& nbsp; &nbs p;
له بهرنيو سرچينو څخه ژباړه: ج. اميد
پ: ښاغلى ګراس آيا ستاسو په اند دغه جګړه د توجيه وړ ده؟
ځ: دغه مسئله يوه
سياستپوه په خورا ځيركۍ شنلې او ويلي يې چې كه پرمختللې ټولنه د نيويارك په شان بريد سره مخامخ شوه، بايد په پرم
ختللې(متمدنانه) بڼه يې ځواب وويل شي او همدا كس د فډرال المان له اوسني مشر يوهانس راو پرته بل څوك نه و.
پ: او
نوموړى پوځي بريد څومره متمدنانه دى؟
ځ: پوځي بريدونه هېڅكله متمدنانه نه وي، آن كه د خوراكي توكو بستې هم پكې
له هوا څخه وغورځول شي. هغه څه چې ملګرو ملتونو د نورو ټولنو په ملاتړ په هغه هيواد كې د بدمرغيو د راكمولو لپا
ه ترسره كړي، متمدنانه دي، چې د بريدونو له وېرې نور د ډېر وخت لپاره هورې نشي پاتېداى.
پ: آن زرغون (Green)
ګوند د يوه محدود پوځي بريد پلوي وكړه او يوازينى هغه ګوند چې مخالفت يې ورسره وكړ PDS (د ختيځ المان د كمونيست
ګوند پاتې شونى سوسياليست ګوند) و.
ځ: البته PDS ګوند په ډېره سختۍ دې پايلې ته ورسېد، مګر د زرغون ګوند غړو د سمې
پرېكړې كولو لپاره يوه رښتينې هڅه وكړه او زه يې ستاينه كوم او له پايلو سره يې موافق يم، كه څه هم ځينې قيد و ش
طونه هم موجود دي. محدود بريد هغه مهال ممكن و چې د بن لادن پټنځاى په څليرويشتو ساعتونو كې پېژندل كېداى چې
دهغه زيات خوځښت او ژر_ژر ځاى بدلول دغه كار ډېر ستونزمنوي. مګر په ناڅاپي ډول د يوه پوځي ځواك كارونه بن لادن ته
د تېښتې وخت وركوي او بې ګناه وګړي به موخه وګرځي.
پ: آيا د هغه څه(پر افغانستان د امريكا بريد) په اړه چې د شنبې
پر مازيګر مو له ټلوېزيون څخه وليدل ناباور او شكمن ياست؟
ځ: زه اصلاً له دې وېرېږم چې د نوموړي بريد پايله
ښتيا هغه څه راونه خېژي چې وړاندوينه يې شوې وه، يعنې په كلونو_كلونو ثابته او اوږده جګړه.
د امريكايي حكومت
له خوا په كارېدونكو ادبياتو كې د سركښه بيان تر شا يو سركښ بيان په څپو دى چې په هېڅ وجه يې د ملاتړ شونتيا نه
ته. زما په اند پوځي بريد يو بې پايلې كار دى او ښايي له نهيلۍ سره مخ شي او څرګنده ده چې د نهيلۍ پايله سياسي
ناكامي ده. د ملګرو ملتونو څلور افغان ماموران، چې په جګړه كې ښخ شوي ماينونه يې له منځه وړل، اوس د دغسې يوه
زيان قربانيان دي. لږ تر لږه د دوى نومونه خو مو زده دي او مرګ ته يې پام وراوښتى، مګر نور وژل شوي خو همدا چانس
هم نه لري.
پ: مګر ګزارشونه خو يې هر ګړى خپرېږي!
ځ: په دې كې هغه كسان نه راځي چې تر دې وړاندې په بمباريو كې وژل
وي يا اوس له جګړې او بمباريو پرته ژوند له لاسه وركوي. آن تر دې وړاندې چې په اصطلاح غچ اخيستونكي عمليات پيل
ي، د څلورو ډولو پوځي الوتكو او ځواكونو سره سمول خپله يو داسې كار و چې په دې سيمه كې د ناپوځي وګړو د وژلو لامل
وګرځي. په ميليونونو ماشومان، ښځې او بوډاګان د بريدونو له وېرې له خپلو كورونو بېځايه شول. د ناپوځي وګړو وژل
كېدو ته پاملرنه نه كول سمه خبره نه ده.
پ: تر اوسه خو پوځي بريدونه په ځانګړو سيمو كې روان دي!
ځ: موږ په دې اړه
څومره خبر يو؟ دغه پوځي عمليات په يوه ډېره خطرناكه سيمه كې ترسره كېږي. كه تاسو پاكستان بې ثباته كړئ، نو
هندوستان به په كشمير كې د لاسوهنې له امله ستونزه نوره هم پراخه كړي. ما وړاندې فكر كاوه چې پراخ فكره انسانان
به په دې خبره پوهېږي. مثلاً د امريكا د بهرنيو چارو وزير پاول به پوهېږي چې په عراق كې به دغسې بريدونه څنګه يوه
تېروتنه وي. د تېرې يكشنبې تر ماښامه لا په همدې اند وم، مګر اوس فكر كوم له هغوى څخه دغسې تېروتنې بېخې ممكنې
دي.
پ: دغه پوځي عمليات د ځينو مهمو دلايلو پر بنسټ وشول، لكه پر نيويارك او واشنګټن بريد. آيا د امريكا متحده
ايالتونه او ملاتړي يې د جبرانولو حق نه لري؟
ځ: د امريكايي وګړو پر وړاندې په دغسې بېسارو او ترهګريزو كړنو
اس پورې كول بېخې توجيه كېداى نه شي. دا يو ثابت او روښانه شى دى. په هر حال، امريكايي كړنلار بايد تر دې زيات تر
نيوكې لاندې راشي. زه د ترهګرۍ له قربانيانو سره همدردي لرم مګر هېڅوك مې پر دې نشي مجبورولاى چې له امريكايي دو
ت سره يې هم بايد ولرم. د دغو دوو تر منځ توپير شته او له دغې مسئلې سره كه هر حكومت، آن زموږ خپل هغه، مخامخېداى
بيا به هم خبره نه بدلېده.
پ: ښه! نو تاسو امريكايي حكومت پر څه تورنوئ؟
ځ: بن لادن سيا(CIA) سازمان روزلى او
پاللى او د همدې سازمان له لارې و چې دى او يو شمېر نور مجاهدين يې په داوطلبانه بڼه د پخواني شوروي اتحاد پر
وړاندې وسله والې مبارزې ته وهڅول. او دا د دې لوري يوازينۍ ترسره شوې چاره نه ده، بلكې خپله سيا سازمان يو ترهګ
يز نيت او موخه لري چې ډېر سياستمداران يې وژلي دي. بايد له دې مسئلې سره آشنا يو او د نورو پر لوري په آسانۍ سره
ګوته نه شو نېغولاى.
پ: دا خبره پر بل مخ نه اړوي او د دې معنا نه لري چې هغوى ترهګر دي؟
ځ: مګر امريكايي دولت د
خپل ځاني تصور پر بنسټ نړۍ پر دوو ډلو (خير او شر) وېشلې ده، آن كه شا ته لاړ شو يو مهال امريكا او پخواني شوروي د
نړيوالو پوليسو رول لوباوه. هغوى دواړه پر دنيا خپاره شوي وو. خو اوس يوازې يو ځواك پاتې دى، مګر دا يو هم يوازې
خپل ځان ته ډېر پام كوي او نورې نړۍ ته لږ. زه دغه ټكي ته آن د خپلو نژدې امريكايي ملګرو او ډېرو هوښيارو وګړو په
منځ كې هم متوجه شوى يم. هغوى هر څه ته د يوه نړيوال ځواك له كړكۍ ګوري چې غواړي هر څه يې په واك كې وي. د ډېركيو ام
يكايانو خوښه ده هر څه يې له علاقې سره سم وي او علاقه يې هم ډېر ځله اقتصادي ده. خو اوس د هغوى پر ضد د دومره
ترهګريزو اعمالو له امله، امريكايي روڼآندو ته دا پوښتنه پيدا شوې چې ولې يې نړۍ له هيواده دومره كركه كوي.
پ:
تاسو له دې نه وېرېږئ چې د دغسې مسايلو د مطرح كولو له امله به د سياستمدارانو تر داسې يوه ګواښ لاندې راشئ لكه
اولريش ويكرت چې پر ډبليو بوش تر نيوكې وروسته ورسره مخ شو؟
ځ: پر امريكا د نيوكې له امله يو څوك تورنول بېخې بې
معنا او غيرمنطقي ده. زه غواړم د اولريش ويكرت دفاع وكړم، هندۍ ليكواله روى Roy، هغه ښځه ده چې د درېيمې نړۍ له
يده يې يوه ډېره هوښياره او موشګافانه شننه وكړه، هغوى چې موږ يې په مغرور او ځان غوښتونكې بڼه مخاطبوو. دې مېرمنې
بوش له بن لادن سره پرتله كړ او ويكرت يې همدا خبرې نقل كړې او دا يې يو طبيعي حق و. دا تېروتنه ده چې كه چا د ام
يكايي دولت پر كړنو نيوكه وكړه بايد امريكايي ضد وبلل شي او ټينګ پر سر ووهل شي، دا يوازې يو احمقانه،
خندوونكى او رياكارانه كار دى.
پ: آيا پر امريكا نيوكه يو دوستانه كار بولئ؟
ځ: زه ځان ته د ډېرو امريكايانو
او د هغوى د هيواد د خواخوږي په سترګه ګورم او د رښتيني دوستۍ معنا دا ده چې ملګرى تر لاس ونيسې او تېروتنې ته يې
پرې نږدې او دا چې ځينې وختونه د تېروتنې د تكرار په مخنيوي كې كومك ورسره وكړې، زما په ګومان دغسې يوه ښكاره نيوكه
يو ډول دوستي او وفاداري ده. اوس كه يې تاسو د امريكا ضد وبولئ څه نه شم پكې ويلاى. ښه ده دغه بحث پاى ته ورسوو.
كه په خپله، خپله آزادي، په ځانګړې توګه د بيان آزادي محدوده كړو، نو بيا د آزادۍ دفاع نه شو كولاى.
پ: آيا
ازمه نه ده چې په دغسې يوه بحراني حالت كې آزادۍ يو څه محدودي كړو؟
ځ: نه، كه مو مازې د خپلو آزادۍ پر محدودولو
پيل وكړ د ترهګرو له موخو سره سم كار مو كړى دى. د تصويرونو او كمپيوټرونو له لارې د ترهګرو معرفي كول اصلاً
يوه مناسبه لار نه ده. وړاندې همدا موږ په المان كې د راف RAF(د سره پوځ د لږكيو ډله) ترهګرې ډلې د بريدونو په څپو كې
له دغې تېروتنې سره مخ شوي يو. مګر د المان د ترهګرو رهبران د خپلو تېروتنو له امله ونيول شول، نه د تصويرونو او
كمپيوټري نمونو اخيستنو په مټ. دغسې افراطي اقدامات يوازې پر ځانونو او قانون باندې زموږ د باور نشتوالى څ
ګندوي او پر دې برسېره، د نوو ترهګريزو بريدونو په څپو كې موږ د نوو بې عدالتيو او نابرابريو د زېږولو په حال كې
يو. ډېر انسانان له كوم جرم پرته ونيول شول او هر ګړى د المان له اساسي قانون څخه له سرغړونې سره مخ يو.
پ: د ب
لين په هنرونو اكاډمۍ كې مو د شمالي او سهيلي هيوادونو د كشمكش په اړه ويناوكړه، آيا كېداى شي په دې باره كې يو
څه نور هم وږغېږئ؟
ځ: دغه ټولې غچ اخيستونكي پايلې ځكه رامنځته شوې چې د ويلي برانټ په شان وګړو خبرو ته پاملرنه
ونه شوه په هر حال، هغه صدراعظمۍ ته تر رسېدو وروسته په دغسې چاره كې د وړانديتوب لپاره د شمال_سهيل د كمېسيون م
شر وټاكل شو او هغه دوه غوڅ ګزارشونه برابر كړل چې ناليدلي ونيول شول. په نوموړو ګزارشونو كې، برانټ د نړۍ په
اړه يوه وړاندوينه او دقيق نظر وړاندې كړى و. ده ليكلي و چې د ختيځ او لوېديځ تر منځ د شخړې تر پاى ته رسېدو وروسته
به د شمالي او سهيلي هيوادونو تر منځ كشمكش پيل شي. همدارنګه هغه يوه نوې داخلي كړنلار او اقتصادي نظم پي
نهاداوه چې هېڅ يو يې پلى نه شو.
ده غوښتل چې د درېيمې نړۍ له هيوادونو سره منصفانه چلند وشي، مګر هېڅكله داسې
ونه شول. او همدا نه پاملرنه مو د ترهګرۍ پر ډګر لومړنۍ نيمګړتيا ده چې اوس يې تجربه كوو، آن په هغو هيوادونو كې
چې ترهګري يې رد كړې، د شتمنو هيوادونو او سرلاري(امريكا) پر ضد خښم مخ پر پراخېدو دى او له نهيلۍ څخه دغه راولاړ
شوى خښم، رښتينى او پر حق دى.
پ: آيا ويلي برانټ يو هېر شوى هوښيار وړاندويونكى دى؟
ځ: سل په سل كې. كله چې يې
په لومړي ځل د لومړي وزير په توګه په ملګرو ملتونو كې وينا كوله زه ورسره وم. ده وويل:
(لوږه هم جګړه ده) حاض
ينو يې ډېر هركلى وكړ، مګر د خبرو په بشپړه معنا يې څوك ونه پوهېدل. موږ المانيان هم... پر دغو خبرو هېڅ نه يو
پوهېدلي.
پ: اوس امريكايان وايي چې له بمباريو سره يوځاى انسان دوستانه مرستې هم كښته خوشي كوي او د دې موخې
پاره يې ۳۲۰ ميليونه ډالر په پام كې نيولي دي.
ځ: ښه ده، مګر دغه مبلغ د هغه څه پر وړاندې چې وړاندې يې وېشلى و هېڅ
دى او له بده مرغه هغوى دغه كار ځكه كوي چې د عامه افكارو تر فشار لاندې دي او له همدې وجې ده چې ملګرو ملتونو ته د
تر شا پاتو پورونو د وركړې په حال كې دي. دا كار د دې لپاره كوي چې د دويم ځل پوځي عملياتو په ترڅ كې د ملګرو ملتونو
ملاتړ ترلاسه كړي. دا ډېره ترخه او پېغور وړ ده. مګر زه د غوره كارونو د ترسره كېدو په هيله يم.
پ: د بېلګې په
توګه څنګه كارونه؟
ځ: هغه څه چې ډېر اړين دي نړيوالتوب ته په پام سره د ويلي برانټ د شمال_سهيل د ګزارش پر بنسټ
د اقتصاد جهاني كنفرانس جوړول دي. هغو بهيرونو(د نړيوالتوب پړاو) لومړى سهيلي هيوادونو ته صدمه رسولې ده. كه م
وږ دغه موضوع ناليدلې ونيسو، هېڅكله به له ترهګرۍ خلاص نه شو. پوځي اقدامات، جنايي څېړنې او د تصويرونو او كم
پيوټري نښو برابرول هېڅكله د تروريست ستونزه نه شي هوارولاى.
پ: مګر په ښكاره دغه تروريستان د لوږې او ناوړو
ژوندنيو شرايطو پر وړاندې مبارزه نه كوي، بلكې د دوى هڅوونكي سياسي بې عدالتي او د فلسطينيانو ناكامي ده!
ځ: د
دغو ناكاميو د كچې راټيټول بايد يو غوره چلند وي، تر هغو چې د نورې كركې لامل موجود وي او تر هغو چې دغه خښم، بې
عدالتي او تبعيض په ښورښ پاى ته رسېږي هېڅ شى به بدلون ونه مومي. دا په دې معنا ده چې اسراييل بايد خپله د لسګونو
كلونو يرغلګره كړنلار پاى ته ورسوي او يوازې د لاندې شوو سيمو خوشي كول بسنه نه كوي، د فلسطيني ځمكو لاندې كول
او په مستعمره كې راوستل يو جنايت دى چې نه يوازې بايد ودرول شي، بلكې هر څه بايد پخوا غوندې شي، كه نه، هېڅكله
به هورې سوله رامنځته نه شي او اسراييل بايد د دې كار مقدمات سره ترتيب كړي. د سترګې پر سترګو او غاښونه پر
غاښونه سياست ادامه يوه داسې كړنلار ده چې خښم او كركه نوره هم زياتوي او په راتلونكي كې نور بې بندو باره بن
ادنان زېږوي.
پ: مګر په ټوليزه توګه په المان كې پر اسراييلو نيوكه منع ده!
ځ: انتقاد يا نيوكه نه كول خپله
يوه د نيوكې وړ كړنه ده. دا احمقانه ده چې ووايو د افغانستان پر جګړه انتقاد، يو امريكايي ضد عمل دى. پر دې برسې
ه امريكا د آزادۍ د دفاع مدعي ده او آزادي د بيان له آزادۍ څخه پيلېږي.