ډياسنګ آنجان له بنده خوشي او كندهار ته راورسېد

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8385

دخبریدو نیټه : 2006-08-06

سردار ډياسنګ آنجان چي تېره چار نبه د زمري پر ۱۲مه د افغانستان_پاكستان پر پوله د پاكستاني پوليسو له خوا نيول شوى و، نن يكشنبه د زمري پر ۵مه را خوشي او د شپې پر نهو بجو كندهار ښار ته په داسي حال كي راورسېد چي د كندهار فرهنګيان يې د ګلونو ګېډۍ په اس هركلي ته ور وتلي وه.
ښاغلي آنجان بېنوا ويباڼي ته وويل چي دى د نيولو له مهاله بيا تر خوشي كېدو پوري د ي، ايس آى د پوليسو له خوا په پرله پسې توګه په خورا وحشيانه او نا انساني توګه ووهل شو. د ده په وينا چي لومړى خو يې دا اقرار ځني اخيستئ چي دى د هند جاسوس دى، وروسته چي يې ورباندي ثابته نه كړه، بيا يې د افغانستان جاسوس ورته ويل.
دى وايي چي ما ورته ويل، كه زه د هند يا افغانستان جاسوس واى بيا نو څنګه په خپله مذهبي جامه كي اتلم، د جاسوسۍ په بڼه به راتلاى، خو هغوى راسره نه منل او پنځه_پنځه دقيقې وخت به يې راكاوه چي فكر وكړم او حال ورته ووايم، تر هغه وروسته به يې بيا تر وهلو لاندي واچولم او سخت عذاب به يې راكړ.
ښاغلي آنجان لستوڼي پورته كړل او خپل ژور پرهرونه يې وښوول چي له ورايه د پاكستاني پوليسو وحشت ترې ښكارېده.
ښاغلي آنجان وويل چي تر دې نو د زيات وحشت تصور نه شي كېداى، وايي چي ده به هرڅه ورته ويل چي دى په كويټه كي د پښتو ادبي غورځنګ له خوا جوړ شوي سېمنار ته بلل شوى دى خو هغوى به بيا هم نه ورسره منله.
د ښاغلي آنجان په نيول كېدو لر و بر افغانان او په ټوله نړۍ كي خواره واره افغان ډېر خواشيني وو، او تر خپله وسه هريوه پرله پسې هڅي كولې چي دى راخوشي شي، ځكه چي نجان صاحب ډېر مينه ناك او پر ټولو فرهنګيانو ډېر ګران شخصيت دى، چي ټول يې له شعري هنر سره مينه لري.
ښاغلي نجان له ټولو فرهنګيانو او په ځانګړې توګه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت، په كويټه كي د افغانستان قونسلګري او د كندهار د بهرنيو چارو رياست څخه د ده د راخوشي كېدو په لار كي له هلو ځلو څخه ډېره خوښي وښوده.
نوموړي وويل چي دى نه پوهېږي د دوى ميني ته په څنګه الفاظو مننه ووايي، ښاغلي آنجان به سبا ورځ لا په كندهار كي وي او بل سبا به د خپل كور پر لور كابل ته ستنېږي.

د كندهار فرهنګيانو د ګلونو ګيډۍ په لاس د انجان 

هركلى وكړ

آنجان او نذي

احمد نذير

آنجان كندهار ته تر رارسېدو 

وروسته له خپلي كورنۍ سره ټلېفوني خبري وكړې

ښاغلي آنجان، محمديار او د كندهار فرهنګيان