ننداره : له پېښوره
دپاکستان د پښتون خوا ايا
ت دپېښور ښار دکانټی نینټل هوټل داسد داته ویشتمې په ماښام دخپلواکۍ دجشن شاهد و ،دهيواددخپلواکۍ اوه اتیایم
جشن په پرتمینو مراسمو سره په داسې حال کې پېښور کې ونمانځل شو چې افغان کارپوهانو، ډیپلوماټانو ، ځايي چارواکو
،هنرمندانو اودښونځیو ماشومانو هم پکې ګډون کړی و ـ ؛ګڼ شمیر مېرمنې هم په جشن کې په رنګ رنګ کالیو کې لیدل کېدې ـ
غونډه دوو نجونو تمنا او نجیبه فیض ( پېژندل شوې افغانانه ممثله ) پر مخ وړله ـ دغونډې پرانیستونکې وینا
دافغان جنرال قونصل حاجي عبدالخالق فراهي وه نوموړي ددې ورځې په تاریخي اهمیت مفصله رڼا واچوله -نوموړي وويل
:
افغانستان اوس له آزمونونو راوتلی ، یو پرمخ تللی هیواددی ،دبون له پرېکړې تر دې ګړۍ یې د پرمخ تګ ډېر پړاوونه
لیدلي دي ،ا وهغه ورځ لرې نه ده چې دسیالو هیوادونو سره به په یوه لیکه کې ودرېږي ـ
غونډې ته د پښتون خوا دايالت
یو وزیر کاشف اعظم دوینا پرمهال وویل چې افغانستان اوپاکستان اړدي چې دیوبل سره ښې اړیکې وساتي او که غواړي چې
دخپلو لیکو کې دننه حالت یې هوسا وي ،پکار ده چې ديوبل لپاره دې زړونه سپین وساتي -
دخپلواکۍ په جشن کې افغان
هنرمندانوزرولی افغان ، ممتازولی ،همایون حیرت، مصطفی اوعزت ګل کنسرتونه وړاندې کړل او دوطن ترانې یې خلکو
ته وړاندې کړلې ،دښونځیو نجونو او هلکانو هم ترانې زمزمه کړې .
په لومړي ځل دافغانستان نوی جوړ شوی سرود هم
واورول شو چې په احترام یې دجشن ګډون وال ودرېدل ، تردې مخکې به په فارسي ژبه د مجاهدینو د وخت جوړ شوی سرود خلکو
ته اورول کېدو ـ
|
|
|
| ||||
|
|
|
| ||||
|
|
|
|
|
|
|
| ||||
|
|
|
|