له ولسمشر کرزي سره په يوه اونۍ کي درې ځله ليدنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8340
عبدالقديم پتيال
دخبریدو نیټه : 2006-08-03

عبدالقديم پتيال - کندهار

د ولسمشر ښاغلى حامد کرزى سره د لرغوني او تاريخي لوي کندهار له کلتوري حوزي څخه د کندهار ، هلمند ، زابل او روزگان ولايتونو دکلتوري کړيو او سړيو  استازو په يوه اونۍ کي درې ځله ليدنه .

دا چي په دې وروستيو کي د لرغوني او تاريخي لوى کندهار په کلتوري حوزه کي امنيتي حالت ډېر خراب سوې دي او د ستونزو او کړاوونو ناتار جوړ دى ، ځکه نو د افغانستان د اسلامي جمهورى دولت جمهور رئيس حامد کرزى وغوښتل ، چي د دغه حوزې کلتوري استازي دليدني ، کتني له پاره ور وبولي ، تر څو ددغو ستونزو په اړه يې د ف هنګيانو او فرهنګپالو نظر هم غوښتي وي  . د همدې موخې له پاره يې د لرغوني او تاريخي لوى کندهار له کلتوري ح وزې دکندهار ، هلمند ، زابل  او روزگان د ولايتونو څخه درې دېرش تنه کلتورى استازي هر يو ښاغلى ډاکټر طارق شاد ، عبدالنافع همت ، احمد وحيد سهاک ، سيداحمد قانع ، انجنېر عبدالطيف اشنا ، ډاکټر مامون طاهري ، يعقوب م جددي ، عبدالاحمد محمديار ، عبدالقديم پتيال ، واصل حنسيار ، رحمت الله قريشي ، بهزاد احمد سرپاس ،سيد حبيب الله روحاني ، حبيب الله قلم مل ، عبدالکريم هوتک ، نجيب الله هوتکي ، ډاکټر تاج ، عبدالستار ستوري ، محمد اسماعيل شرعيت يار ، عبدالودود هجران ، بريالي هلمند ، شريف الله دوست ، حبيب گل ستانيزي ، انجنير عبدالبشير ، هدايت الله فيضي ، بشير احمد فيضان ، شېر محمد ټکور ، سيد احمد حيران ، دواخان مينه پال ، سعيد زابلي ، گلزار او کلاتوال له ولسمشر حامد کرزي سره دليدولو له پاره ټاکل سوې وه .
د دغه درې دېريش کسيز پلاوي له پاره ښاغلي ډاکټر طارق رشاد مشر او ښاغلي عبدالقديم پتيال منشي ټاکل سوي و او دغه درې دېرش کسيز پلاوي در وان ميلادي کال د جوزا د مياشتي  پر يو دېرشمه نېټه دچهارشنبې په ورځ له کندهار څخه دکابل په لور و خوځېد.
دپورتنۍ نېټې په م اښام په کابل کي د دغه دېرش کسيز پلاوي له خوا دهر يوه د نظر پوښتلو او غوښتلو په اړه يوه غوڼده وسوه چي له ښاغلي ولسمشر کزري سره بايد پر کومو کومو موضوعاتو بحث وسي ، څو په دغه غونډه کي پرېکړه وسوه چي له ښاغلي و سمشر کرزي سره به زموږ ليدنه پر څلورو اړخونو ( امنيتي ستونزو، سياسي او اداري ستونزو ، اقتصادي ستونزو ، ټولنيزو او کلتوري ستونزو ) باندي راچورلي او د دغو ستونزو په اړه له هر يوه بېل _ بېل نظرونه وغوښتل سول او ټو ه په يوسلو اوه (١٠٧ ) مادو کي سره توحيد کړه سوه ، پر دغو ستونزو له سره د پلاوي له خوا دوهمه غونډه وسوه او د ستونزو تر څنګ  يې د دستونزو د حل پر لارو چارو باندي هم خبري وکړې ، پر دې سربېره د دې له پاره چي له ولسمشر ک زي سره دليدني په وخت کي د ټولو د مشرتر خبرو وروسته د ولايتونو په سطح بايد څوک خبري وکړي ، نو ښاغلي انجنير اشنا ، شريعت يار ، محمديار ، ستانيزې او گلزار وټاکل سول او دوى به هغه وخت د ځينو نورو ځنګزونو خبرو او پوښتنو  پر مهال ږغيدلاي ، چي د دغه پلاوي د مشر له خوا ليکلي ستونزي او دهغو د حل لاري لوستل سوي واي . دغه پلاوي دچنگاښ دمياشتي پر دريمه نېټه د غرمې پر يوه بجه په ارگ کي تر لمانځه او ډوډۍ وروسته له ښاغلي ولسمشر ک زي سره د يوه ساعت او پنځلسو دقيقو له پاره غونډه وکړه .
له ښاغلي ولسمشر سره د کلتوري استازو له لوري پر دې بحث وسو ، چي په افغانستان کي او ځانګړي ډول د لرغوني او تاريخي لوى کندهار په کلتوري حوزه کي په کوم علت ستونزي را منځ ته سوې دي او د هغو دحل لاري څه دي . ښاغلي ولسمشر کرزى دا ومنل چي واقعاً د لوى کندهار په تاريخي حوزي کي زياتي ستونزي موجودي دي او په دې کي تر ټولو مهمه د امنيت مسئله ده او د ښه امنيت دنستوالي له امله نو ي راز _ راز ستونزي رازيږيدلي دي ، دوي دخپلو خبرو په لړ کي زياته کړه چي که امنيت موجود نه وي ، نو هلته به څ نګه يو کلينيک ولرو ، هلته به موږ څنګه و کولاى سو چي يو ساختماني کار ترسره کړو ، هلته به څنګه امکان ولري چي خلګ دي ښوونځى ولري او .......
ښاغلي ولسمشر کرزى ته وويل سوه چي په دولت کي قضايي او عدلي سيسټم ډېر کمزرى دي ، دوى  د دې نيوکي په وړاندي زياته کړه چي زه ستاسو سره بلکل موافق يم چي عدلي او قضايي سيسټم نيمګړتياوي او کمزورۍ لري ، خو اوس موږ نوي قاضي القضات ټاکلي دي ، په عدلي او قضايي اړ خونو کي مو بدلونونه راوستلې دي او اډ درکولاى سم چي په راتلونکي کي به افغانستان يو ښه عدلي او قضايي سيسټم ولري.
د دې نيوکي په جواب کي چي دغ طو اطلاعاتو او معلوماتو له وجي شکنجه او ځورول کيږي ، ښاغلي کرزى  وويل چي زه دې مسئلې ته ډېر جدي پام کوم او په دې وروستيو کي ماته هم په دغه باب اطلاعات راغلي دي چي په ځينو سيمو کي بېګناه او پاک خلګ دناسمو اط اعاتو له مخي زندان ته لويږي او شکنجې ورکول کيږي او دا داستخباراتو سخته کمزرى گڼل کيږي و خو تاسو باور وکړئ چي زه په دغه اړه ډېر ټېنګ ګامونه اخلم او د تر خپله وسه پوري به هڅه کوم چي افغانستان يوه ښه او فعاله استخبا اتي شبکه ولري .
ښاغلي ولسمشرکرزى د يوې بلي نيوکي په ځواب کي وويل چي واقعاً تر ضوابطو روابطو ته ترجيع و کول کيږي او له دې سره په څنګ کي قبيلوي مصلحتونه هم هغه څه دي چي دولتي يې له خنډ او ستونزو سره مخامخ کړي دي . د يوې بلي نيوکي په جواب کي ښاغلي کرزى وويل چي ما هم دا حس کړې ده چي ځينو ولاياتو ته خپل پوره حقوق نه ورکول کيږي او دغه مشکل دي چي په ځينو ولايتونو کى نا ارامۍ رامنځ ته سوې دي .
ښاغلي کرزى دخپلو خبرو په لړ کي وويل چي افغانستان ته ډېر خطر ات متوجه دي او هم په داسي نازکو او حساسو حالاتو کي چي په داخل کي هم سور اور بل دي ، دوي زياته کړه چي زه يوه لويه پوښتنه لرم چي ولي په نوره نړۍ کي ښوونځى نه سوځول کيږي ؟ په هر ملک کي نجوني او هلکان مجبوره دي چي بايد ښوونځى ته ولاړ سي ، مګر يوازي  دا بدبختي افغانستان ته راغلې ده او ځيني اشخاص نه پرېږدي چي زموږ ملک بايد ښوونځي او پوهنتونونه ولري .
ښاغلي کرزى وويل چي نن ورځ دنيا زموږ سره ځکه په جنجال کي ده ، چي موږ ويلي دي چي طالبان دافغانستان خلک دي او له دوى سره بايد له بېلي پاليسۍ او تګلارۍ څخه کار واخستل سي، دوى زياته کړه چي دافغانستان په ډېرو داخلي چارو کي هم بربنډه لا سوهنه کيږي او په دې لاسوهنو کي تر ټولو غټه برخه د پاکستان ده او نړۍ ته ما ويلي هم دي چي پاکستان ،خلک راته روزى او بيا يې افغانستان ته را استوي ، بم اته په چوي، ځانمرګي بريدونه راته په کوي ، ملي پوځ او ملي پوليس مو په راوژني او امنيت ته ستر گواښ جوړوي . دوي وويل چي ما دنيا ته ويلي دي چي په دې اړه يو جدي او ډېر ژر اقدام وکړي .
ښاغلي کرزى ديوې بلي نيوکي په جواب کي وويل چي خلک نه دي پوهيدلي او ګومان کوي چي زه بيرته توپکسلاري را ژوندي او پياوړې کوم ، بلکي زه د ولس له م نځه ، د کليو له منځه او د لسواليو له منځه ځوانان راپورته کوم ، هغو ته به په امنيتي او پوليسي چاروکي روزني و کول کيږي اوسبا به يو تګړه افسر او پوليس ځيني جوړيږي، زه نه توپکسلاران بيرته د واک تر ګدۍ رسوم ، نه ملېشي جوړوم او نه هم قومي کنډکونه.
ښاغلي کرزى وويل چي دا به ومنو چي اداره دمصلحتونو پر اساس جوړه سوې ده ، مګر دابه هم ومنو چي په دغه اړخ کي ډېر سخت مجبورتونه ول او د خاص مصلحت له مخي دغه کار سوى دى ، خو بيا هم افغانستان په دې څو کلونو کي ډيري او ښه لاسه ته راړني لرلې ، تحول راغلي دي ، مګر حالاته نه دي سم سوي ، موږ به نه وايو چي بدلون نه دي راغلي ، بلکي د ا به وايو چي ډېر مثبت تحول راغلي دي ، مګر دابه بيا هم سره منو چي حالات نه دي سم سوى .
    ښاغلي کرزي د دې پوښتني په جواب کي چي ولي دلوى کندهار په کلتورى حوزه کي د ملي پو يسو شمېر کم دي ، وويل چي زه يو نيم کال تر مخه د دنيا سره کښيناستم چي زموږ سره دا مرسته وکړى ، چي په هغه باندي دکندهار او هلمند په ټولو ولسواليو کي پوليس زيات کړو او دا دي اوس په دې وروستيو کي دا غوښتنه منل سوې ده او موږ به له دوي څخه پيسې اخلو ، څو په هغه سره پوليس اضافه کړل سي.
د دغي غونډي په پاى کي ښاغلي کرزى په ټينګار سره وويل چي تاسو فرهنګيان بايد بيا هم راسئ او مجلس راسره وکړئ ، ځکه زه ډېر لېواله يم چي دسهيل لويديځ زون له فرهنګي استازو څخه د امنيتي ستونزو په باب نوي څه اورم .
له ولسمشر کرزى سره تر لومړۍ ليدني وروسته دف هنګي پلاوي له خوا د همدي ورځي په ماښام بيا غونډه تر سره سوه او پر دې باندي د ټولو استازو نظرونه واخستل سول چي له ولسمشر سره د دوهمي غونډي له پاره بايد پر کومو ټکو بحث وسي ، څو دټولو په رايه يوازي امنيتي ستونزي وي چي نوري په سوونو او زرګوونو ستونزي ځيني زيږي ، ځکه نو دابه ډېره مهمه وي چي له ښاغلي ولسمشر سره دا ځل يوازي پر امنيتي ستونزو او دهغو د حل پر لارو خبري اتري وسي ، بيا نو په ترتيب سره د امنيتي ستونزو په اړه هر استازي خپل نظرونه ورکړل او پر هر نظر د برخوالو له لوري بحث وسو ، تر څو د دغي غونډي په پاى کي په اووه څلويښت مادو کي د امنيتى ستونزو دحل لاري وڅېړل سوې همدارنګه د دې ليدني له پاره هم د پلاوي د مشر له خوا د ليکلو وړانديزونو تر لوستلو وروسته د نورو خبرو او پو ښتنو له پاره ښاغلي عبدالنافع همت ، دواخان مينه پال ، بريالي هلمند او عطا الله تاج وټاکل سول.
دچنګاښ د مياشتي پر پنځمه نېټه د مازدېګر پر پنځو بجو بيا په ارګ کي د و لسم ر کرزى سره د دوهم ځل له پاره د امنيتي ستونزو او دهغو د حل د لارو په اړه دوه ساعته غونډه وسوه او په دې ليدنه کي ښاغلي ولسمشر ډېر هغه څه بيان کړل چي تر اوسه د مطبوعاتو ډګر ته نه وه راوتلي.
ښاغلي کرزى وويل چي زه د ف هنګي استازو څخه ځکه ډيره خوښي څرگندوم چي دوى نن ماته هغه خبري کوي ، چي زما په زړه کي دي او په اصطلاح ته وا زما له زړه او ذهنه راځي ، ده وويل چي د ا واقعيت دي چي ځيني دولتي کسان خپله قبيله د سپر په توګه کاوري او دغه امل دي چي د دولت په دننه کي هم اداري فساد خپل اوج ته رسيدلى دى ، هم پر دولت بې باورۍ رامنځته سوي دي ، هم  د ولس او دولت تر منځ يو لوى واټن ايجاد سوى دى او هم په امنيتي برخه کي ستونزي راولاړي سوي دي.
د فرهنګي پلاوي له لوري ښاغلي کرزي ته وويل سوه چي دنړيوالو ځواکونو له لوري دي دپولو ساتنه وسي، ملي پوځ او ملي پوليس دي په عصري وسايلو سمبال او د عملياتو په چارو کي دي لازم واک ورکړه سي ، په دولتي کليدي چارو کي دي اهل او وړ کسان وګمارل سي ، له مخالفو ډلوسره دي دقبيلوي مشرانو له لاري خبري اتري وسي ، قومي نا انډولي دي له منځه ولاړه سي ، د دې خبري سپيناوي دي وسي چي د دولت له مخاليفيونو سره بهرني ځواکونه اړيکي نه لري ، بهرني ځواکونه دي دملي پوځ او ملي پوليسو په چاروکي لاسوهنه نه کوي ، د ملي پخلايني پروګرام دي د هغه چا پر لاس مخته بوتلل سي چي له طا بانو سره نږدي اړيکي ولري ، ټولو طالبانو ته دي د دښمن په سترګه نه کتل کيږي ، بهرني ځواکونه بايد په افغانستان کي دوه مخې تګلاره ونه لري، ملي پوځ او ملي پوليس دي له ژبنيوتعصبونو څخه لاس واخلي ، ملي پوليس او استخبارات دي په ملي روحيه وروزل سي ،د ملي ستراتيژۍ په پلي کولو کي دي اداره له ګټورو تاکتيکونو څخه کار واخلي ، په اداري فساد کي ښکيل لوړ رتبه کسان دي محاکمي ته راکش کړه سي ، له طالبانو سره دي اړيکي ټينګي او ام تيازيات ورکړه سي ، په ملي پوځ او ملي پوليسو کي دي نظم او ډسپلين رامنځته سي او ....، ښاغلي کرزى پر دغو وړانديزونو په تفصيل سره وږغيد او ويې ويل چي زه په دې کي څه نه وايم چي دا خبري به حقيقت ونه لري ، بلکي پر دغو خبرو ما يو نيم کال وړاندي فکر کړي دي او اوس به هم هڅه وکړم چي په نه ستړي کېدونکي ډول خپلو کوښښونو او ت اښونو ته دوام ورکړم.
ښاغلي کرزى وويل دا چي خلک دا  ګومان کوي چي بهرني ځواکونه به له طالبانو سره جوړ وي ، زه ځکه دا خبره نه تاييدوم چي بهرنيان غواړي چي دلته سوله رامنځته کړي او تروريزم له منځه يوسي ، نو دا څنګه امکان لري چي دوي دي بيا له طالبانو سره پټ لاس ولري ، دا امکان لري چي پاکستان به طالبانو ته وايي  چي پام کوئ دبهرنيانو پر ټانګ  او موټر د راکټ وارى ونه کړئ او په دې سره به غواړي چي ولس پر بهرنيانو او دولت بې باوره کړي.
د دې نيوکي په جواب چي دولت په نامه طالب پريږدي چي په خپله خوښه خپل ژوند ته ادامه ورکړي ، ښاغلي کرزى وويل چي زه دا کار په کلکه غندم او دا به ښايي په دولت کي د دولت مخاليفين وي چي غواړي افغانان له خپل دولت ناهيلي او خواتوري کړي ، ده زياته کړه چي طالبان خو د افغانستان خلک دي ، دا به سمه وي چي دوي يوه لويه غلطي وکړه او زه په خپله دطالبانو په بنسټ ايښوونکو کي شميرل کيږم ، ملاګل اخوند ، ملايار محمد اخوند او ځيني نور کسان هم وه ، موږ خبري سره وکړلې او ورته و مو ويل چي واک يې ستاسو په لاس کي ، مګر دولتي چاري تعليم يافته قشر ته وسپارئ ، خو دوى د چا خبره نه منله او پر خپل سر يې زور ؤ ، څو درسته نړۍ يې ځانته وکاروله او لوى _ لوى ا تباهات او جرمونه يې وکړل .
ښاغلي کرزى دا هم وويل چي هغه غله چي پاکستان بنديان کړي وه ، اوس يې پر افغانستان را ايله کړيدي او داسي جنايتونه په تر سره کوي ، چي افغان دولت او ولس ته د هرى لاري په زيان تماميږي . دوى وويل آى اېس آى موږ په هيڅ ګون نه پريږدي او په هره لار چي کيږي ، غواړي چي په افغانستان کي د جنګ لمبې همداسي بلي وساتي . دوى وويل چي که دا سبا زه دهند سفارت ، کونسلګرۍ او هندى کمپنۍ په ملکه په دې خاطر پسې واخلم چي پاکستان به نور لاسوهنه نه وکړي ، مګر بيا به هم پاکستان راته وايي چي يوه دا دډيورنډمسئله خو لا زما په ګټه را سره حل کړه ، زه به دا هم ورسره ومنم ، مګر بيا به هم په وطن کي بم راته چوي ، زه به ورته وايم چي هغه دي ټول شايط مي د سره ومنل ، نور څه غواړې، دې به راته وايي چي نور نو دا درست ملک راپرېږده.
ښاغلي کرزى وويل چي زه به له هر چا سره هر څه ومنم ، خو يوه لويشت خاوره به د چا په واک کي ورنه کړم او هيڅکله به د وطن پروش نوم پر ځان ونه منم .
تر دغه ليندنې وروسته بيا هم ښاغلي کرزى په ډېر ټينګار سره فرهنګي استازي دې ته اړ ايستل چي بايد په هغه غون ه کي هم برخه واخلي چي دسهيل لويديځ زون دقومي مشرانو ، جهادي اشخاصو ، دولتي چارواکو او ولايتي شوراګانو له استازو څخه تشکيليږي ، څو دغه غونډي ته هم دسهيل لويديځ زون فرهنګي پلاوي د امنيت د ښه والي په توسن په  څلې ويشت  مادو کي خپل وړانديزونه وسپارل .
په دغه غونډه کي ښاغلي جمهور رئيس حامد کرزى وويل چي غواړو د افغانستان  د ولس استازي د پاکستان له ولسي استازو سره خبري اتري او جرګې او مشورې ولري ، څو ګوندي وي چي له ولسي لاري دپاکستان دغه اوسنۍ لاسوهنه شنډه کړو .
ده زياته کړه چي دتروريزم پر خلاف جګړې کي تر ټولو افغانستان خوږ دي او تر ټولو ډېر زيان افغانستان او افغانانو وړي دي ، خو ټوله دونيا راسره همکاره ده يوازي مو نه پريږدي .
په دغه غونډه کي تر ګډون وروسته فرهنګي پلاوي بيرته تر خپلو ځايونو راستون سول .

 

--------------------------------------------------------------------------------

 

ولسمشر سره د لومړى غونډى وړانديزونه چي د پلاوي د مشر له خوا ولوستل سوه:

د لرغوني او تاريخي وى کندهار د کلتوري حوزې څخه دکندهار ،زابل ، هلمند او اورزګان ولايتونو د کلتورى کړيو او سړيو د استازو وړانديزونه

 امنيتي ستونزي
1. له اولس سره د امنيتي مقاماتو ناوړه چلند.
2. دپيېښو ځاى ته د امنيتي کسانو پر خپل وخت نه رسيدل .
3. دتوپکسالاري بيارا ژوندي کيدل.
4. د ملي او بين المللي ځواکونو تر منځ دتفاهم او همږغي نستوالي .
5. دافغان استخباراتو کمزوري.
6. امنيتي کسان غير اکاډميک دي او په خپلو چارو نه پوهېږي.
7. ولس د دولت د ناسمو پاليسيو له امله له دولت څخه واټن پيداکړي دي .
8. دولت پر خپلو کړو ژمنو نه دي درېدلى.
9. يو ځل د DDR پروسه عملي سوه ، او وسلې ټولي سوې خو اوس بيرته هغو کسانو ته وسلې ورکول سوي دي او ډول_ډول بي امنۍ رامنځ ته کوي.
10. د دولتي مځکو غير عدلانه وېش د بې امنتۍ سبب سوى دى .
11. د اداري فساد د ډېروالي له امله مجرمين بي امنيو ته دوام ورکوي .
12. بهرني ځواکونه  په ځينو سيمو کي د تلاښۍ پر مهال له افغاني ښځو سره کلتوري آداب نه ساتي ، دغه عمل د بۍ امنۍ سبب ګرځېدلى دى.
13. زموږ د ملي ، کلتوري او ټولنيزو ا زښتونو خلاف په نامعقول ډول دپردي تګلاري پلي کول .
14. قبيلوي اختلافات د نا امنۍ سبب سوي دي .
15. پر دولتي چارواکو د شتمنو او قومي مشرانو اغيز ډير دي .
16.   له منابعو او وسايلو څخه دپوليسو او امنيتي چارواکو ناوړه استفاده .
17. قومي نا انډولي بې امنۍ رامنځ ته کړى ده.
18. روابط پر ضوابطو حاکم دي .
19. له اولس سره د ائيتلافي ځواکونو ناوړه چلند.
20. مخدره مواد د بې امنۍ تر ټولو غټ لامل دى .
21. د دولتي عدلي او قضايي سيسټم کمزوري .
22. دکوکنارو د کښت د ورته ژوند دپروګرام ضعف.
23. دملي روغي جوړي يو اړخيز او کمزورى پروګرام .
24. پر افغاني قومونو د دولتي او نړۍ والو مرستو نا انډوله وېش.
25. فرهنګي محروميت د نا امنۍ لا مل دى .
26. د ناسمو استخباراتي اطلاعاتو له مخي عمليات تر سره کول ، دخلکو شکنجه او بندي کول.

سياسي او اداري ستونزي
1. د قدرت مرجع قانوناً ټاکل سوې خو تطبيق سوې نه ده .
2. دولت خپله پاليسۍ په بشپړه توګه نده پلي کړي.
3. په اداره کي د دولتي چارواکو تر منځ اختلافات .
4. د حکومت د کدري سياست کمزوري.
5. قومونو ته د شم ېر په انډول حقوق نه ورکول.
6. ځينو ولايتونو ته پوره حقوق نه ورکول.
7. وړ کسان پر مناسبو پوستونو نه دي ځاى پر ځاى سوي .
8. دګاونډيانو په وړاندي د ځانګړې سياسي تګلاري نه لرل.
9. پر ټاکنو دسياسي مصلحتو نو پالل.
10. د افغانستان بهرنۍ تګلاره ته تدافعي بڼه نه ورکول .
11. کليو او بانډو ته د دولت لږ پاملرنه .
12. د ټولنيز عدالت نه مراعتول.
13. د اساسي قانون د عملي کولو بهير ډير ورو او ټکنى دى .

 اقتصادي ستونزي
د کرهڼي په برخه کي :
1. دزراعت له پاره ځانګړي پلانونه نه دي جوړ سوي .
2. زموږ په سيمه کي د ز اعتي ارګانونو فعاليتونه په بشپړ ډول کمزوري دي .
3. مکانيزي زراعت نسته .
4. زراعتي او مالداري کلينيکونه نه دي موجود.

دمالدارۍ په برخه کي :
1. د مالدارۍ فارمونه نه دي جوړ سوي .
2. کوچيانو ته د مالدارۍ په برخه کي هيڅ پاملرنه نه ده سوې.

دسوداګرۍ په برخه کي :
1. د ماليې زيات لوړ والي.
2. دګمرک تعرفو نامنظمتوب .
3. له خصوصي سکتور سره لازمه مرسته نه کيږي.
4. د وچو او لندو مېوو له پاره سړنځيونه جوړول او هغو ته نړۍ وال بازار نه چمتو کول.
5. د لو مړيتوب حق د مصرفي اقتصاد پر ځاى توليدي اقتصاد ته نه دى ورکول سوى .
6. د اومو تو يدي موادو ټکس لوړ دى .
7. د عايداتو په تناسب ټکس نه دى وضع سوى .
8. د بنسټيزو اقتصادي پروژو نه عملي کول .

په صنعتي برخه کي :
1. لاسي صنعايعوته نه پاملرنه او په هيواد کي دننه او دباندي بازار نه موندل .
2. د عصري صنعت له پاره امکانات نه چمتو کول.

دکانونو په برخه کي :
1. له کانونو څخه د ريګرېشن په برخه کي ناوړه استفاده کول .
2. له معادنو څخه مسلکي استفاده نه کيږي .
3.  په هلمند کي درخامو کان په فني ډول نه را ايستل کيږي.
4. د دولت له خوا د کانونو ساتنه نه کيږي .

ټولنيزي ستونزي
ښوونه  او روزنه :
1. زموږ په سيمه کي ښووني او روزني ته پوره پاملرنه نه ده سوې .
2. په زابل ولايت کي معياري ښوونځى نسته .
3. په کندهار کي د ديني مدرسو نه ستون .
4. په کليو کي د ښووني ا و روزني بهير په ټپه ولاړ دي .
5. له بده مرغه ښوونځي باتجربه ښوونکي نه لري .
6. په کندهار پوهنتون کي دي د ادبياتو ، اقتصاد او حقوقو پوهنځى جوړ سي.
7. ښوونځى کتابونه او لابراتوارونه نه لري
8. د ښوونکو او استادانو مادي او معنوي ژوند ته پاملرنه نه کيږي .
9. هلمند ولايت پوهنتون نه لري .
10. زموږ دسيمي له زده کوونکو سره دکانکور په آزموينه کي د مرکز له خوا درغلي کيږي.
11. پر قبيلوي بنسټ ښوونځى سوځل کيږي .
12. د لوى کندهار کلتوري حوزې ته دي په کابل پوهنتون کي بشپړه سهميه ورکړه سي.
13. کندهار پوهنتون ته د لوړو زده کړو د وزارت له خوا پاملرنه نه کيږي .
14. د پوهنتون د استادانو له پاره دکورونو نستوالي.
15. ښوونکو ته معاشونه پرو وخت نه ورکول کيږي ،  ددې تر څنګ هغوى ته تر اوسه دکورونو له پاره مځکه نه ده ورکول سوې .
16. کندهار پوهنتون تر اوسه دمځکي دملکيت اسناد نه دي تر لاسه کړي.

کلتوري برخه :
1. دبيان آزادي نه ده تعريف سوې .
2. په هلمند ولايت کي فرهنګي چارو ته پاملرنه نه کيږ ي .
3. په زابل ولايت کي کلتوري چارو ته د دولت نه پاملرنه .
4. تاريخي اثار او ابدات نه ساتل کيږي ، او له هغو څخه ناوړه استفاده اخيستل کيږي.
5. د اطلاعاتو کلتور وزارت له پاره دي ملي او افغاني ارزښتوو ته وفادار کس وټاکل سي.
6. دبيان د آزادى په وړاندي د ځينو چارواکو زغم نسته .
7. د لوى کندهار په کلتوري حوزه کي دعامه کتابتون نه ستون.
8. د دولت کلتوري پاليسي روښانه نه ده او په هغه کي ملي ارزښتونو ته پاملرنه نه کيږي .
9. د هيواد په کچه کله چي علمي او کلتوري غونډي جوړيږي زموږ له سيمي څخه مستحق کسان نه راغوښتل کيږي .
10. زموږ د تاريخ ملي اتلانو ته نه دا چي درنښت يې نه کيږي بلکي په سپکه ورته کتل کيږي .
11. په خبري رسنيو کي د ژبي انډول نه ساتل کيږي .

روغتيا يي برخه :
1. د توريدي درملو د کيفيت دساتلو له پاره د کوالټي کنټرول امکانات نسته .
2. په کندهار کي او په تېره بيا په زابل او اروزګان کي د روغتيايي مرکزونو ايجادول.
3. په لوى کندهار کي د وغتيايي کدرونو د روزلو له پاره سکالرشيپونه او تخصصي بورسونه په نظر کي نه دي نيول سوي.
4. په زابل ولايت کي روغتون طبى پرسونل نه لري.
5. دلوى کندهار په ټولو ولسوواليو کي کافي روغتيايي مرکزونه نسته.
6. په زابل ولايت کي  دروغتيا په برخه کي کي متخصيصن نسته .
7. د ډاکټرانو معاشونه لږ دي .
8. د زابل ولايت د عامي وغتياد رياست لوړ چارواکي بې تجربې دي .
9. د اروزګان عمومي روغتون لازم فعاليت نه لري.
10. د اروزګان ولايت په ولسواليو کي روغتيايي اسانتياوي نسته.
11. د اروزګان ولايت کلينيکونه د پرسونل له نېستۍ سره مخ دي .

ټولنيزه برخه :
1. دکندهار ښار هديرې پر خپل سر د زور واکو له خوا لاندي سوي دي .
2. دکندهار چارواکي پا يسي د دولت له پاليسۍ سره مطلق په تناقص کي ده .
3. دکندهار ولايت ځيني لوړ پوړي چارواکي دکار اهل نه دي .
4. ه خلکو سره ائيتلافي ځواکونه ښه چلند نه کوي .
5. د کندهار ولايت د ولتي مځکي د زور واکو په خوا وېشل کيږي ، په نورو ولايتونو کي هم ورته عمل تر سره کيږي .
6. قبيلوي اړيکي په اداري چارو کي پا لل کيږي .
7. ولايتي جرگه دي د خپلو صلاحيتونو څخه چي په قانون کي ورته ټاکل سوي دي اجرات وکړي .

--------------------------------------------------------------------------------

د ولسمشر سره د دوهمي غونډى وړانديزونه چي د پلاوي د مشر له خوا ولوستل سوه:

د لرغوني او تاريخي کندهار دکلتوري حوزې څ خه دکندهار، هلمند،زابل او اروزگان د ولايتونو د کلتوري کړيو او سړيو د استازو د امنيتي ستونزو په اړه د حل وړانديزونه

٥/٤/١٣٨٥

دافغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ولسمشرۍ م ام ته !

1. د نړيوالو ځواکونو له خوا دي دپولو ساتنه وسي.
2. ملي پوځ او ملي پوليس دي په عصري وسايلو سمبال او عملياتو په چارو کي دي لازم واک ورکړه سي.
3. د ښار څخه د وتلو او و ښار ته د ننوتلو د لارو دي کلکه ساتنه وسي.
4. په دولتي کليدي چارو کي دي اهل او تجربه لرونکي  کسان وګومارل سي.
5. له مخالفو ډلو سره دي د قبيلوي مشرانو له لاري خبري اتري وسي.
6. دولت دي خپلي ژمني تر سره کړي.
7. قومي نا انډولي دي له منځه ولاړه سي.
8. دولت دي عدلي او قضايي سيسټم اصلاح او ځواکمن کړي.
9. بهرني ځواکونه دي د امکان تر حده د ورځي له خوا په ښار کي نه گرځي .
10. د دې خبري دي سپيناوي وسي ، چي د دولت له مخالفينو سره بهرني ځواکونه اړيکي نه لري.
11. په ملي او دو کي دي د غيري پښتنو چلند د پښتنو سره سم سي.
12. بهرني ځواکونه دي دملي پوځ او ملي پوليسو په چاروکي ډېره اسوهنه نه کوي .
13. د بهرنيو ځواکونو چلند دي له اولس سره سم سي.
14. ځيني زندانيان ، چي بې له پوښتني زندانو ته لوېدلي دي ، د هغو په اړه دي ژر تر ژره پرېکړه وسي.
15. د ملي پخلايني پروګرام دي د هغه چا له خوا پر مخ بوتلل سي ، چي له طالبانو سره نژدې اړيکي ولري.
16. دملي روغي جوړي عمليه دي تر پولي ها خوا  تر مذهبي کړيو پوري وغځيږي .
17. بمبارۍ دي دغچ اخيستني او غلطو اطلاعاتو پر بنسټ نه کېږي.
18. ټولو طالبانو ته دي د دښمن په سترګه نه کتل کيږي .
19. ملي اُردو او ملي پوليس دي د تارياکو د ماتولو په وخت کي د اړيکو او پيسو په بدل کي له دوه گوني چلند څخه کار نه اخلي.
20. دملي پخلايني د پروګرام له لوري دي طالبانو ته په پراخه اندازه امتيازات و کړه سي.
21. بهرني ځواکونه بايد په افغانستان کي دوه مخې تګلاره ونه لري.
22. له مخالفينو سره دملي پخلايني پ وګرام بايد دوامداره وي .
23. ژبني تعصب ته دي دپاى ټکي کښېښوول سي.
24. دخبري رسنيو له پاره دي دګټورو تب يغاتو لاري چاري ولټول سي .
25. ملي پوځ او ملي پوليس دي له ژبني تعصب څخه لاس واخلي.
26. پرپولو پرتو قبايلو ته دي چي د امنيت په ټينګولو کي څرګند رول لري ، ډېره پاملرنه وسي.
27. ملي پوځ ، ملي پوليس او استخبارات دي په ملي روحيه وروزل سي .
28. دولتي کليدي چاري دي وړ کسانو ته په واک کي ورکړه سي .
29. چارواکي دي د اداري چارو د پوهي ترڅنګ سياسي پوهه هم ولري.
30. هغه کسان چي په کار گومارل کيږي ، بايد ملي صداقت ، ملي ګټوته درناوي ، دنفس مناعت او اداري پوهه ولري .
31. استخباراتي دستګاه دي له نوو شرايطو سره سمه له سره نوې سي او د هغه له مش تابه کي دي نه د لوټ پلو ته وفادار ، بلکي ملي ارزښتونو ته ژمن خلک وګومارل سي .
32. دملي ستراتيژۍ په پلي کولو کي دي اداره له گټورو تاکتيکونو څخه کار واخلي .
33. د تورنو کسانو په پيداکولو کي دي له عصري وسايلو او ام کاناتو څخه کار واخستل سي .
34. دمصلختونو پر ځاى دي دقانون واکمنۍ رامنځته سي .
35. په اداري او ټولنيز فساد کي ښکېل لوړ رتبه کسان دي هم محاکمې ته راکش کړه سي .
36. دلويو لارو امنيت دي ټينګ کړه سي .
37. په عامه پوهاوي کي ديني عالمان او ملايان څرګند رول لري ، ځکه دي نو دهغوى معنوي او مادي ژوند ته ډېره پاملرنه وسي .
38. په و اياتو کي دي ولسي مشورتي جرګې رامنځته سي .
39. چارواکي دي دخپلو شخصي ګټو له پاره قبيله يا قوم نه سپر کوي .
40. دطالبانو دوستان دي په نخښه او د دوى له لاري دي له هغو سره اړيکي ټينګي او هغو ته امتيازات ورکړه سي .
41. دملي روغي جوړي د بهير مشر بايد پښتون وي .
42. په ملي پوځ او ملي پوليسو کي دي نظم او ډسپلين رامنځته سي .
43. په قضايي سيسټم کي دي اسلامي قوانين مراعت سي .
44. جنايي پيښي بايد تعقيب او دهغه جريان دي د رسنيو له اري ولس ته وړاندي سي . تر څو ملت ډاډه سي.
45. دپيښو دمخنيوي له پاره دي دملي هويتونو د تثبيت عصري سيسټم جوړ سي .
46. په مرکزى کچه دي د ولاياتو د چارو دکنترول او ارزوني يو سيسټم رامنځته سي .
47. د دې له پاره چي د زياتو امنيتي پيښو مخنيوي سوي وي ، نو په پاکستان کي ميشتو ټولو کډوالو ته دي ، افغانستان ته د راتګ زمينه او ام کانات برابر سي .
 --------------------------------------------------------------------------------

د ولسمشر سره د دريمي غونډى وړانديزونه چي د پلاوي د مشر له خوا ولوستل سوه:

په امنيتي چارو کي د لرغوني او تاريخي لوى کندهار د کلتوري حوزې څخه دکندهار ، زابل ، هلمند او اوروزګان د ولايتونو د کړيو او سړيو د استازو وړانديزونه.

٧/٤/١٣٨٥

د افغانستان د اس امي جمهوري دولت  د ولسمشرۍ درانه مقام ته !
1. دافغانستان د اسلامي جمهوري دولت ، د ائتلافي ځواکونو ، يساف او د افغانستان په چاروکي د نورو اړوندونړيوالو موسساتو واحده ستراتيژي رامنځته کېدل.
2. د دولت  او د دولت د مخالفينو او طالبانو تر منځ ديو رغنده روغي جوړي جرګه ګۍ رامنځته کيدل .
3. د دولت او د دولت د مخالفينو پر اهدافو له سره غور او د دوى تر منځ موافقي ته رسېدل .
4. د ملي روغي جوړي په عمليه کي تر کرښي ها خوا مذهبي کړيو ته هم برخه ورکول.
5. د اړتيا په وخت کي د ملي روغي جوړي په عمليه کي د اسلامي هېوادونو له استازو سره او په تېره بيا د اسلامي کنفرانس څخه هم ګټه اخيستل.
6. د وسلو او پوځي عمل له لاري د مخالفينو د فزيکي له منځه وړلو پر ځاى سياسي حل لاره غوره کول.
7. په  عملياتو کي ولس ته زيان نه رسول.
8. ښاغلي ولسمشر دي د جارو د پر مخ بېولو له پاره يوه تخصصي مشورتي ډله چي پر چارو مسلطه وي ، رامنځته کړي او د سيمه ييزو چارو په اړه دي هم ورته جرګه ګۍ ولري.
9. پاکستان ته ډاډ ورکول چي پر مختللى افغانستان به د دوى له ګټو سره هيڅکله په مخالفت کي نه وي .
10. د افغانستان گاونډيو هيواونو ته هم د ډاډ ورکول چي افغانستان به هيڅکله د دوى په وړاندي د دريم هيواد په ټونګ دوى ته خطر نه پيښوي .
11. د ولت دي بايد په امنيتي چارو کي د اسي اقدام وکړي چي دخلکو او قومونو په ګټه د نظر او عمل يووالي رامنځته کړي .
12. د ولت بايد خپل اقتصادي پروګرامونه په دا ډول عملي کړي چي خلکو ته د کار زمينه مساعده کړي ، څو فقر او بېکاري له منځه ولاړه سي .
13. دنړيوالو پوځي او اقتصادي مرستو ترمنځ دي يو انډول امنځته سي .
14. نړيوال دي د دولت تر څنګ د پوځي عملياتو پر ځاى سياسي حل لاره غوره  کړي .
15. سياسي او جهادي مشران دي دمحاسبې ميز ته را وبلل سي .
16. لکه څنګه چي نړيوالو ځواکونو تر اوسه د افغان  ولس له لاري قانونيت نه دي تر لاسه کړي ، ځکه دي نو د پارلمان له خوا پر دې خبره غور وسي.
17. د نړيوالو ځواکونو د ستون موده دي وټاکل سي.
18. ائيتلافونو او مصلحتونو ته دي دپاى ټکي کښېښول سي .
19. د ائيتلافونو پر ځاى دي ملي گډون ( ملي مشارکت ) په رښتينې توګه پلي سي او په هغه کي دي ملي صداقت او فاداري په نظر کي ونيول سي .
20. تورنو کسانو ته دي له قانون څخه دسر غړوني پر وخت د مکافاتو پر ځاى مجازات ورکړه سي .
21. دسيمه اييزو ستونزو د حل له پاره دي په ولاياتو کي مشورتي غونډي جوړي سي .
22. په پاکستان کي دي د افغان کډوالو د راستنيدو له پاره د ملګرو ملتونو په مرسته بېړني اقدامات وسي .
23. د يني عالمانو او ملايانو ته دي معنوي او مادي امتيازات ورکړه سي .
24.په هېواد کي دي د ښوونځيو تر څنګ ديني مدارس هم په پراخه کچه جوړ سي .