګډونوالو له خوا بدرګه وى وي بايد يادونه يې وشي، وروسته د عبدالله مصباح له خوا د طاهر فرهاد ژوندليك ولوستل شو، تر ده وروسته عبدالاحمد محمديار د ارواښاد فرهاد پر ژوند او هنر باندي اوږده ليكنه ولوسته، چي په هغه كي يې طاهر فرهاد ((د م يني، ښكلا او سولي)) شاعر بللى و.

وروسته د ماښام تر لمانځه پوري بېلا بېلو شاعرانو ارواښاد فرهاد ته ځانګړي شوي شعرونه ولوستل.

د ماښام تر لمانځه وروسته حاجي عبدارزاق شېرزاد چي د ارواښاد فرهاد د اروا خوښۍ لپاره يې د قرآنكريم ختم كړى و، د قرآن شريف خاتمه ولوسته او په جنت فردوس كي يې د ارواخوښۍ دعا وشوه.

د غونډي په وروستيو كي د غونډي مشر او د مدني ټولني د مسئول انجينر عبدالمالك يوسفي له خوا ارزوونكې وينا واورول شوه، ده د ارواښاد ف هاد مړېنه د افغان فرهنګ لپاره يوه ضايعه وبلله، ده وويل چي له مرګه هيڅوك چاره نه لري خو د ځوانۍ مرګ ډېر د افسوس وي په تېره بيا د يوه هنرمند مرګ، ده زياته كړه چي طاهر فرهاد رښتيا يو ښه شاعر و، ځكه نن چي موږ د ده شع ونه واورېدل هغه يو نوښتګر او برجسته شاعر و، ده ډْره خوښي وښوده چي د روهي بهير له خوا د ده په ياد ښه غونډه جوړه شوې ده.

دا يادونه بايد وشي چي طاهر فرهاد د روان كال د غبرګولي پر اتم ماښام په كونړ ولايت كي د يوې ترافيكي پېښي په ترڅ كي خپل روح حق ته وسپاره، چي تېره پنجشنبه په كونړ ولايت كي هم د ده ياد غونډه د هغه ځاى د مېشتو آزادو فرهنګيانو له خوا جوړه شوې وه، هلته دا پرېكړه هم وشوه چي د ده په نامه به په كونړ كي يو ښوونځى جوړېږي.

تر غونډي وروسته د عبدالظاهر پاڅون له خوا د شهيد فرهاد د ارواخوښۍ لپاره په شوي خيرات كي د غونډي ګډونوالو برخه واخيسته.

 

                              &n bsp;                             

http://benawa.com/upload/uploads/Wasil Hosanyar.JPG

     واصل حسنيار د غونډي پرانيستونكې ويناوكړه

http://benawa.com/upload/uploads/Mohammad Yar.JPG

         عبدالاحمد محمديار د ارواښاد فرهاد د هنر او فن ارزونه وكړه

http://benawa.com/upload/uploads/Haji Shirzad.JPG

                              & nbsp;                        حاجي عبدالرزاق شېرزاد ق آنكريم ختم وكړ

http://benawa.com/upload/uploads/Da ghondi gadonwal.JPG

په غونډه كي ډېرو فرهنګيانو او فرهنګپالانو برخه اخيستې وه

http://benawa.com/upload/uploads/gadonwal.JPG

د فرهاد د اروا خوښۍ لپاره خيرات هم وسو