دپکتياولايت دمخابراتو رياست دنوي ودانۍپرانستنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8482
عبدالهادي هادي
دخبریدو نیټه : 2006-08-12

دمخابراتو وزارت له خب پاڼي څخه


د پكتيكا ولايت د مخابراتو د رياست ودانۍ په دغه ولايت كې د لومړنۍ پخې او اساسى دوه پوړيزې ودانۍ په توګه پرانيستل شوه.
پرون د روان كال د اسد د مياشتې پر شلمه نېټه يو لوړ پوړى دولتي پلاوي د مخابراتو د  وزير انجنير اميرزي سنګين، د فوايد عامې د وزير  صفرى، د ښارى پراختيا د وزير انجنير يوسف پښتون، د ملى امنيت په چارو كې د جمهور رئيس لوى سلا كار ډاكتر زلمى رسول او د ائتلاف د قواوو د لوى قوماندان جنرال آيكن بيرى په ګډون چې د ولسي جرګې وكيل نادرخان كټوازي او د افغان بيسيم او بيات فاونډيشن رئيس احسان ال ه بيات يې ملګرتيا كوله د پكتيكا ولايت ته رسمي سفر وكړ، ښرنې ته د لوړ پوړي دولتي پلاوي په رسېدو د پكتيكا و ايت د بېلا بيلو ولسواليو او مركز د قومونو استازو، مخورو او د ولايتى شورا نمايندګانو هيت ته تود هركلى ووايه. د ښرنې د ښار د اوسېدونكو غونډې ته د افغانستان د مخابراتو  وزير انجنير اميرزي سنګين وينا وكړه او د هغې په ترڅ كې يې د دغه ولايت خلكو ته د افغانستان د جمهور رئيس  حامد كرزى سلامونه او ښې هيلې ورسولې او د بيا رغونې د بهير د ګړندي كولو له پاره سوله يو حتمى شرط وباله.
همدا راز د مخابراتو وزير د پكتيكا اوسېدونكو ته په خپله وينا كې په ډاګه كړه چې د هيواد د بيا رغونې په بهير كې د پخپله د  جمهور رئيس له وينا سره سم و وسته  پاتې ولايتونو ته له نورو هغو سره د سمې پاملرنې وينا شوې ده، او همدا لامل دى چې د بيا رغونې د متوازن بهير د رامينځته كيدو له پاره د مخابراتو وزارت د پكتيكا په ولايت كې پخوا تر دې د ديجيتل تيليفونونو دستګاه فعاله كړې، څه موده د مخه د روشن موبايل خدمتونه شروع شوي او اوس دا دى د مخابراتو د رياست ودانۍ چې په دوه پوړه كې په پاخه ډول د څلور سوه زرو (۴۰۰) امريكايي ډالروپه لګښت د PRT په مرسته جوړه شوې ده، پرانيستل كېږي.
د يادونې وړ ده چې د پكتيكا په ولايت كې د مخابراتو رياست لومړنۍ ودانۍ ده چې په پاخه او اساسى ډول جوړه شوې ده.
د غونډې په بله برخه كې د افغان بيسيم د شركت رئيس انجنير احسان الله بيات د يوې لنډې وينا په ترڅ كې د پكتيكا له خ كو سره ژمنه وكړه چې په راتلونكو درې اونيو كې به په دغه ولايت كې د افغان بيسيم د موبايل خدمتونه هم پيل شي. چې د همدې موبايل
د ټاور له لارې به په راتلونكو دوه، درې مياشتو كې دغه ولايت ته د آريانا تلويزيون او راديو خپ ونې هم پيل شي، چې د غونډې د برخه والو له تاوده هر كلى سره مخامخ شو. وروسته په داسې حال كې چې د دولتى پلاوي غړي حاضر وو، د ښرنې په ښار كې د مخابراتو د رياست نوې جوړه شوې ودانۍ د مخابراتو د وزير له خوا پرانيستل شوه.
همدا شان د خيركوټ ولسوالۍ هم د ولسواليو د اړيكو د پروژوې په لړ كې په همدې ورځ د تيليفون او انترنيت له لارې له نړۍ س ه ونښولول شوه. وروسته د مخابراتو  وزير په داسې حال كې چې د ښارى پراختيا وزير انجنير يوسف پښتون، په ولسي جرګه كې د پكتيكا استازى نادرخان كټوازى او د بيات فاونډيشن او افغان بيسيم رئيس انجنير احسان الله بيات يې م ګرتيا كوله د ارګون ولسوالۍ نه ليدنه وكړه. اورګون ته د پلاوي په رسېدو زيات شمير ارګون اوسېدونكو، د دولتى ادارو كاركوونكو او ځوانانو د ملى اتڼ په كولو هيت ته هركلى ووايه، د اورګون ښار د اوسېدونكو غونډې ته له وينا او هغو ته د افغانستان د جمهور رئيس د سلامونو له رسولو وروسته د مخابراتو وزير انجنير اميرزى سنګين لومړى د اورګون په ولسوالۍ كې جوړه شوې د مخابراتو ودانۍ پرانيستله، دغه ودانۍ د سلو زرو امريكايي ډالرو په لګښت د م خابراتو وزارت له انكشافي بوديجې نه سرته رسېدلې ده، تر هغه وروسته د مخابراتو وزير او ورسره پلاوي په اورګون كې د افغان بيسيم د موبايل كمپنۍ د ټاور د بنسټ ډبره كښېښوده چې د دغې كمپنۍ د مشر احسان الله بيات په وينا به افغان بيسيم په راتلونكو څلورو پنځو اونيو كې په دغې ولسوالۍ كې خپل خدمتونه پيل كړي چې ورپسې به په څو نيږدې ميا تو كې له همدې لارې په اورګون كې د آريانا تلويزيون او راديو هم خپلې خپرونې پيل كړي.
همدا شان د ښاري پراختيا وزير   انجنير يوسف پښتون د اورګون خلكو ته وعده وركړه چې په راتلونكي يوه كال كې به د ولسوالۍ په بازار كې پنځه كيلومتره سړكونه پاخه او د اوبو رسولو سيستم به هم بشپړ شي. تر دې سربيره د بيات فاونډيشن مشر احسان الله بيات د اورګون له خلكو سره وعده وكړه چې د هغه جامع جومات چې پخوا يې د ودانۍ كارونه پيل شوي خو لا بشپړ شوي نه دي، په خپل لګښت بشپړوي او دا جومات به د اورګون د خلكو په غوښتنه د هغو د ګټې اخيستنې له پاره چمتو كوي.